د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې په موخه علمي سمینار وړاندې شو
د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې په موخه علمي سمینار وړاندې شو
نن ورځ د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې، د څېړنو او علمي مجلې آمریت له لوري د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې او پراختیا په موخه استادانو ته علمي سمینار وړاندې شو.
د سمینار پیل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت وشو. ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزتالله (نوري)، په پرانیستې وینا کې د پوهنتون په علمي چاپېریال کې د نوښت او ابتکار پر ارزښت ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې پوهنتونونه د نوې پوهې د تولید، علمي څېړنو او د ټولنې د ستونزو لپاره د عملي حللارو د موندلو بنسټونه دي. نوموړي مرستيال استادان او محصلان نوښتېزو فعالیتونو ته وهڅول او په دې برخه کې یې د پوهنتون د رهبرۍ له لوري د ملاتړ ډاډ ورکړ.
وروسته د څېړنو او علمي مجلې آمر، پوهنيار حکمتالله حقپال، د نوښت پر مفهوم، ارزښت، ډولونو او د علمي څېړنو او عملي فعالیتونو په پراختیا کې د هغه پر رول علمي سمینار وړاندې کړ.
د سمینار په پای کې پرېکړه وشوه چې د استادانو او محصلانو د علمي څېړنو، نوښتونو، اختراعاتو او عملي لاستهراوړنو د پېژندنې او هڅونې په موخه به یو علمي ـ څېړنیز کنفرانس او نندارتون جوړ شي، څو علمي تجربې او نوښتونه له اړوندو سکتورونو او علمي ټولنې سره شریک شي او د عملي کېدو لپاره یې زمینه برابره شي.
یاد سمينار په دعاء ويلو سره پای ته ورسېد.
نېټه: دوشنبه1448/5/21-1405/8/11
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
