td

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې دوه تنه استادان د یوه میاشتني علمي ورکشاپ کې د ګډون په موخه پاکستان ته وليږل

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۸:۱۹
td

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د محصلینو، اداري کارمندانو او د استادانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه اداره ده؛ دا په داسي حال کې ده چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د منظم پلان او پروګرام له مخې تل په دي هڅه کې وي چې په ټولو برخو کې لا غوره مسلکي او لوړ رتبه استادان ولري تر څو د دوی په وسیله علمي څيړنې ترسره او د ټولنې ستونزې پرې حل کړي/شي.

د همدي لويي موخې د لاسته راوړلو لپاره د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نيټي د یادي مؤسسې له لوري دوه تنه استادان د پاکستان پېښور ښار د مدیریتي علومو انسټیټوټ/ Institute of Management sciences

لپاره په یوه علمي ورکشاپ کې د ګډون لپاره وليږل شول.

همدارنګه یاده مؤسسه د هيواد په داخل کې هم په ورځنیو او میاشتنيو پروګرامونو کې د استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره کار کوي.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه یو ځل بیا ژمنه کوي، چې د خپل ستراتيژیک پلان او لیدلوري له مخې به ټول هغه امکانات په کار اچوي، چې هيواد او جامعې ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په مرسته ځانګړی باور ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۲۰:۳۲
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا شپږمه(۶) ګڼه غونډه تر سره شوه

 

نن پنجشنبه ۱۴۴۵/۶/۲۹ هـ ق کال چې د ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ نیټې سره سمون لري د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا غونډه د مؤسسې د رئیس تر رهبري لاندې دائره شوه.

مجلس په داسي حال. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۲۰:۲۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د دريمي دورې محصلينو د مونوګرافونو څخه د دفاع کول بهير پيل شو.

د ښوونې او روزنې پوهنځي د دريمي دورې محصلينو د مونوګرافونو څخه د دفاع کول بهير پيل شو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ښوونې او روزنې پوهنځي د دريمي دورې د څلورګونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۹:۱۲
Background image

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د یو تن استاد له څیړنو څخه په پنځوسو (50) نړیوالو علمي او څیړنیزو مقالو کې د مأخذونو په توګه استفاده شوې ده.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیا آمر او د ښوونې او روزنې پوهنځی د انګلیسي ژبې او ادبیاتو د څانګې استاد نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له څیړنو څخه په پنځوسو (50. . .

BACK TO NEWS