td

د کرهڼې پوهنځي د څلورم ټولګي د محصلينو د پروپوزلونو د دفاع لړۍ پيل شوه

zabu_admin
Sun, May 12 2024 2:20 PM

پرون ورځ شنبه د میروس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د څلورم ټولګي د محصلينو د پروپوزلونو د دفاع لړۍ، د څېړنې کمېټې په نوښت، د پیلیزې غونډي په نیولو سره په داسي حال کې پيل شوه، چې پر مهال یې د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د کرهڼې پوهنځی رئیس، استادانو او محصلینو حضور درلود.

 ياده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه، چې په پیلیزه وینا کې یې د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زدکړو مؤسسې رئيس الحاج روح الله مشال په ټولنه کې د څېړنو پر اهمیت خبرې وکړې او محصلين يې خپلو څېړنيزو مسئوليتونو  ته متوجې کړل؛ تر څو خپلې څېړنيزې کړنې د څيړنو د اصولو سره سمې ترسره کړي او په حقيقي ډول په مسلکي لحاظ د ټولنې شته ستونزو ته د حل لاره چاره پيدا کړي او همدارنګه یې محصلينو ته د ښه معياري څېړنو د ترسره کولو لارښوونه هم وکړه.

وروسته  اووه تنو محصلينو د خپل څيړنيز پروپوزلونو څخه دفاع وکړه چې په اخره کې د څیړنې کمېټې مشر پوهنيار ضياءالاسلام نوبهار او نورو غړو لخوا تر ځینو لارښونو وروسته مثبت ارزيابي  او په راتلونکي کې ورته د لوي رب څخه ورته د لابرياوو غوښتنه وکړه.

 

نیټه: ۱۴۴۵/۱۱/۳هــ.ق

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Sun, May 12 2024 2:20 PM
Background image

د کرهڼې پوهنځي د څلورم ټولګي د محصلينو د پروپوزلونو د دفاع لړۍ پيل شوه

پرون ورځ شنبه د میروس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د څلورم ټولګي د محصلينو د پروپوزلونو د دفاع لړۍ، د څېړنې کمېټې په نوښت، د پیلیزې غونډي. . .

Mon, Jan 01 2024 6:19 PM
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې دوه تنه استادان د یوه میاشتني علمي ورکشاپ کې د ګډون په موخه پاکستان ته وليږل

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د محصلینو، اداري کارمندانو او د استادانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه اداره ده؛ دا په داسي حال کې ده چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د. . .

BACK TO NEWS