td

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې دوه تنه استادان د یوه میاشتني علمي ورکشاپ کې د ګډون په موخه پاکستان ته وليږل

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۸:۱۹
td

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د محصلینو، اداري کارمندانو او د استادانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه اداره ده؛ دا په داسي حال کې ده چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د منظم پلان او پروګرام له مخې تل په دي هڅه کې وي چې په ټولو برخو کې لا غوره مسلکي او لوړ رتبه استادان ولري تر څو د دوی په وسیله علمي څيړنې ترسره او د ټولنې ستونزې پرې حل کړي/شي.

د همدي لويي موخې د لاسته راوړلو لپاره د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نيټي د یادي مؤسسې له لوري دوه تنه استادان د پاکستان پېښور ښار د مدیریتي علومو انسټیټوټ/ Institute of Management sciences

لپاره په یوه علمي ورکشاپ کې د ګډون لپاره وليږل شول.

همدارنګه یاده مؤسسه د هيواد په داخل کې هم په ورځنیو او میاشتنيو پروګرامونو کې د استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره کار کوي.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه یو ځل بیا ژمنه کوي، چې د خپل ستراتيژیک پلان او لیدلوري له مخې به ټول هغه امکانات په کار اچوي، چې هيواد او جامعې ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په مرسته ځانګړی باور ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۴۶
Background image

د رهبري شورا غونډه ترسره شوه.

یکشنبه د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو په مؤسسه کښې د مؤسسې د رهبري شورا غونډه په داسی حال کي وشوه، چې پر مهال ئی د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زدکړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۴:۳۲
Background image

د محصلینو له لوري د سوی (Rabbit) څخه د اسکلیټ را ایستلو عملیه په بریالیتوب سره ترسره شوه.

 د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی د بیولوژي څانګې د دریم ټولګیو محصلینو د فقاریه زولوژي په مضمون کښې د سوی (Rabbit) څخه د اسکلیټ را ایستلو عملیه په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۳۶
Background image

د ۱۴۰۲هـ.ش کال د خزاني سمسټر د نهایي ازموینو له جریان څخه لیدنه وشوه

د شنبې په ورځ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کښې د ۱۴۰۲ هــ.ش کال د خزاني سمسټر د نهایي آزموینو د صحنو څخه د څارنې او ارزونې په موخه دیادې مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال،. . .

BACK TO NEWS