د درسونو د پیل خبرتیا!
د نېکمرغه لوی اختر رخصتی پای ته رسېدلې او راتلونکې (شنبه) چې د سرطان میاشتي له ۲ مې نېټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې درسونه پيلېږي او د پوهنتون د رهبري له خوا به یاد بهیر په جدي توګه څارل کېږي؛ نو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې خپلو درسونو ته حاضر شي، چې د نه حاضرېدو په صورت کې به د غیرحاضرۍ او محرومۍ مسؤلیت په خپله د محصل په غاړه وي.