د زابل پوهنتون د ریاست ودانۍ

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس پیغام

4 اونی 2 ورځې ago

 ګرانو هیواد والو! 

د یوه هېواد او ټولنې هر اړخیز پرمختګ او وده د هغه هېواد د لوړو زده کړو په پیاوړي نظام پورې اړه لري.
تېرو څلور لسیزو جګړو د روس او امریکا یرغلونو د ګران هېواد افغانستان د نورو برخو ترڅنګ تحصیلي او علمي بنسټونه هم زیات زیانمن کړي وو، الحمدلله یو ځل بیا یې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ژوند ساه اخیستې او یو ښه فرصت په لاس راغلی، چې په ګډه د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د تعلیم، تحصیل او ساینس په برخه کې د هېواد ځان بسیاینې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو.

د دې لپاره چې پرمختللی، د نورو له احتیاج نه خلاص او په ځان متکي افغانستان ولرو، لازمه ده چې د هېواد په تحصیلي بنسټونو داسې پانګونه وکړو، څو په ملي او نړیوالو معیارونو برابر او د ټولنې اړتياوو ته ځواب ویونکي وي.

زموږ موخه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې داسې یو معیاري او باکیفیت تحصیلي بنسټ جوړول دي څو د زابلي ټولنې او هېواد د غوښتنو ځواب ویونکی او د ستونزو په هواري کې مؤثر رول او ځای ولري. 

په درنښت

پوهنیار روح الله مشال
asd

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د زابل ملی تلویزون څخه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۳ هــ.ش کال د عمومي فراغت غونډي ویډیويې راپور.

Latest announcementsAll announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۴۱
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې داحاطوي دیوال(ترمیم) پروژې اعلان!

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کي د لیلیې ودانۍ دیوال دبیارغونې پروژه په قرارداد ورکړي، ټول هغه داوطلبانو ته چي په شرایطو برابر وي بلنه ورکول کېږي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۶:۷
Background image

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۰ هــ.ش کال څخه تر ۱۴۰۲هـ.ش نېټې د فارغ محصلانود پام وړ!

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۰، ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ هــ .ش کال   ټولو فارغو محصلانو ته، چې خپل ډیپلوم، ټرانسکريب او سرټیفیکیټ یې نه وي ترلاسه کړی، خبر ورکول کیږي، چې د یادو . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۲:۲۹
Background image

رسنیز بلنلیک

میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسه په پام کې لري، چې د ۱۴۰۳هــ.ش کال د د دریو پوهنځیو( ښوونې او روزنې پوهنځی څلورمه دوره، اقتصاد او کرهڼې پوهنځیو لومړنۍ) تحصیلي دورې فراغت غونډه . . .

تازه خبرونهنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۵:۵۰
Background image

د کیفیت لوړاوي کمیټې له لوري غونډه تر سره شوه

د چهار شنبې په ورځ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي معاونیت کې د د کیفیت لوړاوي کمیټې غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې په مهال یې د کمیټې آمر نوماند پوهنیار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د ستراتیژیک پلان کمیټې له لوري غونډه ترسره شوه

سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په ریاست کې د ستراتیژیک پلان کمیټې غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې په مهال یې د کمیټې آمر الحاج روح الله مشال او نورو غړو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۶:۲۰
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .