رسنیز بلنلیک
میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسه په پام کې لري، چې د ۱۴۰۳هــ.ش کال د د دریو پوهنځیو( ښوونې او روزنې پوهنځی څلورمه دوره، اقتصاد او کرهڼې پوهنځیو لومړنۍ) تحصیلي دورې فراغت غونډه په یو لړ شانداره مراسمو سره ونمانځي؛ نو له تاسو ټولو دولتي او خصوصي رسنیو له استازو څخه په ډیر درنښت هیله کوو، چې زموږ سره د يادو مراسمو د رسنيز پوښښ په خاطر برخه واخلئ، لويه همکاري به مو وي.