ښوونې او روزنې پوهنځی
د ښوونې او روزنې پوهنځي په ۱۳۹۶ هـ ش کال د زابل ولایت د درنو ولسونو د مکررو غوښتنو په پایله کې د کابینې د دریمې مصوبې د پریکړي په اساس د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې د څلورو څانګو (ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي) او ۱۸ کادري بستونو او څو اداري بستونو په لرلو سره تاسیس او په فعالیت پیل وکړ. یاده پوهنځي په ۱۴۰۰ هـ ش کال په خپله لومړنۍ دوره کې د ۷۲ تنو زده کړیالانو په شمير سره فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندي کړل.
اوس مهال نوموړي پوهنځي په یادو څانګو کې د ۴۵۷ تنو په شاوخوا کې برحاله زده کړیالان لري، چې په زیاته کچه د ماسټر استادانو له لوري یې تدریسي چارې مخته وړل کيږي. د نوموړي پوهنځي زیاتره استادانو په بیلابیلو هیوادونو کې خپلې زده کړي بشپړي کړي دي؛ چې ځیني يې لا هم په زده کړو بوخت دي. د ښوونې او روزنې پوهنځي ویاړي چې په پوره صداقت سره هیواد او ټولنې ته د علمي کادرونو د روزلو په برخه کې خدمات وړاندي کوي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي په اداري او تدريسي تشکيل کې رئیس، مرستيال، د څانګو آمرين، استادان، تدريسي چارو عمومي مدير، اجرائيه او د لابراتوار مديران لري.
لرلید:
د ښوونې او روزنې پوهنځي به د ښه تدریس او غوره څیړنیزو خدماتو په ترسره کولو سره د هیواد په سطحه د مسلکي او وړ ښوونکو د روزنې یو معتبر او معیاري مرکز واوسي.
رسالت:
د ښوونې او روزنې پوهنځي د یو معیاري، ښوونيز او روزنیز چاپیریال د رامنځته کولو له لارې د ټولنې د خدمت او پرمختګ په موخه اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن مسلکي ښوونکي روزي.
موخي:
- د ښوونې او روزنې پوهنځي په ټولو څانګو کې د ټولنې د خدمت لپاره مسلکي ښوونکي روزي.
- د زده کړیزو موخو د کیفیت د لا ښه والي لپاره پرلپسي هڅې.
- د استادانو او کارمندانو ظرفیت لوړونې ته ژمنتیا.
- د علمي برنامو ایجاد، پراختیا، او اصلاح.
- د مطالعي، تدریس او څیړنې لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کول.
- په ټولو اړوندو څانګو کې د څیړنې ترویج او تقویت.
- د کیفیت لوړاوي او خدماتو په ارایه کولو کې په ملي کچه رقابت.
- د بنسټيزو تاسیساتو وده او پراختیا.
ارزښتونه:
- اسلامي ملي او علمي ارزښتونو ته درناوی.
- د لوړو زده کړو وزارت قوانینو، لوایحو، مقرراتو، طرزالعملونو او د مؤسسي پالیسیو ته درناوی.
- د انساني کرامت لوړ مقام ته درناوی او متقابل احترام.
- عدالت، مساوات او ځواب وینه.
- همغږي او ګډ کار ته ژمنتیا.
- د زده کړیالانو د پټو استعدانو پنځونه او د هغوی فکري روزنه.
آسانتياوي:
مجهز ټولګي، خوندي چاپيريال، د بريښنا منظم سيسټم، پاکي اوبه، همدانګه سپورټ او وسايل يې.
فعالیتونه:
- عصري تعلیمي میتودونه او نوی نصاب.
- د باکیفیته څیړنو خدمتونه.
- د نورو پوهنځیو او ادارو سره همغږي او همکاري.
- د علمي پروګرامونو د ظرفیت لوړول.
- علمي سیمینارونه، کنفرانسونه او ورکشاپونه دایرول.
- د مختلفو اکاډمیکو فعالیتونو ترسره کول.
څانګې:
- بيولوژي څانګه
- کيميا څانګه
- رياضي څانګه
- فزيک څانګه
د ښوونې او روزنې پوهنځي غونډې:
د ښوونې او روزنې پوهنځي د ترتیب شوي مهال ويش له مخې په مياشت کې يو ځل د استادانو سره غونډه، د بيلابيلو کميټوغونډي او هم د اړتيا له مخې فوق العاده غونډي لري، چې د اړونده موضوعاتو په اړه هر اړخيز بحث صورت نيسي او اړین تصميمونه پکښي نيول کيږي.
تدريسي فعاليت او د نورو پوهنځيو او څانګو سره مرسته:
د ښوونې او روزنې پوهنځي تدريسي بهير د نصاب سره سم په نظري او په پروجیکتور باندي پر مخ وړل کيږي. د عملي کارونو لپاره لابراتوار تر اوسه شتون نلری، چې استادان د آزمايښتونو د سرته رسولو په موخه محصلين بوخت وساتي. د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان ټوله په تفاهم او همکارۍ سره د اړوند څانګو مضامینو تدریس مخته وړي او ځيني وخت د اړتيا په صورت کې د کرهڼي او اقتصاد پوهنځيو سره هم تدریسي همکاري کوي.
علمي فعاليتونه او د ظرفيت لوړول:
د ښوونې او روزني پوهنځې زیاتره استادان د درسي بهير ترڅنګ د څيړنو، تالیفاتو په سرته رسولو هم مصروف دي تر څو په ورسپارل شوو برخو کې څيړنې او تاليفات وکړي، چې دغه کړني د ټولنې پرمختګ کې ستر رول لري. چې اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان په نړيوالو ژورنالو کې يو شمير مقالي هم خپري کړي دي. د ښوونې او روزنې پوهنځي زیاترو استادانو په بهرنيو هيوادونوو لکه: ایران، هندوستان، روسیه او نورو هیوادونو کې خپلې زده کړې بشپړي کړي او بېرته د خدمت په موخه راستون شوي دي او څو تنه نور يې برحاله په چين کې د ماسټري په زده کړو بوخت او همدارنګه نور استادان يې د هيواد په داخل او بهرنيو هيوادونو کې د ماسټري او دوکتورا د زده کړو په موخه د روانیدو په حالت کې دي.
د ورکشاپونو، کنفرانسونو او سمينارونو دايرول:
د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان په منظم ډول کنفرانسونه، ورکشاپونه او سمينارونه ترتيبوي، چې د پوهنځي داخل او بهر اړوندو علاقه لرونکو ګډونوالو ته وړاندي کیږي. همدارنګه ملي او ولايتي علمي کنفرانسونو، ورکشاپونو او سمينارونو کې فعاله ونډه لري، خپلي تجربې له نورو سره شریکه وي او هم د نورو له تجربو څخه ګټه اخلي.
د پوهنځي په بېلابېلو شورا ګانو او کميټو کې ګډون:
د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او پوهنځي په کچه ټولو کميټو کې فعال ګډون لري.
د استادانو علمي فعالیتونه:
د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د لکچر نوټونو، درسي کتابونو او ممد درسي کتابونو په ترتیبولو او تیارولو کې تل هڅي کوي؛ څېړنې سرته رسوي او د هغوي راپور د مقالو په بڼه خپروي. چې له مجموعي يې د کيميا څانګې استاد پوهنیار بشیرالله دانش یار دوي مقالي په نړيوالو ژورنالونو کې خپري کړي دي. سره له دي ګڼ شمير استادان د څیړنو په تر سره کول او د پاته څيړنو د چاپ په پروسي باندي بوخت دي.
محصلينو فعاليتونه:
د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلين هر کال د تدريس زده کړي مضمون لرلو لپاره د عملي زده کړو په موخه مختلفو لیسو ته معرفی شوي/کيږي.
تدریسي او اداري آسانتياوي:
ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلينو د تدريس لپاره څو درسي خونې لري چې ټولو خونو کې د تدريس لپاره د سپينو تختو سربيره LCD او پروجکټورونه لري چې استادن ورڅخه د تدریس په موخه ګټه تري اخلي. د پوهنځي د رئیس، مرستيال، استادانو او اداري کارمندانو لپاره بیلابیلي شعبي موجودي دي چې د دفتر په حيث ورڅخه ټول ګټه اخلي.
د محصلینو شمير:
د ښوونې او روزنې پوهنځي کې فعلاً مجموعاً ۴۵۷ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي، دغو محصلینو ته د ۱۷ تنو استادانو له لوري د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي، چې تر دې مهاله یې دوه دورې فارغین چې د ۱۹۰ تنه کېدل ټولنې ته وړاندي کړي دي. چې عمومي د محصلينو احصائيه په لاندي جدول کې ذکر شوي ده.
شميره |
کال |
نارینه |
ښځينه |
مجموعه |
۱ |
۱۳۹۶ |
۱۱۹ |
۴ |
۱۲۳ |
۲ |
۱۳۹۷ |
۲۰۷ |
۷ |
۲۱۴ |
۳ |
۱۳۹۸ |
۳۶۹ |
۵ |
۳۷۴ |
۴ |
۱۳۹۹ |
۴۱۶ |
۹ |
۴۲۵ |
۵ |
۱۴۰۰ |
۴۳۴ |
۲۳ |
۴۵۷ |
د ښوونې او روزنې پوهنځي تحصیلي نصاب:
د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلینو ته بيلابيل مضامین چې ۵۵٪ يې اختصاصي او نور يې مسلکي، عمومي، پوهنتون شمول او اختياري مضامین دي تدریس کیږي. همدارنګه د ښوونې او روزنې پوهنځي نوي کریکولم چې لوړو زده کړو وزارت له خوا په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې تایید شوي دي تطبیق شوی.
اوس مهال نوي کريکولم چې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام لخوا نهايي شوي او وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي د نصاب او کريکولم کميټي له لوري د اسلامي ثقافت د مضمون د کريډيټ د شمير په زياتيدولو سره ترتيب شوي او لاندي نصاب د ۱۴۰۱ هـ ش کال څخه تطبيق شوي/کيږي:
تحصيلي نصاب:
- بيولوژي څانګې نصاب
اول ټولګی، اول سميسټر (بيولوژي څانګه) |
||||
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
۱ |
عمومي بیولوژي۱ |
Ed.Bio - 0120 |
اساسي |
۴ |
۲ |
عمومي کیمیا۱ |
Ed. Ch - 0120 |
اساسي |
۴ |
۳ |
عمومي ریاضي اوحصائیه ا |
Ed. Math - 0115 |
اساسي |
۳ |
۴ |
عمومي ارواپوهنه |
Ed.Psy - 0106 |
مسلکي |
۲ |
۵ |
انګلیسي۱ |
Ed. EN - 0102 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۶ |
اسلامی ثقافت ( د اسلام اعتقادي نظام ) |
SL. IC - 01.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۷ |
اسلامی ثقافت ( تلاوت او تجوید ) |
SL. IC - 01.01 |
پوهنتون شمول |
۱ |
۸ |
د کمپیوټر اساسات |
Ed. Com -0103 |
پوهنتون شمول |
۲ |
د کريډيټونو مجموعه |
۲۰ |
اول ټولګی، دوهم سميسټر (بيولوژي څانګه) |
||||
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
۱ |
عمومي بیولوژي۲ |
Ed. Bio- 0220 |
اساسي |
۴ |
۲ |
عمومي کیمیا۲ |
Ed.Ch.0220 |
اساسي |
۴ |
۳ |
بیو فزيک |
Ed. Phy - 0220 |
اساسي |
۲ |
۴ |
انکشافي ارواپوهنه |
Ed. Psy - 0207 |
مسلکي |
۲ |
۵ |
انګلیسي۲ |
Ed . EN - 0202 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۶ |
اسلامي ثقافت (د اسلام عبادتي نظام ) |
SL. IC - 02.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۷ |
اسلامي ثقافت ( سیرت ) |
SL. IC - 02.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۸ |
د کمپیوټر اساسات |
Ed.BC.0203 |
پوهنتون شمول |
۲ |
د کريډيټونو مجموعه |
۲۰ |
دوهم ټولګی، دريم سميسټر (بيولوژي څانګه) |
||||
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
۱ |
غیرفقاریه زولوژي۱ |
Ed. Bio- 0321 |
اختصاصي |
۴ |
۲ |
عمومي نباتات۱ |
Ed. Bio- 0322 |
اختصاصي |
۳ |
۳ |
د نباتاتو تطبیقات۱ |
Ed. Bio- 0322 |
اختصاصي |
۱ |
۴ |
د حجري مالیکولي بیولوژي |
Ed. Bio- 0323 |
اختصاصي |
۳ |
۵ |
روزنيزه ارواپوهنه |
Ed. Psy- 0308 |
مسلکې |
۲ |
۶ |
اسلامي ثقافت (د اسلام اخلاقي نظام ) |
SL. IC - 03.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۷ |
اسلامي ثقافت ( د اسلام ټولنیز نظام) |
SL. IC - 03.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۸ |
عضوي کیمیا |
Ed.Chm-0315 |
اساسي |
۲ |
۹ |
تکنالوژي کاربردي |
Ed. Ge - 0324 |
اختصاصي |
۲ |
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
دوهم ټولګی، څلورم سميسټر (بيولوژي څانګه) |
||||
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
۱ |
انساني امبریولوژي |
Ed. Bio- 0425 |
اختصاصي |
۲ |
۲ |
عمومي نباتات۲ |
Ed. Bio- 0422 |
اختصاصي |
۳ |
۳ |
د نباتاتو تطبیقات۲ |
Ed. Bio- 0422 |
اختصاصي |
۱ |
۴ |
عمومي هستولوژي |
Ed. Bio- 0426 |
اختصاصي |
۴ |
۵ |
د بیولوژي د تدریس میتود |
Ed. Bio- 0427 |
اختصاصي |
۴ |
۶ |
چاپیریال ساتنه |
Ed. Ge - 0404 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۷ |
اسلامي ثقافت (فکري پوهنه) |
SL. IC - 04.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۸ |
اسلامي ثقافت ( ادیان او مذاهب) |
SL. IC - 04.01 |
پوهنتون شمول |
۱ |
۹ |
معاصر تاریخ |
Ed. Hi - 0405 |
پوهنتون شمول |
۲ |
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
دريم ټولګی، پنځم سميسټر (بيولوژي څانګه) |
||||
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
۱ |
فقاریه زولوژي |
Ed. Bio- 0528 |
اختصاصي |
۴ |
۲ |
نباتي فزیولوژي۱ |
Ed. Bio- 0529 |
اختصاصي |
۳ |
۳ |
نباتي سیستماتیک |
Ed. Bio- 0530 |
اختصاصي |
۲ |
۴ |
مایکروبیولوژي۱ |
Ed. Bio- 0531 |
اختصاصي |
۳ |
۵ |
صحت و تربیت بدني |
Ed. PS- 0506 |
اختیاري |
۲ |
۶ |
د ښوونې او روزنې بنسټونه |
Ed. Ba - 0509 |
مسلکي |
۲ |
۷ |
اسلامي ثقافت (د اسلام سیاسي نظام ) |
SL. IC - 05.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۸ |
اسلامي ثقافت (د اسلام اداري نظام) |
SL. IC - 05.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
د کريډيټونو مجموعه |
۲۰ |
دريم ټولګی، شپږم سميسټر (بيولوژي څانګه) |
||||
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
۱ |
نباتي فزیولوژي۲ |
Ed. Bio - 0629 |
اختصاصي |
۳ |
۲ |
عمومي ايکالوژي |
Ed. Bio - 0632 |
اختصاصي |
۴ |
۳ |
مایکروبیولوژي۲ |
Ed. Bio - 0631 |
اختصاصي |
۳ |
۴ |
جنتیک |
Ed. Bio - 0633 |
اختصاصي |
۴ |
۵ |
پرازیټولوژي |
Ed. Bio - 0634 |
اختصاصي |
۲ |
۶ |
تربیتي ارزیابي |
Ed. Ba - 0610 |
مسلکي |
۲ |
۷ |
اسلامي ثقافت (د اسلام اقتصادي نظام) |
SL. IC - 06.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
د کريډيټونو مجموعه |
۲۰ |
څلورم ټولګی، اووم سميسټر (بيولوژي څانګه) |
||||
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
۱ |
د انسان اناتومي او فزیولوژي۱ |
Ed. Bio - 0735 |
اختصاصي |
۴ |
۲ |
د انسان د اناتومي او فزیولوژي۱ تطبیقات۱ |
Ed. Bio - 0735 |
اختصاصي |
۱ |
۳ |
بیولوژیکي تکامل |
Ed. Bio - 0736 |
اختصاصي |
۲ |
۴ |
تدریس زده کړه |
Ed. Bio - 0737 |
ستاژ(اختصاصي) |
۴ |
۵ |
د بیولوژي تحقیقي روش |
Ed. Bio - 0738 |
پروژه |
۴ |
۶ |
د دفتردارۍ اصول |
Ed.Ge-0711 |
مسلکي |
۲ |
۷ |
مونوګراف |
Ed.Ge-0735 |
تحقیقي پروژه |
۲ |
۸ |
اسلامي ثقافت (قرآن او معاصر علوم) |
SL. IC - 07.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
څلورم ټولګی، اتم سميسټر (بيولوژي څانګه) |
||||
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
۱ |
د انسان اناتومي او فزیولوژي۲ |
Ed. Bio - 0835 |
اختصاصي |
۴ |
۲ |
د انسان اناتومي او فزیولوژي۲ تطبیقات۲ |
Ed. Bio - 0835 |
اختصاصي |
۱ |
۳ |
بیوټکنالوژي |
Ed. Bio - 0839 |
اختصاصي |
۲ |
۴ |
مونوګراف۲ |
Ed. Bio - 0842 |
تحقیقي پروژه |
۲ |
۵ |
بیولوژیکل سایکولوژي |
Ed. Bio - 0840 |
اختصاصي |
۲ |
۶ |
بیوشیمي |
Ed. Bio - 0841 |
اساسي |
۴ |
۷ |
حل منازعه و صلح۱ |
Ed. 0842 |
اختیاري |
۲ |
۸ |
اسلامي ثقافت (اسلامي تمدن) |
SL. IC - 08.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
د کريډيټونو مجموعه |
۱۹ |
کيميا څانګې نصاب
اول ټولګی، لومړی سميسټر (کيميا څانګه) |
||||
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
۱ |
عمومي کيميا I |
Ed.Ch.01.20 |
اساسي |
۳ |
۲ |
تطبیقات کيميا عمومي I |
Ed.Ch.01.21 |
اساسي |
۱ |
۳ |
عمومي رياضي I |
Ed. Ma. 01.20 |
اساسي |
۲ |
۴ |
عمومي بیولوژي I |
Ed.Bi.01.20 |
اساسي |
۴ |
۵ |
عمومي ارواپوهنه |
PS. GP. 01.07 |
مسلکي/ اساسي |
۲ |
۶ |
انګلیسيI |
Ed.En.01.02 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۷ |
اسلامی ثقافت ( د اسلام اعتقادي نظام ) |
SL. IC - 01.01 |
پوهنتون شمول |
۲ |
۸ |
اسلامی ثقافت ( تلاوت او تجوید ) |
SL. IC - 01.01 |
پوهنتون شمول |
۱ |
۹ |
عمومي فزيک I |
Ed. Ph. 02.20 |
اساسي |
۲ |
۱۰ |
کمپيوټر I |
CE. IE .01.03 |
پوهنتون شمول |
۲ |
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |