په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر (Zotero) د کارونې ورکشاپ دایر شو.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۴۲
as

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد او نورو پوهنځيو استادانو او د څلورم ټولګیو محصلینو ته د نوماند پوهنیار احسان الله سعد له لوري په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر(Zotero) د کارونې په هکله یو ورځنی ورکشاپ د معلوماتي ټیکنالوژي عمومي مدیریت په کمپیوټر لیب کې دایر شو.

دا برنامه، چې د محصلینو ترڅنګ استادانو هم په کې برخه لرله، د قران عظیم الشان په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه، ورپسې استاد نوماند پوهنیار احسان الله سعد د ماخذ لیکنې سافټویر (Zotero) پېژندنه، په دې سافټویر کې پروفایل، لیبرري جوړول، لیکلي اسنادونه او ماخذونه ترتیبول، د متن ماخذ لیکنه (Citation) او د منابعو او سرچینو ماخذ لیکنه(Reference List) موضوعات د عملي کار په کولو سره محصلینو ته تشریح کړل، یاد ورکشاپ د ګډونوالو پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره پای ته ورسید.

د یادونې وړ ده چې د اقتصاد په پوهنځی کې وخت او اړتیا ته په کتو؛ هغه سافټویرونه چې د تحصیلي څانګې او مسلک اړوند دي محصلینو ته د زده کړو او د کار په ساحه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه َښودل کیږي/تدریسېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS