میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکووني لومړۍ مرحلې د بازدید د برخي ارزونه تر سره شوه
د لوړو زده کړو وازرت محترم مقام د کیفيت لوړاوي او اعتبار ورکووني محترم ریاست له لوري د راغلي ټيم په واسطه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکووني د لومړۍ مرحلې د بازدید د برخي ارزونه تر سره شوه.
له ارزوني وروسته د ارزونې ټیم د مؤسسې د رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او آمرینو سره ګډه ناسته وکړه؛ چې پکښي د ارزونې په بهیر کې د په نښه شويو عمده ستونزو د حل کولو په موخه سپارښتنې وکړلي.
چې په دوام یې وروسته د یادي مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال په خپلو خبرو کې لومړی د پلاوي په راتګ خوښي وښودله او وروسته یې د موجوده ستونزو د حل کولو لپاره پوره ډاډ ورکړ.
د غونډي په جریان کې د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه وړاندي شول او غونډه د دعا په ویلو سره پاې ته ورسیده.
هیره دي نه وي چې د بازدید ټیم له لوري ارزونه تیره شنبه ورځ چې د ۱۴۰۲/۰۹/۱۰ هـ ش سره برابره وه پیل او نن ورځ یکشنبه پاې ته ورسیده.