د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د یو تن استاد له څیړنو څخه په پنځوسو (50) نړیوالو علمي او څیړنیزو مقالو کې د مأخذونو په توګه استفاده شوې ده.
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیا آمر او د ښوونې او روزنې پوهنځی د انګلیسي ژبې او ادبیاتو د څانګې استاد نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له څیړنو څخه په پنځوسو (50) نړیوالو علمي او څیړنیزو مقالو کې د مأخذونو په توګه ګټه اخیستل شوې ده.
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د همدي لاسته راوړنې په موخه استاد نوماند پوهنیار عبدالنافع همت ته زیاته مبارکې وړاندي کوي او د ژوند په ټولو چارو کې ورته د لا زیاتو علمي لاسته راوړونو هیله لري.