د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو
د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو
د پوهنتون د اداري چارو د لا ښه تنظیم او د کاري پلانونو د معیاري کولو په موخه ټولو اداري کارکوونکو ته د مسلکي پرمختیایې مرکز او کیفیت لوړاوي آمریت له لوري یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د مسلکي پرمختیایې مرکز د غونډو په تالا کې وړاندې سو.
یاد ورکشاپ چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل سو، د کیفیت لوړاوي آمر نوماند پوهنیار روزي محمد (اکبري) وړاندې کړ، چې د ورکشاپ د وړاندې کولو پرمهال یې د کارکوونکو د دندو د لایحو پر بنسټ د کاري پلان جوړونې، د کاري فعالیتونو د تنظیم، د پلان د تطبیق د څرنګوالي، د لاسته راوړنو د ثبت او د فعالیتونو د راپور ورکولو اړوند مهم موضوعات تشریح او عملي بحث پرې وکړ.
د ورکشاپ د وړاندې کولو په ترڅ کې د اداري کارکوونکو پوښتنو ته مناسب او قناعت کوونکي ځوابونه ورکړل سول.
د یادوني وړ ده چې د یاد ورکشاپ موخه د کارکوونکو د دندو او مسؤلیتونو پر بنسټ د کاري پلان جوړونې په اړه د ګډونوالو پوهه لوړول،د کاري پلان د اساسي برخو، موخو، فعالیتونو، شاخصونو او وختبندي په اړه معلومات ورکول او د معیاري او واضح راپور جوړولو مهارت پیاوړی کول وو.
نېټه: سه شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت