Social media count
This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.کرهڼه پوهنځی
د کرهڼې پوهنځی د رئیس پیژندنه
شخصي معلومات
- نوم: بشیراحمد
- تخلص: خیرخواه
- د پلار نوم: عبدالرحمن
- علمي رتبه: ن پوهنیار
- دنده: پوهنځۍ رئیس
- څانګه: هارتیکلچر
- برېښنالیک: bashirahmadkhairkhwah12@gmail.com
- د اړیکې شمېره: 0700404525
لنډه پېژندنه
ن پوهنیار بشیراحمد خیرخواه د عبدالرحمن زوی او د زابل ولایت اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۷۱ هـ ش کال کې په زابل ولایت کې زیږیدلی دی.
زده کړې
- لومړنۍ زده کړې یې په زابل ولایت کې ترسره کړې دي.
- په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د بابا ګک سورغر عالي لیسې څخه فارغ شوی دی.
- په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې د زابل ولایت د زراعت انستیتوت ته شامل شوی او په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې ترې فارغ شوی دی.
- په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون – زابل د کرنې پوهنځۍ هارتیکلچر څانګې ته بریالی شوی او په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې ترې فارغ شوی دی.
کاري تجربه
- په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون – زابل د کرنې پوهنځۍ هارتیکلچر څانګې کې د کادري غړي په توګه شامل شوی.
- اوس مهال (۱۴۰۵ هـ ش) د همدې پوهنځۍ د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
د کرهڼې پوهنځي د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون لخوا د ځانګړي اداري چوکاټ له لوري اداره کيږي، چې د يو عمومي مسؤول تر نظارت لاندي او هره برخه يې ځانته ځانګړی تشکيل او کاري بشري ځواک لري. د کرهڼې پوهنځي په زابل ولایت کې په ۱۳۹۸ هـ ش کال د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د هيواد د مخکني جمهور ریس او د لوړو زده کړو مخکني سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي لخوا په رسمي توګه د زابل ولایت اړتيا ته په کتو سره د ميرويس خان نيکه زابل پوهنتون په تشکيل کې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د (۱۰۶۵) ګڼه حکم په اساس سره ايجاد کړل شوه.
نوموړي پوهنځي د افغانستان د ملي پراختیایي ستراتیژي پر اساس د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندي جوړ شوي ده، چې د اوسني رئیس پوهنیار حاجي ګل همت تر مشرۍ لاندي فعالیت کوي. دغه پوهنځي په خپل اوسني ماموریت کې دنده لري ترڅو د باغداري او مالداري په مختلفو برخو کې محصلینو ته د لیسانس تر کچې پوري د زده کړو زمینه برابره کړي. دا چې پوهنځي نوي ده او تر اوسه پورې ټولني ته مسلکي او په کار پوه اشخاص وړاندي شوي نه دي. نو په همدي اساس سره تمه ده چې لومړی دوره به يې په نژدې راتلونکې کې فارغ شي. ياده پوهنځي اوس مهال د مالداري او باغداري څانګو کې بر حاله (۹۴) تنه محصلین په زده کړو بوخت دي چې د همدي جملې څخه (۲) تنه ښځینه محصلیني دي.
د کرهڼې پوهنځي په پلان کې لري چې په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د نبات ژغورني، اګري بیزنیس او اګرانومي څانګو کې محصلین هم جذب کړي. پر دي سربيره د پوهنځي په کچه په (۵) مختليفو څانګو کې د محصلینو د جذب لپاره چمتووالي لري. ددي ترڅنګ نوموړي پوهنځي په پلان کې لري چې په ۱۰ جریبه ساحه کې نباتي باغ تاسیس کړي ترڅو وکولاي شي چې د ټول هیواد څخه د نباتاتو مختلف اقسام راټول او له منځه تللو څخه يې وژغوري. همدارنګه دحیواناتو لپاره یو صحي کلینیک ترڅو د حیواناتو د مختلفو امراضو تشخیص پکښي شوي وي او له بلي خوا د تحقیق لپاره به یو مناسب محیط برابر کړي وي.
دغه پوهنځي د علمي، اداري او تربیتي تشکيلاتو درلودونکي ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو په رڼا کې د پوهنځي د رئیس له خوا اداره کيږي، چې تر لاس لاندي يې د بیلابیلو څانګو آمرین او با تجربه مسؤولین لري، او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو پر بنیاد په ذکر شويو بستونو کې یوازي کادري پرسونل د استخدام مستحق بلل کيږي.
جدول(۱): د پوهنځي د کلیدي پرسونل جدول په لاندي ډول دي.
|
ګڼه |
د بست عنوان |
بست تعداد |
برحال |
قابل اعلان |
ملاحظات |
|
۱ |
د پوهنځي رئیس |
1 |
1 |
0 |
|
|
۲ |
د باغداري څانګې آمر |
1 |
1 |
0 |
|
|
۳ |
دمالداري څانګې آمر |
1 |
1 |
0 |
|
|
مجموعه |
3 |
3 |
0 |
|
|
د کرهڼې پوهنځي په مجموع کې ټول ( ۶ ) تنه کادري استادان لري، چې له دې جملې څخه ئې ( ۳ ) اداري کار کوونکي دي چې په اداري برخو کې دنده پر مخ وړي بناءً ددي پوهنځي اوسنی ټول کادري او اداري تشکيل(۹ ) تنه دی؛ چې په بیلابیلو برخو کې په دندو بوخت دي .
د ادارې اساسنامه:
د کرهڼې پوهنځي لرلید او رسالت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ليرليد او رسالت ته په کتو او د لوړو زده کړو وزارت د لارښود مطابق ترتیب او د مؤسسې د رهبري شورا ته وړاندي شو؛ چې په ۱۵ / ۳ / ۱۴۴۴ هـ ش نيټه او ( ۱۲ ) ګڼه پروتوکول د علمي شورا په غونډه کې تائید شوي دی. لکه څرنګه چې دا څرګنده ده چې با کيفیته زده کړي د وړ بشري ځواک په وړاندي کولو کې رغنده ونډه لري ځکه نو یا ده پوهنځي یو روښانه رسالت او لرلید لري، چې هغو ته په کتو هڅه کوي، څو د هیواد په کچه د لیسانس، داسي کادرونه ټولنې ته وړاندي کړي چې د ټولنې د پرمختګ، ښیرازۍ او سوکالۍ مصدر وګرځي.
لیرليد (Vision):
د زراعت پوهنځي به د یو منظم ستراتیژیک پلان لمخي د هیواد په سطحه د حیواناتو او نباتاتو د نسل اصلاح، صحتمندي او په لوړه کچه تولیدات او مدیریت تامین شي او کرهڼیزي ټولنې ته په وده او پرمختګ سره د هیواد په سطحه د بې کارۍ کچه ټیټ او د هیواد ملي اقتصاد پیاوړي کول ترڅو د ټولو ننګونو سره د مقابلي ځواک رامنځته شي.
رسالت (Mission):
د کرهڼې پوهنځي د ځان رسالت ګڼي چې د حیواناتو صحت، تغذیه، د حیواناتو او نباتاتو د تولیداتو مدیریت ته د لوړو زدکړو د تحقیق، ترویج او یو منظم ستراتیژیک پلان لمخي د هیواد په کچه پرمختګ ورکړي.
اهداف (Goals):
- د معیاري علمي بهیر په رامنځته کولو سره ټولنې ته په وړتیا سمبال کادرونه وړاندي کول.
- د حیواناتو او نباتاتو د نسل د اصلاح لپاره د اوږد مهاله او لنډ مهاله ستراتیژیک پلان تطبیق کول.
- د انساني صحت د تامین لپاره یو جامع ستراتیژیک پلان جوړول او تطبیق کول.
- علمي تحقیقات د یو منظم ستراتیژیک پلان لمخي ترویج کول.
- د نړیوالو ستراتیژیو مطابق د حیواناتو او نباتاتو مدیریت ترسره کول.
- د علمي کادرونو پر مټ د کرونده ګرو په اقتصادي وضیعت کې غوره والی راوستل تر څو د هیواد د کرهڼیزي ټولني د ودي او پرمختګ سبب وګرځي.
ارزښتونه (Values):
- د اسلامي اخلاقو او وطنپالني روحیه.
- په کړنو کې شفافیت.
- اداري ته وفاداري او صداقت.
- د نباتي او حیواني محصولاتو د کیفیت او کمیت پیاوړتیا.
- د نباتي او حیواني علومو په برخه کې معیاري څیړني.
- د حیواني محصولاتو د زیاتوالي په موخه د محلي نسلونو اصلاح.
- د نباتي محصولاتو د زیاتوالي په موخه د محلي ورایټي ګانو اصلاح.
خدمات:
د کرهڼې پوهنځي د خپلو کارکوونکو لپاره منظم انټرنيټ او منظم سولري برښنا سیسټم لري. پوهنځي ټولنې ته د مسلکي او وړ اشخاصو د وړاندي کولو په برخه کې رغنده ونډه لري. د شفافیت او برښنایي حکومتولۍ د ترويج په موخه د محصلانو اړوند ټوله اسناد مو په منظم ابتدایي ډیتابیس کې ځاي پرځاي شوي دي. د ۱۴۰۱ هـ ش کال د شروع څخه د کيفیت د لوړاوي پروسه مو د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې پیل کړي ده. ددي لپاره چې محصلين د بازار د غوښتني سره سم وروزل شي، د نوي تائید شوي تحصيلي نصاب څخه استفاده کیږي. د کيفیت او کمیت د لوړاوي په موخه د پوهنځي رهبري په ډیر کم وخت کې نه ستړي کيدونکي کوښښونه کړي دي؛ ترڅو د محصلينو لپاره ښه تدریسي چاپیریال، معیاري ودانۍ، لابراتوارونه او نوري اړیني آسانتیاوي برابري کړي او دا هڅي ادامه لري.
د کرهڼې پوهنځي د پوهنتون په داخل کې د نورو پوهنځیو په نسبت یوه ځوانه اداره ده، چې کارمندان يې د ظرفیت لوړوني په برخه کې بيلابيل لنډ مهاله او اوږد مهاله روزنيزو پروګرامونو او همدانګه لوړو زده کړو ته اړتیا لري. دي اړتیا ته په کتو یاده اداره پر منظم پلان کار کوي؛ چې پلان ته په کتو خپل علمي کادرونه وخت پر وخت مختلفو هیوادونو ته د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه ولیږي.
توامیتونه یا هوکړه لیکونه:
میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼې پوهنځي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون سره د دوه اړخیزو همکاریو تفاهم لري.
څانګې:
- مالداري څانګه
- باغداري څانګه
د مالداري څانګې د استادانو پیژندنه
پوهنیار حيات الله تکل
نوم : حيات الله تکل
د پلار نوم : زرخان
علمي رتبه: پوهنیار
دنده : د حیواني علومو څانګې آمر او استاد
څانګه : حیواني علوم
برېښناليک: hayatullahtakal39@gmail.com
د اړيکي شمېره: 0772770132
محترم پوهنیار حیات الله تکل د زرخان زوی د وردګو ولایت اوسیدونکی؛ په ۱۳۷۹ هـ . ش کال د پاکستان هیواد په کویټه ښار کې د مهاجرت په دوران کې زیږیدلی دی.
- لومړنې زده کړې یې د پاکستان هیواد د مهاجرینو په یوه لیسه (هجرت عالی لیسه) کې ترسره کړې.
- په ۱۳۹۲ کال خپل ګران هیواد افغانستان ته راغلې او د زابل ولایت په مرکز قلات کې میشت شوې چې د چوڼې نامې عالې لیسې څخه په ۱۳۹۶ کال کې په عالی درجه فارغ شوی دی.
- په ۱۳۹۷ کال کې د کانکور د ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون وترنری علومو پوهنځې ته بریالی او په ۱۴۰۲ کال کې له همدغه پوهنځې څخه په کادر کې فارغ شوی دی.
- د فراغت څخه وروسته یې د یو کال لپاره د یوې نړیوالې موسسې سره دمدیر په حیث کار کړي.
- په ۱۴۰۳ کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل د کرهڼې پوهنځې حیوانې علومو څانګې کادرې بست ته بریالی شوی. اوس مهال د حیوانی علومو څانګې د آمر او استاد په حیث دنده پرمخ وړي.
پوهنمل حاجي ګل همت
نوم : حاجي ګل همت
د پلار نوم : غلام حضرت
علمي رتبه: پوهنمل
دنده : استاد
څانګه : حیواني علوم
برېښناليک: hajigullhamat123@gmail.com
د اړيکي شمېره: 0783580857
محترم پوهنمل حاجی ګل همت د د غلام حضرت زوی د وردګو ولایت اوسیدونکی؛ په ۱۳۷۳ کال په وردګو ولایت کې زیږیدلی دی.
- لومړنې زده کړې یې په وردګو ولایت کې ترسره کړې دې، چې په ۱۳۹۲ کال کې د لیسې څخه فارغ شوی دی.
- په ۱۳۹۳ کال کې د ننګرهار پوهنتون وترنری علومو پوهنځې ته بریالی او په ۱۳۹۸ کال کې د نوموړې پوهنځې څخه فارغ التحصیل شوي دی.
- د ۱۳۹۹ کال په لومړیو کې د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالې کې د کثیر الرشتوي انستیتوت سره د استاد په حیث دنده اجرا کړې.
- د ۱۳۹۹ کال په اخیرو کې د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل د کرهڼې پوهنځې حیواني علومو څانګه کې د کادر په حیث شامل شوي او په همدغه پوهنځې کې یې د رئیس په حیث تر ۱۴۰۴ کال پورې دنده پرمخ وړي ده.
- نوموړي استاد اوس مهال د هیواد په داخل (کابل پوهنتون) کې د ماسټرې زده کړې ترسره کوي.
څېړنیز کارونه:
- Pregnancy Diagnosis Bio-assay Methods in Cows. (Helmand Academic and Research Journal)
- Studying on Incidence of Cryptosporidium in Sheep and Goats. (Helmand Academic and Research Journal)
- د غوښینو چرګوړو پر وده باندی د Vitamin E او Selenium د اغیزو مطالعه(Helmand Academic and Research National Journal Volume,3
پوهنیار ګل نبي نوري
نوم : ګل نبي نوري
د پلار نوم : نور علي
علمي رتبه: پوهنیار
دنده : استاد
څانګه : حیواني علوم
برېښناليک: gulnabinoori66@gmail.com
د اړيکي شمېره: 0764531324
محترم پوهنیار ګل نبی نوري د نور علی زوی په ۱۳۷۲ کال کې په کندز کې زیږیدلی دی.
- نوموړي استاد خپلې لومړنې زده کړې په کابل ولایت کې ترسره کړې.
- په ۱۳۹۲ کال کې د کابل ولایت خوشحال خان عالي لیسې څخه فارغ شوې، او په ۱۳۹۳ کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړې دی.
- په ۱۳۹۳ کال کې د کانکور ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون وترنری علومو پوهنځې ته بریالی شوی چې په لوړو نمرو په ۱۳۹۸ کال کې د همدغه پوهنځې څخه فارغ شوی دی.
- د فراغت سره سم یې په کابل ولایت کې په وزارت زراعت کې د مامور په حیث دنده اجرا کړې.
- په ۱۴۰۲ کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل د کرهڼې پوهنځې حیواني علومو څانګه کې د کادر په حیث شامل شوي.
- نوموړي استاد اوس مهال د هیواد په داخل (کابل پوهنتون) کې د ماسټرې زده کړې ترسره کوي.
څېړنیز کارونه:
- Prevalence of Heamonchosis in Slaughtered Sheep in Daronta, Nangarhar, Nangahar University International Journal of Biosciences, Volume:2 Issue 3(2023) Page [128-134]. (https://nuijb.nu.edu.af/index.php/nuijb/article/view/79)
- Effects of vitamin E & selenium on broiler chicken of growth performance, Helmand Academic and Research National Journal, Volume:3 Issue:2,2024 Page [42-56].
- Effects of intermittent feeding on growth performance of broiler chickens, Academic and scientific of The Afghanistan National Agriculture sciences and Technology University (2023), Volume 1, Issue (4) Page [58-67].
نوماند پوهنیار محمد ایوب هبت
نوم : محمد ایوب هبت
د پلار نوم : سردارخان
علمي رتبه: نوماند پوهنیار
دنده : استاد
څانګه : حیواني علوم
برېښناليک: ayubhebat1152@gmail.com
د اړيکي شمېره: 0767921152
محترم نوماند پوهنیار محمد ایوب هبت د سردار خان زوی په ۱۳۷۶ کال کې په غزنی ولایت کې زیږیدلی دی.
- نوموړي استاد خپلې لومړنې زده کړې په غزنی ولایت کې ترسره کړې.
- په ۱۳۹۳ کال کې په غزني ولایت کې د لیسې څخه فارغ شوې، او په ۱۳۹۴ کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړې دی.
- په ۱۳۹۴ کال کې د کانکور ازموینې له لارې د پکتیکا پوهنتون، زراعت پوهنځې، حیواني علومو څانګې ته بریالی شوی چې په لوړو نمرو په ۱۳۹۷ کال کې د همدغه پوهنځې څخه فارغ شوی دی.
- د ۱۳۹۹ کال په اخیرو کې د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل د کرهڼې پوهنځې حیواني علومو څانګه کې د کادر په حیث شامل شوي.
- نوموړي استاد اوس مهال د هیواد په داخل (کابل پوهنتون) کې د ماسټرې زده کړې ترسره کوي.
پوهنیار ضیاءالاسلام نوبهار
نوم : ضیاءالسلام نوبهار
د پلار نوم : سیف الرحمن
علمي رتبه: پوهنیار
دنده : استاد
څانګه : حیواني علوم
برېښناليک: drnowbahar21@gmail.com
د اړيکي شمېره: 0704137185
پوهنیار ضیاءالاسلام نوبهار د سیف الرحمن زوی د لغمان ولایت ، علینګار ولسوالی د خواجه خیلو سفلی اوسیدونکي چې په ۱۳۷۲ هــ ش کال کې په یو دینداره او اسلام پروره کورنۍ کې سترګۍ وغوړولې چې خپلې لومړنې زده کړې د مهاجرت په دیار کې په پاکستان حضرت قیس بن سعد ترسره کړي دي وروسته په کال ۱۳۹۲ هـ ش کال کانکور عمومي ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی ته په لوړو نمرو بریالی او په کال ۱۳۹۷ هـ ش کال د اعلی درجه همدې پوهنځی څخه فارغ شوی دی او ترڅنګ د پوهنځی فعاله محصل په توګه هم پاتې شو و همدرانګه ښاغلې نوبهار په کال ۱۳۹۸ هـ ش د شیخ زید پوهنتون د وترنری پوهنځی کې د قراردادي استاد په توګه دنده ترسره کړی چې وروسته بیا په کال ۱۳۹۹ د ازاد رقابت له لارې د ننګرهار کرنې او وترنري ډیپارتمنت بریالی او استاد او د څانګې امریت دنده پر مخ وړه بیا د ۱۴۰۲ کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون – زابل د کرنې پوهنځی د حیواني علومو څانګې کادري بست د ازاد رقابت لارې بریالی شو او استاد ترڅنګ د څانګې امریت دنده پرمخ وړله چې ښاغلی نوبهار تر دې دمه دوه نړیوالې او درې داخلي مقالې نشر شوي او دوه داخلي مقالې مختلفو ژورنالونو ته لیږل شوي او لنډ وخت کې به نشر شي.
څيړنیزې نشر شوي مقالې:
- Isolation of salmonella from Raw milk and Cheese
- Age-Related Incidence of Aspergillosis in Broiler Chickens in Qalat, Zabul
- Effects of Light Intensity, Photoperiod, and Light Color on Milk Yield and Composition in Lactating Dairy Cows
- Surf field Mastitis test in dairy cattle.
- A Study on the Status of Broiler Chicken Farms in Qalat City
نوماند پوهنیار روح الله رحماني
نوم : روح الله رحماني
د پلار نوم : ګلان
علمي رتبه: نوماند پوهنیار
دنده : استاد
څانګه : حیواني علوم
برېښناليک: rahmanirohullah851@gmail.com
د اړيکي شمېره: 0771623350
محترم نوماند پوهنیار روح الله رحماني د ګلان زوی په ۱۳۷۲ کال کې په وردګو ولایت کې زیږیدلی دی.
- نوموړي استاد خپلې لومړنې زده کړې په وردګو ولایت کې ترسره کړې.
- په ۱۳۹۰ کال کې په وردګو ولایت کې د لیسې څخه فارغ شوې، او په ۱۳۹۱ کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړې دی.
- په ۱۳۹۱ کال کې د کانکور ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون، زراعت پوهنځې، حیواني علومو څانګې ته بریالی شوی چې په لوړو نمرو په ۱۳۹۵ کال کې د همدغه پوهنځې څخه فارغ شوی دی.
- په ۱۴۰۲ کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل د کرهڼې پوهنځې حیواني علومو څانګه کې د کادر په حیث شامل شوي.
- نوموړي استاد اوس مهال د هیواد په داخل (کابل پوهنتون) کې د ماسټرې زده کړې ترسره کوي.
د باغداري څانګې د استادانو پیژندنه
نوماند پوهنیار محمد نادر شیرزاد
نوم : محمد نادر شیرزاد
د پلار نوم : حاجي خان محمد
علمي رتبه: نوماند پوهنیار
دنده : استاد/آمر
څانګه : باغداري
برېښناليک: sherzadzbl@gmail.com
د اړيکي شمېره: 075502251
پوهنیار ذبیح الله فیضي – علمي پېژندنه
شخصي معلومات
- نوم: ذبیح الله فیضي
- د پلار نوم: نواب
- علمي رتبه: پوهنیار
- دنده: د هارتیکلچر څانګې آمر
- څانګه: هارتیکلچر
- برېښنالیک: zabihullahfaizi078@gmail.com
- د اړیکې شمېره: 078908359
لنډه پېژندنه
محترم پوهنیار ذبیح الله فیضي د نواب زوی، د وردګو ولایت اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۷۱ هجري لمریز کال کې په همدې ولایت کې زیږیدلی دی.
زده کړې
- خپلې لومړنۍ زده کړې یې په وردګو ولایت کې ترسره کړې دي.
- په ۱۳۹۱ کال کې د لیسې څخه فارغ شوی دی.
- په ۱۳۹۲ کال کې د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځی ته بریالی شوی او په ۱۳۹۶ کال کې یې د هارتیکلچر څانګې څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی دی.
- په ۱۴۰۴ کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون – زابل د کرنې پوهنځۍ د هارتیکلچر څانګې کې د کادر غړی په توګه شامل شوی دی.
- نوموړي استاد د هیواد په داخل کې (کابل پوهنتون) کې د ماسټرۍ زده کړې بشپړې کړې دي.
څېړنیز کارونه
- Effect of Farm Yard Manure on Growth, Yield, and Quality of Tomatoes (Solanum lycopersicum)
- Parthenocarpy and Its Effect on Vegetable Fruits Quality: A Review
- Impacts of Different Mulch Type on Growth, Yield, and Quality of Tomato (Solanum lycopersicum L.): A Review
- Impact of Abscisic Acid on Horticulture Crops Senescence: A Review
پوهنیار نصیراحمد زیارمل – علمي پېژندنه
شخصي معلومات
- نوم: نصیراحمد
- د پلار نوم: ګلون
- علمي رتبه: پوهنیار
- دنده: استاد
- څانګه: هارتیکلچر
- برېښنالیک: nasirahmadziarmal61@gmail.com
- د اړیکې شمېره: 0786124065
لنډه پېژندنه
پوهنیار نصیراحمد زیارمل د ګلون زوی او د وردګو ولایت اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۷۴ کال کې زیږیدلی دی.
زده کړې
- لومړنۍ زده کړې یې په وردګو ولایت کې ترسره کړې دي.
- په ۱۳۹۲ کال کې د لیسې څخه فارغ شوی دی.
- په ۱۳۹۴ کال کې د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځۍ ته بریالی شوی او په ۱۳۹۷ کال کې ترې فارغ شوی دی.
- په ۱۴۰۲–۱۴۰۳ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځۍ هارتیکلچر څانګې د ماسټرۍ پروګرام څخه فارغ شوی دی.
کاري تجربه
- ۱۳۹۸–۱۳۹۹: د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ د بنوڅي ابتدائیه ښوونځي کې قراردادي استاد.
- ۱۳۹۹/۱۲/۲۳: د میرویس خان نیکه پوهنتون – زابل د کرنې پوهنځۍ اجرائیه مدیریت کې اداري کارمند.
- ۱۴۰۱/۰۳/۰۴: د هارتیکلچر څانګې کادري استاد.
- اوس مهال: د میرویس خان نیکه پوهنتون – زابل د کرنې پوهنځۍ هارتیکلچر څانګې کادري استاد.
نوماند پوهنیار سید حبیب سعید – علمي پېژندنه
شخصي معلومات
- نوم: سید حبیب
- د پلار نوم: اسماعیل حبیب
- علمي رتبه: نوماند پوهنیار
- دنده: استاد
- څانګه: هارتیکلچر
- برېښنالیک: sayedhabib823@gmail.com
- د اړیکې شمېره: 0703015242
لنډه پېژندنه
نوماند پوهنیار سید حبیب د اسماعیل حبیب زوی او د زابل ولایت (شاجوی ولسوالۍ) اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۷۸ کال کې زیږیدلی دی.
زده کړې
- په ۱۳۹۶ کال کې د شیخ متي بابا عالي لیسې څخه فارغ شوی دی.
- په ۱۳۹۷ کال کې د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځۍ ته بریالی شوی او په ۱۴۰۱ کال کې ترې فارغ شوی دی.
- په ۱۴۰۳–۱۴۰۴ کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د ماسټرۍ پروګرام بشپړ کړی دی.
کاري تجربه
- ۱۳۹۶: د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ د عظمت عالي لیسې قراردادي استاد.
- ۱۴۰۲: د میرویس خان نیکه پوهنتون – زابل د تدریسي مدیریت اداري کارمند.
- ۱۴۰۳: د هارتیکلچر څانګې کادري استاد.
- اوس مهال: د میرویس خان نیکه پوهنتون – زابل د کرنې پوهنځۍ هارتیکلچر څانګې استاد.
- د مالداري څانګې نصاب:
|
اول ټولګی، اول سميسټر (مالداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0101 |
پوهنتون شمول |
۳ |
|
۲ |
عمومي انګليسي |
Ag-En.01.02 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۳ |
معاصر تاريخ |
Ag-Hi.01.05 |
پوهنتون شمول |
۱ |
|
۴ |
عمومي کيميا |
Ag-Ch.01.20 |
اساسي |
۳ |
|
۵ |
عمومي نباتات |
Ag Agron 111 |
اساسي |
۳ |
|
۶ |
عمومي زولوژي |
Ag AnSc 112 |
اساسي |
۳ |
|
۷ |
عمومي رياضي |
Ag-Ma-0120 |
اساسي |
۲ |
|
۸ |
کمپيوټر |
Ag-Cs.01.03 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۱۹ |
|||
|
اول ټولګی، دوهم سميسټر (مالداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0201 |
پوهنتون شمول |
۴ |
|
۲ |
عمومي انګليسي |
Ag-En.02.02 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۳ |
فزيک |
Ag-Ph.02.20 |
اساسي |
۲ |
|
۴ |
عضوي کيميا |
Ag-Ch.0220 |
اساسي |
۳ |
|
۵ |
نباتي سيسټماټيک |
Ag Agron 213 |
اختياري |
۳ |
|
۶ |
چاپيريال ساتنه |
Ag-Es.02.04 |
پوهنتون شمول |
۱ |
|
۷ |
کمپيوټر |
Ag-Cs.02.03 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۸ |
غذايي مصؤنيت |
Ag Agron 215 |
پوهنتون شمول |
۱ |
|
۹ |
کرنيز ترويج اساسات |
Ag Ec.Ex 216 |
اساسي |
۳ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
|||
|
دوهم ټولګی، دريم سميسټر (مالداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0301 |
پوهنتون شمول |
۴ |
|
۲ |
تخصصي انګليسي |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
|
۳ |
خاوري پيژندنه |
Ag SS. 318 |
اساسي |
۳ |
|
۴ |
کرنيز ماشين آلات |
Ag Agron 0319 |
اساسي |
۳ |
|
۵ |
مايکروبيولوژي |
Ag.AnSc 0320 |
تخصصي |
۳ |
|
۶ |
مالداري اساسات |
Ag.AnSc 0330 |
تخصصي |
۳ |
|
۷ |
حياتي کيميا |
Ag. AnSc 321 |
تخصصي |
۳ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
|||
|
دوهم ټولګی، څلورم سميسټر (مالداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0401 |
پوهنتون شمول |
۳ |
|
۲ |
تخصصي انګليسي |
|
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۳ |
حشره پوهنې اساسات |
Ag PP.0 425 |
اساسي |
۳ |
|
۴ |
کرنيزو نباتاتو د توليد اساسات |
Ag Agron 0426 |
اساسي |
۳ |
|
۵ |
باغداري اساسات |
Ag Hort 0427 |
اساسي |
۳ |
|
۶ |
کرنيز اقتصاد اساسات |
Ag Ec.Ex. 0418 |
اساسي |
۲ |
|
۷ |
ځنګلونو اساسات |
AgFNR 0429 |
اساسي |
۲ |
|
۸ |
حيواني امراضو اساسات |
Ag-Pp 0430 |
اساسي |
۳ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
|||
|
دريم ټولګی، پنځم سميسټر (مالداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0501 |
پوهنتون شمول |
۴ |
|
۲ |
ايکالوژي اساسات |
Ag-FNR 0532 |
اساسي |
۲ |
|
۳ |
حيواني اناټومي |
Ag-AnSc 0541 |
تخصصي |
۲ |
|
۴ |
حيواني فزيولوژي |
Ag-AnSc 0542 |
تخصصي |
۳ |
|
۵ |
د مرغانو د روزنې اساسات |
Ag-AnSc 0543 |
تخصصي |
۳ |
|
۶ |
د غذا او تغذيي اساسات |
Ag-AnSc 0544 |
تخصصي |
۳ |
|
۷ |
کرنيزه احصائیه |
Ag.Ec.Ex 0521 |
اساسي |
۲ |
|
۸ |
کبانو روزنه |
Ag-AnSc 0545 |
تخصصي |
۲ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
|||
|
دريم ټولګی، شپږم سميسټر (مالداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0601 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۲ |
کرنيزو محصولاتو بازار موندنه |
Ag Ec.Ex 0624 |
اساسي |
۲ |
|
۳ |
د علمي تجريبو ډيزاين |
Ag-Agron 0638 |
تخصصي |
۲ |
|
۴ |
جنټيک |
Ag-AnSc 0632 |
تخصصي |
۳ |
|
۵ |
څړځاي پوهنه |
Ag. Fnr 0641 |
تخصصي |
۲ |
|
۶ |
حيواني تغذيه |
Ag-AnSc 0649 |
تخصصي |
۳ |
|
۷ |
پسونو او وزو روزنه |
Ag-AnSc 0650 |
تخصصي |
۳ |
|
۸ |
شاتو مچيو روزنه |
Ag-AnSc 651 |
تخصصي |
۳ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۰ |
|||
|
څلورم ټولګی، اووم سميسټر (مالداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0701 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۲ |
څيړنيزه پروژه |
Ag-AnSc 0752 |
اساسي |
۲ |
|
۳ |
د غوښينو او هګيو چرګانو روزنه |
Ag-AnSc 0753 |
تخصصي |
۳ |
|
۴ |
حيواني نسل ګيری |
Ag-AnSc 0754 |
تخصصي |
۳ |
|
۵ |
پرازيټولوژي |
Ag-AnSc 0755 |
تخصصي |
۲ |
|
۶ |
د غواګانو روزنه |
Ag-AnSc 0756 |
اساسي |
۳ |
|
۷ |
د لبنياتو علم |
Ag-AnSc 0757 |
تخصصي |
۳ |
|
۸ |
تغذيه |
Ag-AnSc 0758 |
تخصصي |
۲ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۰ |
|||
|
څلورم ټولګی، اتم سميسټر (مالداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0801 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۲ |
څيړنيزه پروژه |
Ag-AnSc 0860 |
تخصصي |
۲ |
|
۳ |
د وريښمو چنجيو روزنه |
Ag-AnSc 0861 |
تخصصي |
۲ |
|
۴ |
د حيواني محصولاتو پروسيس او ذخيره |
Ag-AnSc 0862 |
تخصصي |
۳ |
|
۵ |
انټرشيپ |
Ag-AnSc 0863 |
تخصصي |
۱ |
|
۶ |
وړيو او قره قل د پوست علم |
Ag-AnSc 0864 |
تخصصي |
۳ |
|
۷ |
تکثيري فزيولوژي |
Ag-AnSc 0865 |
تخصصي |
۳ |
|
۸ |
حفظ الصحه او حيواني امراض |
Ag-AnSc 0866 |
تخصصي |
۳ |
|
۹ |
د فارم ساتنه |
Ag-AnSc 0867 |
اختياري |
۲ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
|||
- د باغداري څانګې نصاب:
|
اول ټولګی، لومړی سميسټر (باغداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0101 |
پوهنتون شمول |
۳ |
|
۲ |
عمومي انګليسي |
Ag-En.01.02 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۳ |
معاصر تاريخ |
Ag-Hi.01.05 |
پوهنتون شمول |
۱ |
|
۴ |
عمومي کيميا |
Ag-Ch.01.20 |
اساسي |
۳ |
|
۵ |
عمومي نباتات |
Ag Agron 111 |
اساسي |
۳ |
|
۶ |
عمومي زولوژي |
Ag AnSc 112 |
اساسي |
۳ |
|
۷ |
عمومي رياضي |
Ag-Ma-0120 |
اساسي |
۲ |
|
۸ |
کمپيوټر |
Ag-Cs.01.03 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۱۹ |
|||
|
اول ټولګی، دوهم سميسټر (باغداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0201 |
پوهنتون شمول |
۴ |
|
۲ |
عمومي انګليسي |
Ag-En.02.02 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۳ |
فزيک |
Ag-Ph.02.20 |
اساسي |
۲ |
|
۴ |
عضوي کيميا |
Ag-Ch.0220 |
اساسي |
۳ |
|
۵ |
نباتي سيسټماټيک |
Ag-NFR0213 |
اساسي |
۳ |
|
۶ |
چاپيريال ساتنه |
Ag-Es.02.04 |
پوهنتون شمول |
۱ |
|
۷ |
کمپيوټر |
Ag-Cs.02.03 |
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۸ |
غذايي مصؤنيت |
Ag-FT0215 |
پوهنتون شمول |
۱ |
|
۹ |
کرنيز ترويج اساسات |
Ag Ec.Ex 216 |
اساسي |
۳ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
|||
|
دوهم ټولګی، دريم سميسټر (باغداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0301 |
پوهنتون شمول |
۴ |
|
۲ |
تخصصي انګليسي |
|
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۳ |
خاوري پيژندنه |
Ag SS 0318 |
اساسي |
۳ |
|
۴ |
کرنيز ماشين آلات |
Ag Agron 0319 |
اساسي |
۳ |
|
۵ |
مايکروبيولوژي |
AgAgron 0320 |
تخصصي |
۳ |
|
۶ |
مالداري مبادي |
AgAgron 0321 |
تخصصي |
۳ |
|
۷ |
حياتي کيميا |
AgAgron 0322 |
تخصصي |
۳ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
|||
|
دوهم ټولګی، څلورم سميسټر (باغداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0401 |
پوهنتون شمول |
۳ |
|
۲ |
تخصصي انګليسي |
|
پوهنتون شمول |
۲ |
|
۳ |
حشره پوهنې اساسات |
Ag-PP.0 425 |
اساسي |
۳ |
|
۴ |
کرنيزو نباتاتو د توليد اساسات |
Ag-Agron 0426 |
اساسي |
۳ |
|
۵ |
باغداري اساسات |
Ag-Hort 0427 |
اساسي |
۳ |
|
۶ |
کرنيز اقتصاد اساسات |
Ag-Ec.Ex. 0418 |
اساسي |
۲ |
|
۷ |
ځنګلونو اساسات |
AgFNR 0429 |
اساسي |
۲ |
|
۸ |
نباتي امراضو اساسات |
Ag- Pp 0430 |
اساسي |
۳ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
|||
|
دريم ټولګی، پنځم سميسټر (باغداري څانګه) |
||||
|
شميره |
مضمون |
د مضمون کوډ |
د مضمون ډول |
د کريډيټ شمير |
|
۱ |
اسلامي ثقافت |
SL-IC 0501 |
پوهنتون شمول |
۴ |
|
۲ |
ايکالوژي اساسات |
Ag.FNR.534 |
اساسي |
۲ |
|
۳ |
وچو سيمو باغداري |
Ag.Hort.531 |
تخصصي |
۲ |
|
۴ |
هرزه بوټو د کنټرول اساسات |
Ag.Agron532 |
اساسي |
۳ |
|
۵ |
سبزيجاتو د توليد اساسات |
Ag.Hort.532 |
تخصصي |
۲ |
|
۶ |
احصائيي پوهنې اساسات |
Ag-EcEx0534 |
اساسي |
۲ |
|
۷ |
ميوجاتو د توليد اساسات |
Ag-Hort.0533 |
تخصصي |
۲ |
|
۸ |
د نباتاتو تکثير |
Ag-Hort.0534 |
تخصصي |
۳ |
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۰ |
|||
|
۲ |
||||
|
د کريډيټونو مجموعه |
۲۱ |
|||