استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

 

د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.

یاد  ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شو، لمړۍ برخه یې د ښوونې او روزنې پوهنځی  استاد پوهنیار بشیرالله (دانش یار) له لوري وړاندې شوه، چې پکښي استادانو ته د څېړنو د تر سره کولو عمومي چوکاټ او برخي په تفصیل سره تشریح شوې، همدارنګه د ورکشاپ  دوهمه برخه د اقتصاد پوهنځي  استاد نوماند پوهنیار محمداسحاق (سعادت) له لوري وړاندې شوه،نوموړي استاد د څېړنو د پروپوزل لیکنه او تر تیب کول استادانو ته وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د استادانو ستونزي حل کړې.

د ورکشاپ دریمه برخه ،په پوهنځیو کې د محصلانو د منوګراف لیکنې د طی مراحل او اړوند ضمایمو ته ځانګړې شوه وه،چې د مسلکي پراختيا مرکز آمر استاد پوهنیار طاوس خان هیوادمل له لوري وړاندې شوه.

د ورکشاپ په پای کې د استادنو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او روکشاپ د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

نېټه: دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱

د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه
په لومړي ځل د میرویس خان نیکه پوهنتون مجله د (ثالث عمر رحمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د Classroom او Google Drive په اړه معلوماتي سمینار وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت په ګډه همکارۍ، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د Google Classroom او Google Drive د کارونې په اړه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS