میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د استادانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه اداره ده.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۹
as

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د محصلینو، اداري کارمندانو او د استادانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه اداره ده؛ دا په داسي حال کې ده چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د منظم پلان او پروګرام له مخې تل په دي هڅه کې وي چې په ټولو برخو کې لا غوره مسلکي او لوړ رتبه استادان ولري تر څو د دوي په وسیله علمي څيړنې ترسره او د ټولنې ستونزي پرې حل کړي/شي.

د همدي لويي موخې د لاسته راوړلو لپاره په روان ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د یادي مؤسسې د اقتصاد پوهنځی دوه تنه استادان هریو لکه نوماند پوهنیار شفیق الله صمیم او نوماند پوهنیار امان الله حقیار د هيواد په داخل (کابل) کې و کاتب پوهنتون ته د ماسټرۍ برنامۍ لپاره د ازاد رقابت د لاري بریالي شوي او په نژدې راتلونکې کې به خپلي زده کړي شروع کړی.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه یو ځل بیا ژمنه کوي، چې د خپل ستراتيژیک پلان او لیدلوري له مخې به ټول هغه امکانات په کار اچوي، چې هيواد او جامعې ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په مرسته ځانګړی باور ترلاسه کړي.

د یادوني وړده د یادي موسسې د پلان لمخې به په نژدې راتلونکې ۱۴۰۳ هـ ش کال کې هم یو شمیر استادان د ماسټرۍ او د کتورا برنامو لپاره معرفي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۲۲
Background image

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

نن   یک شنبه  چې د  ۱۴۰۴/۰۹/۱۶ نیټې سره برابره ده، د ازموینو د شفافیت، د نظم ساتلو او د محصلینو د علمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۳
Background image

استادانو ته د SPSS  او ډاټا تحليل اړوند درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

 

د میرویس خان نیکه پوهنتون، د څيړنو او علمي مجلې آمريت له پلان سره سم د استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د ډاټا تحليل او SPSS په اړه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

یاد ورکشاپ د قرآنکريم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د شرعیاتو پوهنځی محصلینو عدلیې ریاست ته علمي سفر وکړ

 

د میرویس خان نیکه پوهننتون، د شرعیاتو پوهنځی محصلینو، د فقه او قانون څانګې آمر مولوي سلطان شاه خالد او د اسلامي تعلیماتو څانګې آمر مفتي عبدالله شاکر په ملیتا سره د عدلیې ریاست ته. . .

BACK TO NEWS