د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول  او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۳۹

د پوهنتون د اداري چارو د لا ښه تنظیم او د کاري پلانونو د معیاري کولو په موخه ټولو اداري کارکوونکو ته د مسلکي پرمختیایې مرکز او کیفیت لوړاوي آمریت له لوري یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د مسلکي پرمختیایې مرکز د غونډو په تالا کې وړاندې سو.

یاد ورکشاپ چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل سو، د کیفیت لوړاوي آمر نوماند پوهنیار روزي محمد (اکبري) وړاندې کړ، چې د ورکشاپ د وړاندې کولو پرمهال یې د کارکوونکو د دندو د لایحو پر بنسټ د کاري پلان جوړونې، د کاري فعالیتونو د تنظیم، د پلان د تطبیق د څرنګوالي، د لاسته راوړنو د ثبت او د فعالیتونو د راپور ورکولو اړوند مهم موضوعات تشریح او عملي بحث پرې وکړ.

د ورکشاپ د وړاندې کولو په ترڅ کې د اداري کارکوونکو پوښتنو ته مناسب او قناعت کوونکي ځوابونه ورکړل سول.

د یادوني وړ ده چې د یاد ورکشاپ موخه د کارکوونکو د دندو او مسؤلیتونو پر بنسټ د کاري پلان جوړونې په اړه د ګډونوالو پوهه لوړول،د کاري پلان د اساسي برخو، موخو، فعالیتونو، شاخصونو او وخت‌بندي په اړه معلومات ورکول او د معیاري او  واضح راپور جوړولو مهارت پیاوړی کول وو.

نېټه: سه شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸

د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول  او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول  او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

د پوهنتون د اداري چارو د لا ښه تنظیم او د کاري پلانونو د معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۴۱
Background image

د هلمند پوهنتون پلاوي د میرویس خان نیکه پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د هلمند پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو د اداري تجربو د شریکولو او د پوهنتونونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه له. . .

BACK TO NEWS