د پوهنتون ریاست
د پوهنتون رياست:
د پو هنتون د رئیس د ۱۴۰۲ کال کاري پلان
د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل رئیس او مرستیالان
- د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل په رأس کې رئـیس قرار لري، رئـیس د تحصـیلي بنسټ د علمـي، اداري او مالي چـارو پرمخ وړلو مسئوول دی او له خپلو اجراءتو څخه د تحصیلي بنسټ علمي شورا او لوړو زده کړو وزارت محترم مقام ته راپور ورکوي.
- د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل رئیس د استادانو یا مرستيال استادانو له منځه چې کاري تجربه او نیک شهرت لرونکی وي؛ د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د وزیر په وړاندیز او د رئیس الوزرا په منظورۍ ټاکل کيږي.
- د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل علمي مرستيال او د محصلانو چارو مرستيال د علمي کادر د غړو له منځه چې کاري تجربه او نیک شهرت لرونکی وي؛ د لوړوزده کړو وزارت محترم مقام د وزیر په وړاندیز او د رئیس الوزرا په منظورۍ ټاکل کيږي.
د پوهنتون د رياست (تشکيل)
ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل شوراګانې
په ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل کې د هیواد د یوه علمي او ملي بنسټ په توګه زیاتره پریکړي او تصمیمونه د شوراګانو د لاري ترسره او اړونده مرجع ته ليږل کیږي، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې مسؤولیتونه او صلاحیتونه په لاندي ډول واضح کیږی:
علمي شورا
علمي شور د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل تر ټولو لوړه اکاډمیکه مرجع ده چې د څانګو او پوهنځیو د شوراګانو ،کمیټو د پریکړو، د طرزالعملونو جوړول، د څیړنیز لارښودونو او نورو ټولو علمي چارو په اړه د بحث او تصمیم نیونې صلاحیت لري.
د علمي شورا جلسه د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د رئیس په مشري جوړیږي؛ چې علمي مرستیال په کې د شورا د مرستیال، د استادانو آمر پکښي د منشي، مالي او اداري چارو مرستيال، د پوهنځیو رئیسان او د هري پوهنځي د څانګو آمرین پکښي د غړو په حیث ګډون کوي.
علمي شورا ترکیب
د تدریسي، څيړنیزو، اکاډمیکو چارو او خدماتو د ښه سمون په موخه، د لوړو زده کړو په هر بنسټ کـې، علمـي شـوری جوړیږي.
د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي شورا ترکیب:
د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل علمـي شورا له لاندي غړو څخه جوړه شوي ده:
- د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل رئیس، د رئیس په توګه وي.
- د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل مرسـتیال یـا مرستیالان، د غړو په توګه وي.
- د اړوندو پوهنځیو رئیسان، د غړو په توګه وي.
- له هري پوهنځي څخه دوه تنه استادان د پوهنځي د علمي شورا په غوراوي سره پـه هغه صورت کې چې په تحصیلي بنسټ کې د پوهنځیو شمير لس او یا له هغو څخه زيات وي. پرته له دي له هري پوهنځي څخه یو تن د غړي په توګه وي.
- د استادانو د چارو د سمون مسؤول، د غړي او منشي په توګه په هغه صورت کې چې د علمي کادر غړی وي.
د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي شورا دندي او واکونه:
د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د تصمیم نیـوني لوړه مرجـع ده، چې د لانــدي دنــدو او واکونو لرونکي ده:
- د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د پاليسۍ او پراختیايي پلانونو چمتوالی او واکمنو مرجعو ته د هغې وړاندیز.
- د درسي پلانونو او علميـ څيړنيزو برنامو ارزونه.
- د زده کړه ییزو پلانونو او برنامو له تطبیق څخه څارنه.
- د پوهنځیو او څانګو د تأسیس، پراختیا، تجزیې، الحاق، ادغام او یا لغوه کولو په هکله کتنه او وړاندیز.
- د لیسانس او له لیسانس څخه د لوړو علمي برنامو د دایرولو کتنه او وړاندیز.
- د تفاهم لیکونـو او د توأمیـت د قراردادونو د عقد، تعدیل، تمدید یا فسخي وړاندیز.
- د اړوندو پوهنځیو د اکاډمیکو فعالیتونو ارزونه او لوړو زده کړو وزارت ته يې د راپور وړاندي کول.
- د مرستیالیو، د خپرونو د آمريتونو، مرکزي کتابتون، د معلوماتي تکنالوژۍ د مرکز، د علمي څيړنو د چارو د سمون د مرکز د ښه والي د لارو چارو د لټولو د فعالیتونو ارزونه.
- د اختصاصي کميټو جوړول او هغو ته د ځینو واکونو سپارل.
- د لایحو د طرحي او تعدیل وړاندیز او د اړوند طرزالعملونو تصویبول.
- د نصاب د پراختیا، تعدیل او سمون په اړه تصمیم نیول، چې د ټول نصاب له ۱۵٪ څخه زیات نه وي.
د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي شورا غونډي:
- د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي شورا عادي غونډي، هره میاشت یوځل دایریږي او فوق العاده غونډي د اړتیا په صورت کې د رئیس په تصمیم یا د علمي شورا د غړو د ثلث په وړاندیز دایريږي.
- د تحصیلي بنسټ د علمي شورا غونډي، د غړو د دوو ثلثو په حضور سره جوړیږي.
- د تحصیلي بنسټ د علمي شورا د مصوبي دوهم ځلي طرح، د هغې د وروسـتیو پړاوونو له تيرولو د مخه، د مؤجه دلایلو د موجودیت پر بناء د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د رئیس یا د علمـي شورا د غړو د یو ثلث په وړاندیز صورت موندلای شي.
رهبري شورا
د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل رهبري شورا په ( ۱۳۹۶ ) کال کې تاسیس شوه.
د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د رهبري شورا غړي:
- د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل رئیس، د شورا د رئیس په توګه
- علمي او محصلانو چارو مرستيال د شورا د مرستیال په توګه
- د استادانو چارو آمر د منشي په توګه
- مالي او اداري چارو مرستیال د غړی په توګه
- د پوهنځیو رئیسان د غړیو په توګه
- د مؤسسې عمومي آمرين د غړیو په توګه
د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د رهبري شورا مسؤولیتونه:
د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل اړوندو کمیټو غور او پر چارو یې څار، د ميرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل تړونونو د موادو برابرونه او په پلي کیدو کې یې آسانتیاوي، په سمستر واره بڼه د پوهنځیو د رئیسانو د راپورونو اوریدنه ( د پوهنتون د مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسان مکلف دي چې خپل راپورونه په لیکلي بڼه ترتیب او شورا ته یې وړاندې کړی). د پوهنتون د اداري او حمایتي چارو د لاښه والي په موخه اداري تصمیم نیونه او له اکاډمیکي ساحي ور ها خوا د ځینو مسایلو په اړه پریکړه کول. د بیلګي په ډول د استادانو او کارکوونکو د شکایتونو اوریدنه او پر دي سربیره نور هغه مسایل چې د وخت او ځاي غوښتنو له مخې لارښود شورا ته وړاندي کیږي.