د زابل پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تحصیلي تقویم سره سم د خزاني سمستر ازموینې پیل شوې
د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې او هدایت سره سم، د میرویس خان نیکه پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر ازموینې په رسمي ډول پیل شوې.
د ازموینو د بهیر د څارنې او ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د پوهنتون محترم رﺉیس صاحب، د علمي او محصلانو چارو مرستیال صاحب، د پوهنځیو محترمو رﺉیسانو، د دعوت او ارشاد محترم آمر د ازموینو له صحنو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال د ازموینو بهیر له نږدې وڅارل شو او د شفافیت، نظم او د ازموینو د اصولو د سم تطبیق پر ارزښت ټینګار وشو.
د زابل پوهنتون مشرتابه ډاډ ورکوي چې د ازموینو بهیر به د ټاکل شوي مهالوېش، اصولو او تحصیلي مقرراتو سره سم، په شفاف او منظم ډول ترسره شي.
همدارنګه، له ټولو محصلینو غوښتنه وشوه، چې د ازموینو اصول او مقررات په پام کې ونیسﺉ او په پوره چمتووالي سره په خپلو ازموینو کې ګډون وکړي.
د زابل پوهنتون اداره د ټولو محصلینو لپاره په ازموینو کې د بریا او لا زیاتو علمي بریاوو هیله کوي.
نېټه:شنبه1405/9/7-1448/6/17
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت