د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس پیغام

3 میاشتې 3 اونی ago

 ګرانو هیواد والو! 

د یوه هېواد او ټولنې هر اړخیز پرمختګ او وده د هغه هېواد د لوړو زده کړو په پیاوړي نظام پورې اړه لري.
تېرو څلور لسیزو جګړو د روس او امریکا یرغلونو د ګران هېواد افغانستان د نورو برخو ترڅنګ تحصیلي او علمي بنسټونه هم زیات زیانمن کړي وو، الحمدلله یو ځل بیا یې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ژوند ساه اخیستې او یو ښه فرصت په لاس راغلی، چې په ګډه د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د تعلیم، تحصیل او ساینس په برخه کې د هېواد ځان بسیاینې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو.

د دې لپاره چې پرمختللی، د نورو له احتیاج نه خلاص او په ځان متکي افغانستان ولرو، لازمه ده چې د هېواد په تحصیلي بنسټونو داسې پانګونه وکړو، څو په ملي او نړیوالو معیارونو برابر او د ټولنې اړتياوو ته ځواب ویونکي وي.

زموږ موخه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې داسې یو معیاري او باکیفیت تحصیلي بنسټ جوړول دي څو د زابلي ټولنې او هېواد د غوښتنو ځواب ویونکی او د ستونزو په هواري کې مؤثر رول او ځای ولري. 

په درنښت

پوهنیار روح الله مشال
asd

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د زابل ملی تلویزون څخه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۳ هــ.ش کال د عمومي فراغت غونډي ویډیويې راپور.

د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د عمومي کتابتون لپاره، د لوړو زده کړو وزارت له خوا د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت لس زره ۱۰۰۰۰ ټوکه کتابونه واخیستل شول او وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې عمومي کتابتون ته تسلیم شول.

د محصلینو له لوري د سوی (Rabbit) څخه د اسکلیټ را ایستلو عملیه په بریالیتوب سره ترسره شوه.

VacanciesAll available vacancies

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۰:۲۹
Background image

د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بست بیا ځل خبرتیا !

میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسه د څلورم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

د کرنې پوهنځی؛

• باغدارۍ . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۰:۲۵
Background image

د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بست بیا ځل خبرتیا !

میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

د کرنې پوهنځی؛

• باغدارۍ . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۰:۱
Background image

میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بستونو خبرتیا !

میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې دویم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د ښوونې او روزنې پوهنځی؛

• د . . .

Latest announcementsAll announcements

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۲۶
Background image

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د دوو پروژو د ګټونکو شرکتونو د بریا د اعلان خبرتیا!

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه په پام کي لري, چې د لیلیې د دیوال د بیارغونې، قرطاسیې او صفایي توکو دوې پروژې د MOHE/ZABU/1403/NCB/W-01 او MOHE/ZABU/1403/NCB/G-04 داوطلبي . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

د داوطلبي خبرتیا!!!

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ټول هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي؛  ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د کمپیوټري تجهیزاتو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبي کې ګډون وکړي . . .

تازه خبرونهنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳هــ.ش کال د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوي

نن پنج شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د څلورو واړو پوهنځیو، د ۱۴۰۳هــ.ش کال د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې، د لوړو زده کړو وزارت د پریکړي مطابق ۱۴۰۳/۹/۱۵هــ.ش نیټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۲۴
Background image

د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت کول اړوند سمینار وړاندي شو

نن شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د غوڼدو په عمومي تالار کې، د يادې مؤسسې و محصلینو ته، د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت تر سرلیک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۳:۲۳
Background image

ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د پاليسي د طرحي جوړولو په سيالۍ کې پنځم مقام خپل کړ

د کندهار پوهنتون د عامه اداري او پاليسي پوهنځی له لوري، د پاليسي د طرحي جوړولو سیالۍ په لاره اچول شوې وه، چې د سهيل لويديځ زون څخه د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په ګډون. . .