td

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې دوه تنه استادان د یوه میاشتني علمي ورکشاپ کې د ګډون په موخه پاکستان ته وليږل

zabu_admin
Mon, Jan 01 2024 6:19 PM
td

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د محصلینو، اداري کارمندانو او د استادانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه اداره ده؛ دا په داسي حال کې ده چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د منظم پلان او پروګرام له مخې تل په دي هڅه کې وي چې په ټولو برخو کې لا غوره مسلکي او لوړ رتبه استادان ولري تر څو د دوی په وسیله علمي څيړنې ترسره او د ټولنې ستونزې پرې حل کړي/شي.

د همدي لويي موخې د لاسته راوړلو لپاره د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نيټي د یادي مؤسسې له لوري دوه تنه استادان د پاکستان پېښور ښار د مدیریتي علومو انسټیټوټ/ Institute of Management sciences

لپاره په یوه علمي ورکشاپ کې د ګډون لپاره وليږل شول.

همدارنګه یاده مؤسسه د هيواد په داخل کې هم په ورځنیو او میاشتنيو پروګرامونو کې د استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره کار کوي.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه یو ځل بیا ژمنه کوي، چې د خپل ستراتيژیک پلان او لیدلوري له مخې به ټول هغه امکانات په کار اچوي، چې هيواد او جامعې ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په مرسته ځانګړی باور ترلاسه کړي.

Latest news

Mon, Jan 01 2024 6:19 PM
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې دوه تنه استادان د یوه میاشتني علمي ورکشاپ کې د ګډون په موخه پاکستان ته وليږل

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د محصلینو، اداري کارمندانو او د استادانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه اداره ده؛ دا په داسي حال کې ده چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د. . .

Mon, Jan 01 2024 8:58 AM
Background image

میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکووني لومړۍ مرحلې د بازدید د برخي ارزونه تر سره شوه

د لوړو زده کړو وازرت محترم مقام د کیفيت لوړاوي او اعتبار ورکووني محترم ریاست له لوري د راغلي ټيم په واسطه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه د کیفیت لوړاوي او اعتبار. . .

BACK TO NEWS