د ښوونې او روزنې پوهنځي د دريمي دورې محصلينو د مونوګرافونو څخه د دفاع کول بهير پيل شو.
د ښوونې او روزنې پوهنځي د دريمي دورې محصلينو د مونوګرافونو څخه د دفاع کول بهير پيل شو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ښوونې او روزنې پوهنځي د دريمي دورې د څلورګونو څانکو د محصلينو د مونوګرافونو څخه د دفاع کول بهير نن ورځ شنبه په ۱۴۰۲/۰۸/۲۷ هـ ش نیټې سره پيل شوي. په یاده دفاع غونډه کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او محصلانو چارو سرپرست مرستیال نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام، مالي او اداري چارو مرستیال قاري نقیب الله هجرت، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنیار طاوس خان هیوادمل، د پوهنځي آمرینو او استادانو، د اقتصاد پوهنځي رئیس، د شرعیاتو پوهنځي یو تن استاد نوماند پوهنیار ثناءالله سیرت، د مسلکي پرمختیايي مرکز، کیفیت لوړاوي، د استادانو چارو، د څیړني او علمي آمرینو، یو شمیر اداري کارمندانو او محصلینو ګډون درلود.
لومړي د مونوګرافونو دفاع غونډه د قرآن عظيم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره د بیولوژي څانګې د څلورم ټولګي د محصل له لوري پيل شوه. وروسته د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او محصلانو چارو سرپرست مرستيال نوماند پوهنيار بهاؤالحق عزام له لوري وينا وشوه؛ چې د ژوند د هدف او د ژوند د اخير منزل لپاره د آماده ګي پر نيولو، د نور علم د حاصلولو، د قرآن په رڼا کې د حالت د بدلون، قوي ارادي، اسلامي تاريخ او په ټوله کې له تاريخ څخه د ځان خبرولو په تړاو سربيره د داسي اشخاصو تقليد کول او هغوي ماډل ګرځول چې د دنيا او آخرت د کاميابي لامل ګرځي محصلينو ته په خطاب کې وينا درلوده.
ورسته د مؤسسې مالي او اداري چارو مرستيال قاري نقيب الله هجرت محصلينو ته د مبارکې ورکولو تر څنګ، ټولني ته د خدمت کولو، نني عصر کې د عصري علومو د ارزښت او د هغو د اړتيا، د څيړني، د ځینو مشهور ديني ليکوالانو د اثرونو د يادولو سره وينا وکړه.
وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنيار طاوس خان هيوادمل د څيړني پر اساساتو او کليدي برخو سره، د مونوګرافونو، مقالو او کتابونو پر محتوا او د هغوي ترمنځ د توپيرونو په تړاو وينا وکړله.
له ويناوو څخه وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي د بيولوژي، فزيک، کيميا او رياضي څانګو د محصلينو لخوا څخه په ترتيب سره خپل مونوګرافونه د ژوري هيئت په شتون کې وړاندي او په پاې کې د ژوري هيئت له لوري په مثبت ارزولو سره د مونوګرافونو دفاعوي د نن ورځي لپاره پاې وموند.
د یادوني وړ ده چې د مونوګرافونو دفاعوي به وروسته هم جریان لري.
ياده د مونوګرافونو دفاع غونډه د دعا په ويلو سره پاې ته ورسيده.