td

شرعیاتو پوهنځی

د شرعیاتو پوهنځي
په هیواد کې د لوړو زده کړو مؤسسو له پراختیا او پرمختګ سره سم په ۱۴۰۰ هـ ش کال کې د عاليقدر امیرالمؤمینین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله په ځانګړي فرمان د هیواد په ټولو هغو دولتي مؤسساتو او پوهنتونونو کې چې د شرعیاتو پوهنځي یې نه درلودي ورته ورکړل شوي. میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه هم د هغو مؤسسو څخه وه چې تر دې دمه یې شرعیاتو پوهنځي نه درلوده ترلاسه کړه. یادي پوهنځي په  ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د دوو څانګو ( فقه او قانون او اسلامي تعلیمات) په لرلو سره په فعالیت پیل او نوي محصلین یې جذب کړل.

لرلید:

د شرعیاتو پوهنځي به د دیني علومو د څيړنو او تحقیقاتو په برخه کې د هيواد په کچه داسي یو مرکز واوسي ترڅو ټولنې ته وړ او مسلکي کادرونه وړاندي کړي.

رسالت:

د شرعیاتو پوهنځي غواړي چې د مناسبو تدریسي، څيړنیزو او باکیفیته خدمتونو زمینه برابره کړي، څو پرمټ یې د هيواد په کچه د ټولنې د خدمت لپاره د قرآن او سنتو په رڼا کې ژمن او مسلکي کادرونه وروزي.
 

ارزښتونه:

  1. د هيواد دیني، شرعي او ملي ارزښتونو ته بشپړ احترام او ژمنتیا.
  2. صداقت، امانتداري، عدالت، ځواب ویونکي او مسلکي کيدنه.
  3. د لوړو زده کړو وزارت لوايحو او مقرراتو ته وفاداري.
  4. معیاري او باکیفیته لوړي زده کړي.
  5. په ملي کچه د اړتیاوو پر بنسټ د قضاءیي او عدلي ادارو لپاره مسلکي کادرونه روزل.
  6. د اسلام پالني او دیني اخوت په روحیه مسلکي مبلغین او مرشدین روزل.
  7. له هر ډول غیر شرعي تبعیض څخه ډډه کول.
  8.  په ټولنه کې د تحقیق او څيړني فرهنګ دودول.
  9.  د تقوا په معیارونو برابر استادان د مدارسو او ښوونځیو لپاره روزل.
  10.  د افغانستان په کچه په علمي ډګر کې یوه غښتلې اکاډمیکه او په عدل ولاړه اداره را منځته ته کول.

 

موخي:

  1. د خپلې ټولنې د ټولو شرعي او ټولنیزو اړتیاوو په نظر کې نيولو سره متدین، ژمن، په ایماني مینه سمبال او مسلکي کدرونه روزل.
  2. د اسلامي عقیدي اساسي زده کړه.
  3. د نورو ادیانو او مذاهبو هر اړخیزه مطالعه او څيړنه.
  4. د تفسیر او حدیث اصول لوستل.
  5. د فقه او قانون مبادي او اصول فقه په اساسي توګه ویل.
  6. د وضعي قوانینو مطالعه او له اسلامي قوانینو سره یې پرتلیزه څېړنه.
  7. د ملي او نړیوالو قوانینو مطالعه او څيړنه.
  8. د محاکمو اصول لوستل او په محکمو کې په عملي ډول د محصلینو روزل.
  9. په نورو پوهنځيو کې د اسلامي ثقافت د مضامینو په تدریس کولو سره د اسلام د اصیل فهم وړاندي کول.
  10. د ټولنې د سالمي رهبرۍ لپاره د زیار ویستونکو زعامتونو او قیادتونو د وړاندي کولو زمینه سازي کوي.

 

اسلامي تعلیماتو څانګه

تاریخي شا لید:

داسلامي تعلیماتو څانګه په۱۴۰۱ هـ ش کال تأسیس شوه.

 

ليرليد:

د اسلامي او شرعي علومو په برخه کې د هیواد د بچیانو په اسلامي او ملي روحیه روزل.

 

موخي:

  1. د تجوید د اصولو سره سم د قران کریم زده کول او لوستل او د قرآني علومو تخصص ته اماده ګي.
  2. د تفسیر د اصولو مسلکي زده کړه او اساسي مصادرو پیژندنه.
  3. د نبوي احادیثو او علوموالحدیث مسلکي زده کړه، او اساسي مصادرو پیژندنه.
  4. د توحید د راسخي عقیدي پیژندنه.
  5. د نبوي صحیح سیرت زده کړه او خپل ژوند کې عملي کول.
  6. فرد، کورنۍ او ټولنې ته د قرآنکریم، نبوي احادیثو او نبوي سیرت سم فهم رسول.
  7. په نړۍ کې د بیلا بیلو ادیانو پیژندنه، پرتله او د یادو ادیانو د انحرافاتو څیړنه.
  8. د اسلام د مقدس دین د مصادرو پر وړاندي د مخالفو ډلو دریځ څرګندول او د هغوي د شبهاتو له منځه وړل.
  9. د قضاء، افتاء، دعوت او خطابت په چارو کې د عملي او مسلکي کادرونو روزل او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندي کول.

 

فقه او قانون څانګه

تاريخي شا لید:

د فقه او قانون څانګه په۱۴۰۱ هـ ش  کال کې تاسیس شوه.

 

ليرليد:

د مختصصو، متدينو کادرونو داسي روزنه چې له یوه پلو په ديني علومو که پیاوړي او له بل پلوه د نړۍ له عصري قوانینو او عدلي سیستمونو سره بلد وي، تر څو قانوني بهیر پیاوړي کړي.

 

اهداف:

  1. د دیندارو کادرونو روزل چې د راتلونکې عدلي او قضاءیي سیستمونو د پیاوړتیا لامل شي.
  2. فعلاً د لیسانس په کچه تدريسي جریان دومداره ساتل.
  3. متخصص، با کفایته او وطن ته متعهد کادرونه لرل.
  4. د هیواد تقنیني او تشریعي سیستمونو لپاره کادرونه روزل.
  5. د قدیمي نصوصو او معاصرو اجتهاداتو سره محصلینو اشنا کول.
  6. د فقه او اصول الفقه علومو مسلکي زده کره او اساسي مصادر پیژندل.
  7. د څلور ګونو مذاهبو فقهو پرتلیزه څیړنه.
  8. د افغانستان او نړیوالو قوانینو په هکله محصلین پوهول.
  9. د قرانکریم او نبوي احادیثو که د احکامو اړوند نصوص په تحقیقي توګه څیړل او استنباط احکام پیژندل.

 

تحصيلي نصاب:

  1. اسلامي تعليماتو څانګې تحصيلي نصاب:

اول ټولګی،  لومړی سميسټر، (اسلامي تعليماتو څانګه)

د  کریډیټونو شمیر

دمضمون ډول

کوډ

مضمون

ګڼه

۲

تخصصي

SL.IS.0207

العقیدة ( ۲)  (النبوت)

۱

۳

تخصصي

SL. IS.0215

التفسیر ( ۱ )

۲

 

تخصصي

SL.IS.0208

الحدیث ( ۲ )   ( العبادات )

۳

۲

تخصصي

SL. IS.0209

فقه  العبادات ( ۲ )   (الزکات والحج )

۴

۲

تخصصي

SL. IS.0216

علوم القرآن

۵

۲

تخصصي

SL. IS.0211

علوم الحدیث ( ۲ )  ( القواعد والاداب) 

۶

۲

اساسي

SL. IS.0217

المنطیق القدیم

۷

۲

اساسي

SL. IS.0218

اساسي عمومي حقوق

۸

۳

اساسي

SL. IS.0214

الغة العربیة ( ۲ )  ( قواعد النحو)

۹

۲

اساسي

SL. IS.0219

اسلامي تاریخ

۱۰

۲۱

د کريډيټونو مجموعه

 

 

 

 

 

 

اول ټولګی،  دوهم سميسټر، (اسلامي تعليماتو څانګه)

شماره

مضمون

کوډ

د مضمون ډول

د کریډیټونو شمیر

۱

العقیده (۲) (النبوات)

SL.IL.0207

تخصصي

۲

۲

الحدیث (۲)

SL.IL.0208

تخصصي

۲

۳

فقه العبادات (۲) (الزکاة و الحج)

SL.IL.0209

تخصصي

۲

۴

التفسیر(۱)

SL.IL.0215

تخصصي

۳

۵

علوم الحدیث ( القواعد والادب)

SL.IL.0211

تخصصي

۲

۶

اساسي عمومي حقوق

SL.IL.0218

اساسي

۲

۷

علوم القرآن

SL.IL.0216

تخصصي

۲

۸

اللغة العربیة (۲) (قواعد النحو)

SL.IL.0214

اساسي

۳

۹

المنطق القدیم

SL.IL.0217

اساسي

۲

۱۰

اسلامي تاریخ

SL.IL.0219

اساسي

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۲

 

  1. د فقه او قانون څانګې تحصيلي نصاب:

اول ټولګی،  لومړی سميسټر، (فقه او قانون څانګه)

 

د  کریډیټونو شمیر

دمضمون کټګوري

کوډ

مضمون

ګڼه

۲

اساسي

SL.IL.0207

العقیدة ( ۲)  (النبوت)

۱

۲

اساسي

SL.IL.0208

الحدیث ( ۲ )

۲

۳

تخصصي

SL.IL.0209

فقه العبادات( ۲ )(الزکات والحج )

۳

۲

تخصصي

SL.IL.0214

فقه الاحوال الشخصیة ( ۱)

۴

۲

اساسي

SL.IL.0215

علوم الحدیث

۵

۲

اساسي

SL.IL.0216

اساسي عمومي حقوق

۶

۲

اساسي

SL.IL.0217

علوم القرآن

۷

۳

اساسي

SL.IL.0213

الغة العربیة ( ۳ ) ( قواعد النحو)

۸

۲

اساسي

SL.IL.0218

المنطق القدیم

۹

۲

اساسي

SL.IL.0219

اسلامي تاریخ

۱۰

٢١

د کريډيټونو مجموعه

 

اول ټولګی،  دوهم سميسټر، (فقه او قانون څانګه)

شماره

مضمون

کوډ

د مضمون نوعیت

د کریډیټونو شمیر

۱

العقیده (۲) (النبوات)

SL.IL.0207

اساسي

۲

۲

الحدیث (۲)

SL.IL.0208

اساسي

۲

۳

فقه العبادات (۲) (الزکاة و الحج)

SL.IL.0209

تخصصي

۳

۴

فقه الاحوال الشخصیة (۱)

SL.IL.0214

تخصصي

۲

۵

علوم الحدیث

SL.IL.0215

اساسي

۲

۶

اساسي عمومي حقوق

SL.IL.0216

اساسي

۲

۷

علوم القرآن

SL.IL.0217

اساسي

۲

۸

اللغة العربیة (۲) (قواعد النحو)

SL.IL.0213

اساسي

۲‍

۹

المنطق القدیم

SL.IL.0218

اساسي

۲

۱۰

اسلامي تاریخ

SL.IL.0219

اساسي

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۱