td

میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکووني لومړۍ مرحلې د بازدید د برخي ارزونه تر سره شوه

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۸:۵۸
h

د لوړو زده کړو وازرت محترم مقام د کیفيت لوړاوي او اعتبار ورکووني محترم ریاست له لوري د راغلي ټيم په واسطه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکووني د لومړۍ مرحلې د بازدید د برخي ارزونه تر سره شوه.

له ارزوني وروسته د ارزونې ټیم د مؤسسې د رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او آمرینو سره ګډه ناسته وکړه؛ چې پکښي د ارزونې په بهیر کې د په نښه شويو عمده ستونزو د حل کولو په موخه سپارښتنې وکړلي. 

چې په دوام یې وروسته د یادي مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال په خپلو خبرو کې لومړی د پلاوي په راتګ خوښي وښودله او وروسته یې د موجوده ستونزو د حل کولو لپاره پوره ډاډ ورکړ.

د غونډي په جریان کې د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه وړاندي شول او غونډه د دعا په ویلو سره پاې ته ورسیده. 

هیره دي نه وي چې د بازدید ټیم له لوري ارزونه تیره شنبه ورځ چې د ۱۴۰۲/۰۹/۱۰ هـ ش سره برابره وه پیل او نن ورځ یکشنبه پاې ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د مؤسسې د ټولو پوهنځیو څخه هر اړخیزه ارزونه تر سره شوه

د روان هجري قمري کال د شوال میاشتې د وروستی اونۍ په جریان کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د  د ټولو پوهنځیو هر اړخیزه ارزونه په داسي حال کې ترسره شوه، چې پر مهال یې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۴۸
Background image

د داخلي صنایعو او سرمایه ګذاري تر نامه لاندې سمینار وړاندې شو

د چهار شنبې په ورځ د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د اقتصاد پوهنځی د څلورم ټولګی له لورې و کارمندانو، استادانو او محصلینو ته د داخلي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۴۴
Background image

د نظم او ډسپلین د طرزالعمل تر عنوان لاندې و محصلینو ته د پوهاوي سمینار وړاندي شو

 د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کې د نظم او ډیسپلین تر نامه لاندې سمینار، د مؤسسې و محصلینو ته په داسي حال کې وړاندی شو چې پر مهال یې د مؤسسې استادانو، د. . .

BACK TO NEWS