td

پوهتنون پیژندنه

ميرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې پيژندنه

 

ميرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په لرلو سره د یو علمي او زده کړه ییز بنسټ په نوم پیل وکړ؛ چې په تدریج سره په ۱۳۹۸ هـ ش کال د اقتصاد او کرهڼې پوهنځي او په ۱۴۰۰هـ ش کال کې د شرعیاتو پوهنځي منظوري شوي.

 

لیرلید:

 د ميرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي د غوره تدریس، څیړنو او باکیفیته خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد په کچه یو معتبر علمي مرکز واوسي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

 

رسالت:

د ميرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه مناسبو تدریسي، څیړنیزو او باکیفیته خدماتو ته د لاسرسي زمینه برابروي، چې پر مټ یې د نني عصر د غوښتنو مطابق اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن کادرونه د هیواد خدمت او پرمختګ لپاره روزي.

 

ارزښتونه:

  • اسلامي، علمي او ملي ارزښتونو او قوانینو  ته ژمنتیا او درناوی؛
  • د اسلامي، ملي، او اکاډمیکو افکارو وده او ترویج؛
  • نوښت، کیفیت، تخصص، مسلکیتوب او عدالت؛
  • بانظمه، سالمه او مؤثره اداره؛
  • د هر ډول فساد، تبعیض او تعصب مخنیوي او پر وړاندي یې جدي مبارزه؛

 

موخې:

  • د اسلامي، ملي او اکاډمیکو ارزښتونو او معیارونو درناوی، ساتنه او پالنه؛
  • د لوړو زده کړو  له قوانینو سره سم د لیسانس تر کچې پورې د علمي او مسلکي کادرونو روزنه؛
  • د علمی او څیړنیزو پروګرامونو پراختیا او د کیفیت د لوړاوي او اعتبار  ورکولو پروسې پر مخ وړل
  • د بنسټیزو تأسیساتو انکشاف او په کمي او کیفي لحاظ د مؤسسې پراختیا؛
  • د معلوماتي ټکنالوژي وده او پراختیا؛
  • د غوره تحصیلي او تحقیقي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د متخصیصو کادرونو جذب،ګمارنه او پالنه؛

 

د مؤسسې رياست:

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس او مرستیالان

  1. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې  په رأس کې رئـیس قرار لري، رئـیس د تحصـیلي بنسټ د علمـي، اداري او مالي  چـارو پرمخ وړلو مسئوول دی او له خپلو اجراءتو څخه د تحصیلي  بنسټ  علمي شورا او لوړو زده کړو وزارت محترم مقام ته راپور ورکوي.
  2. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس د استادانو یا مرستيال استادانو له منځه چې کاري تجربه او نیک شهرت لرونکی وي؛ د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د وزیر په وړاندیز او د رئیس الوزرا  په منظورۍ ټاکل کيږي.
  3. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال او د محصلانو چارو مرستيال  د علمي کادر د غړو له منځه چې کاري تجربه او نیک شهرت لرونکی وي؛ د لوړوزده کړو وزارت محترم مقام د وزیر په وړاندیز او د رئیس الوزرا  په منظورۍ ټاکل کيږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د مؤسسې د رياست (تشکيل)

ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې شوراګانې

په میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې کې د هیواد د یوه علمي او ملي بنسټ په توګه زیاتره پریکړي او تصمیمونه د شوراګانو د لاري ترسره او اړونده مرجع ته ليږل کیږي، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې مسؤولیتونه او صلاحیتونه په لاندي ډول واضح کیږی:

 

علمي شورا

علمي شور د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې تر ټولو لوړه اکاډمیکه مرجع ده چې د څانګو او پوهنځیو د شوراګانو ،کمیټو د پریکړو، د طرزالعملونو جوړول، د څیړنیز لارښودونو او نورو ټولو علمي چارو په اړه د بحث او تصمیم نیونې صلاحیت لري.

د علمي شورا جلسه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس په مشري جوړیږي؛ چې علمي مرستیال په کې د شورا د مرستیال، د استادانو آمر پکښي د منشي، مالي او اداري چارو مرستيال، د پوهنځیو رئیسان او د هري پوهنځي د څانګو آمرین پکښي د غړو په حیث ګډون کوي.

 

علمي شورا ترکیب

د تدریسي، څيړنیزو، اکاډمیکو چارو او خدماتو د ښه سمون په موخه، د لوړو زده کړو په هر بنسټ کـې، علمـي شـوری جوړیږي.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا ترکیب:

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې علمـي شورا له لاندي غړو څخه جوړه شوي ده:

  1. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، د رئیس په توګه وي.
  2. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې مرسـتیال یـا مرستیالان، د غړو په توګه وي.
  3. د اړوندو پوهنځیو رئیسان، د غړو په توګه وي.
  4. له هري پوهنځي څخه دوه تنه استادان د پوهنځي د علمي شورا په غوراوي سره پـه هغه صورت کې چې په تحصیلي بنسټ کې د پوهنځیو شمير لس او یا له هغو څخه زيات  وي. پرته له دي له هري پوهنځي څخه یو تن د غړي په توګه وي.
  5. د استادانو د چارو د سمون مسؤول، د غړي او منشي په توګه په هغه صورت کې چې د علمي کادر غړی وي.

 

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا دندي او واکونه:

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د تصمیم نیـوني لوړه مرجـع ده، چې د لانــدي دنــدو او واکونو لرونکي ده:

  1. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې  د پاليسۍ او پراختیايي پلانونو چمتوالی  او واکمنو مرجعو ته  د هغې وړاندیز.
  2. د درسي پلانونو او علميـ څيړنيزو برنامو ارزونه.
  3. د زده کړه ییزو پلانونو او برنامو له تطبیق څخه څارنه.
  4. د پوهنځیو او څانګو د تأسیس، پراختیا، تجزیې، الحاق، ادغام او یا لغوه کولو  په هکله  کتنه او وړاندیز.
  5. د لیسانس او له لیسانس څخه د لوړو علمي برنامو د دایرولو کتنه او وړاندیز.
  6. د تفاهم لیکونـو او د توأمیـت د قراردادونو د عقد، تعدیل، تمدید یا فسخي وړاندیز.
  7. د اړوندو پوهنځیو د اکاډمیکو فعالیتونو ارزونه او لوړو زده کړو وزارت ته يې د راپور وړاندي کول.
  8. د مرستیالیو، د خپرونو د آمريتونو، مرکزي کتابتون، د معلوماتي تکنالوژۍ د مرکز، د علمي څيړنو د چارو د سمون د مرکز د ښه والي د لارو چارو د لټولو د فعالیتونو ارزونه.
  9. د اختصاصي کميټو جوړول او هغو ته د ځینو واکونو سپارل.
  10. د لایحو د طرحي او تعدیل وړاندیز او د اړوند طرزالعملونو تصویبول.
  11. د نصاب د پراختیا، تعدیل او سمون په اړه تصمیم نیول، چې د ټول نصاب له ۱۵٪ څخه زیات نه وي.

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا غونډي:

  1. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا عادي غونډي، هره میاشت یوځل دایریږي او فوق العاده غونډي د اړتیا په صورت کې د رئیس په تصمیم یا د علمي شورا د غړو د ثلث په وړاندیز دایريږي.
  2. د تحصیلي بنسټ د علمي شورا غونډي، د غړو د دوو ثلثو په حضور سره جوړیږي.
  3. د تحصیلي بنسټ د علمي شورا د مصوبي دوهم ځلي طرح، د هغې د وروسـتیو  پړاوونو له تيرولو د مخه، د مؤجه دلایلو د موجودیت پر بناء د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې  د رئیس یا د علمـي شورا د غړو د یو  ثلث په وړاندیز صورت موندلای شي.

 

رهبري شورا

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري شورا په (  ۱۳۹۶ ) کال کې تاسیس شوه.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري شورا غړي:

  • د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، د شورا د رئیس په توګه 
  • علمي او محصلانو چارو مرستيال د شورا د مرستیال په توګه
  • د استادانو چارو آمر د منشي په توګه
  • مالي او اداري چارو مرستیال د غړی په توګه
  • د پوهنځیو رئیسان د غړیو په توګه
  • د مؤسسې عمومي آمرين د غړیو په توګه 

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري شورا مسؤولیتونه:

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې اړوندو کمیټو غور او پر چارو یې څار، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې تړونونو د موادو برابرونه او په پلي کیدو کې یې آسانتیاوي، په سمستر واره بڼه د پوهنځیو د رئیسانو د راپورونو اوریدنه ( د مؤسسې د مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسان مکلف دي چې خپل راپورونه په لیکلي بڼه ترتیب او شورا ته یې وړاندې کړی). د مؤسسې د اداري او حمایتي چارو د لاښه والي په موخه اداري تصمیم نیونه او له اکاډمیکي ساحي ور ها خوا د ځینو مسایلو په اړه پریکړه کول. د بیلګي په ډول د استادانو او کارکوونکو د شکایتونو اوریدنه او پر دي سربیره نور هغه مسایل چې د وخت او ځاي غوښتنو له مخې لارښود شورا ته وړاندي کیږي.

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې معاونیتونه

د علمي  او محصلانو چارو معاونیت

د علمي چارو معاونیت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په مهمو بستونو  کې دی، چې پر علمي او محصلانو چارو سربیره یې ځینې آمريتونه هم ترلاس لاندي دي. علمي او محصلانو چارو معاونیت دوهم بست دی، چې لاندي دندي ترسره کوي: 

 

علمي چارو مرستیال د ندي او مسؤولیتونه:

  1. د مؤسسې د رئیس په نشتون کې د هغه د ندو تر سره کول.
  2. د اکاډمیکو چارو او فعالیتونو په ترسره کولو کې د مؤسسې له رئیس سره همکاري کول.
  3. د علمي کادر د غړیو د تقرر، د رتبي تثبیت، علمي ترفیع او انفکاک په چارو کې قانوني کړني ترسره کول.
  4. د قرارداي علمي غړیو په استخدام کې اصولي او اکاډمیکي کړنې ترسره کول.
  5. د مؤسسې د برنامو او پلانونو له تطبیق څخه مراقبت کول.
  6. د علمي څیړنو د ترسره کولو لپاره د پلانونو او برنامو طرحه او د هغوی تطبیق کول.
  7. د مؤسسې د نشراتي چارو څخه نظارت او د هغو رهبري کول.
  8. د مؤسسې د رهبري شورا د کاري پلان طرحه او د تصویب په موخه یې په اولین رهبري شورا کې ارایه کول .
  9. د مؤسسې د رهبري شورا د جلساتو د اجنډاء ترتیب او د شورا د پریکړو ثبتونه.
  10. د علمي چارو معاونیت اړوند دفترونو له کړنو څخه نظارت کول.
  11. د مؤسسې اړوند کميټو آمريت تر سره کول.
  12. د درسي نصاب د بازنګري، پراختیا او تطبیق څخه نظارت تر سره کول.
  13. د مؤسسې ریاست او رهبري شورا لپاره د کلني کړنو د راپور چمتو کول او ارایه کول.
  14. په اکاډمیکو چارو کې د مؤسسي د رهبري شورا د پريکړو له تطبیق څخه نظارت تر سره کول.
  15. د علمي کادر د غړیو اړوند احصايه ترتیبول.
  16. د مؤسسې د ستراتیژیک پلان په تهیه کولو کې همکاري کول.

 

د مؤسسې د محصلانو چارو د معاونیت دندي او مسؤلیتوونه:

  1. د مؤسسې له رئیس سره د محصلانو اړوند چارو کې همکاري کول.
  2. په پوهنځیو کې د درسي وضعیت د ښه والي لپاره لازم تدابیر نیول.
  3. د محصلانو اړوند مقررو، لوایحو او طرزالعملونو بررسي او د ضرورت په وخت کې د طرحې تهیه او لوړو مرجعو ته یې وړاندیز.
  4. د وزارت د لایحې مطابق د آزموینو څخه نظارت.
  5. د نویو محصلانو پذیرش، د محصلانو د نتایجو ثبت، اکاډمیک تاجیل، د امتحان د محرومینو تثبیت او د غایبو او ناکامو محصلینو انفکاک په اړوند لازمي کړنې ترسره کول.
  6. د محصلانو اړوند احصایي ترتیبول.
  7. محصلانو ته د علمي کارونو د ترسره کولو په موخه لازمې آسانتیاوې برابرول.
  8. د ډيپلومونو، ټرانسکریپټ او تصدیق نامو د تهیې په موخه لازمې کړنې ترسره کول.
  9. محصلانو ته د هویت کارټونو توزیع او له فراغت وروسته دوباره جمع آوري.
  10. د محصلینو په چارو کې د مؤسسې د رهبري شورا د پريکړو له تطبیق څخه نظارت تر سره کول.
  11. د نظم او ډسپلین د لایحې طرحه او تطبیق.
  12. د محصلانو اړوند چارو کلني راپور چمتو کول او د مؤسسې له رهبري شورا او ریاست سره یي شریکول.

 

 

 

د علمي او محصلانو چارو معاونیت آمریتونه او مدیریتونه:

د څیړنې آمريت

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې د  څیړنو او علمي مجلې آمریت  د تحصیلي مؤسسې په کچه د علمي چارو د معاونيت تر چتر لاندي د مؤسسې د اداري تشکيل په چوکاټ کې په  ۱۴۰۱ هـ ش کال د سنبلې په لومړۍ نیټه  په فعاليت پيل وکړ. د اوس له پاره يوازي آمر په تشکيل کې آمر لري.

 

رسالت :

په ملي او نړيوالو ژورنالونو کې د باکیفیته څیړنو نشرولو لپاره د استادانو حمايه کول.

 

لرليد :

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د څیړنو او علمي مجلې مرکز به د هيواد  په کچه يو څيړنيز مرکز وي، چې د علمي څيړنو په وسيله به د هيواد د هوسايني او پرمختګ له پاره خدمتونه کوي.

 

موخي :

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د څيړنيز فعاليتونو  لپاره ممکنه آسانتياوي برابرول او د څيړنيز فعاليتونو انسجام.

 

 ارزښتونه:

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوى.
  • د څيړني کلتور عامول.  
  • ګډ کار او تفاهم.
  • نوښت او مثبت بدلون.

 

دندي (مسؤولیتونه):

  • د څيړنو د طريقو سره د آشنا کيدو په موخه د مؤسسې په کچه منظم مجلسونه اوغونډي دايرول او څيړنيزي هڅې تشويقول.
  • د مؤسسې د اړوندو ادارو په مرسته د څيړونکو له پاره د څيړنو ممکنه زميني برابرولو هڅې.
  • د دولتي او غير دولتي ادارو سره د نافذه اصولو په رڼا کې ښي اړيکې ساتل.
  • د څيړونکو د ښي ګټي اخيستني په موخه د کورنيو او باندنيو سرچينو څخه د څيړنو اسناد او راپورونه تر لاسه کول.
  • د لوړو زده کړو وزارت د نشراتي تګلاري په رڼا کې د علمي مجلې او نورو نشراتو په واسطه د عامه پوهاوي په خاطر د څيړنو د پايلو او نتيجو نشرول.
  • د ټولو هغو چارو سر ته رسول چې د دندي اړوند د مربوطه آمر له خوا نوموړي مرکز ته ورسپارل کېږي.
  • د لابراتوارونو ترتیب او فعالول.
  • د علمي څيړنو خپرول په داخلي او نړيوالو علمي مجلو او ژورنالونو کې چاپول.
  • روزل شوي استادان به مکلف وي چې محصلانو ته ور وښيي په څه ډول خپلي صنفي پروژي، سمینارونه، ګروپي کنفرانسونه، مونوګرافونه او نوري زده کړه يیزي پروسي د نویو څيړنیزو میتودونو په مرسته تر سره کړي او له دي لاري علمي څېړني او له نړيوالو څيړنیزو پایلو څخه ګټه اخیستنه په ټوله تحصیلي پروسه کې دود او عامه کړي.

 

د استادانو چارو آمريت

د استادانو چارو آمريت دندي او مسؤولیتونه:

  1. د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیب د هغو موخو د لاسته راوړلو په خاطر چې وړاندوينه يې شوې وي.
  2. د قانون، لوایحو او مقرراتو اړوند د علمي کادر غړیو جذبولو کې د اکاډمیکو چارو د نظم ریاست سره همغږي او د مراحلو د طی کولو په خاطر د اسنادونو لیږل مربوطه پوهنځیو ته.
  3. د پیژندنې په خاطر د نویو علمي کادر غړیو د اسنادونو ارزیابي او د با استعداده علمي کادر غړیو جذبول.
  4. د خبر په موخه د ضرورت وړ د کمیټو غړیو ته د مقرري، منفکي او علمي ترفیعاتو په اړه معلومات ورکول.
  5. د استادانو مقرري او منفکي د چارو څخه ښه نظارت کول، ترڅو عدالت په ډول سره تأمین شوي وي.
  6. د کمیټو د فیصلو تعقیبول او د نورو اجراءتو لپار د مربوطه مرجعو خبرول.
  7. د علمي ترفیعاتو او علمي رتبو د تثبیت د چارو څارنه او د کميټو له فیصلو څخه د مربوطه مراجعو خبرول.
  8. د استادانو او محصیلنو په منځ کې شکایاتو، شخړو او اختلافاتو ته پر وخت رسیده ګي او د هغوی حل.
  9. د ټولو هغو دندو اجراء چې د قانون مطابق د مربوطه معاون لخوا څخه سپارل کیږي.

 

د تضمین کیفیت آمريت

الف : د تضمین کیفیت او اعتبارورکوونې په مورد:

  1. په تحصیلي څانګه کې د کیفیت لوړولو هڅې.
  2. د تحصیلي مؤسسې، پوهنځیو او فارغ ورکونکو څانګو د ځاني ارزونې د تګلارې نظارت.
  3. د تحصیلي مؤسسې د خودي ارزیابي د ګزارش ترتیب کول.
  4. د فارغ ورکوونکو څانګو او پوهنځیو د ځاني ارزونې د ګزارش بررسي کول.
  5. د بیا کتني له ټیم سره د بيا کتنې په جریان کې همکاري کول.
  6. د لوړو زده کړو وزارت د ملي ستراتیژیک پلان، د اړوند مؤسسې د ستراتیژیک پلان، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکووني په مورد مهمو اسنادو او د تضمین کیفیت او اعتبار ورکووني د لايحي په شمول د ځاني ارزوني د معیارونو سره کاملاً بلدتیا.
  7. د تحصیلي مؤسسې رئيس، معاون سره د پوهنځیو د کیفیت د لوړوالي، د تضمین او عمومي خدماتو لکه لابراتوارونه، کمپیوټر لیب، کتابخاني، محصلانو ته د خدماتو وړاندي کول او د مؤسسې د نورو علمي غوښتنو په اړه مشوره کول.
  8. د تحصیلي مؤسسې د علمي او اداري فعالیتونو څخه د بيا کتني پر اساس د کميټي لپاره د مناسبو اسنادو ترتیب کول او د هري پوهنځي ځاني ارزونه.
  9. د کميټي د تصمیمونو پټ ساتل، د پوهنځیو سره بحثونه، د علمي کادر غړیو، محصلانو، کارمندانو او د مؤسسې نور غړیو سره بحثونه کول.
  10. د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکووني له ریاست سره د اړیکو ساتل.
  11. د تضمین کیفیت د لوړولو په موخه باندي د ټولو مربوطه وظایفو اجراء چې د لوړو مقاماتو لخوا وړاندي کیږي.

 

ب : د کیفیت د لوړوالي لپاره د تدابیرو نیولو په اړه:

  1. د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني د ټولو یوولس ګونو معیارونو د ضعف نقطو، فرصتونو او تهدیدونو لپاره د یو عملیاتي پلان ترتیب.
  2. د عملیاتي پلان د تطبیق لپاره د مکانیزم برابرول او د هغه د تطبیق د مخنیوي لارو چارو معرفي کول.
  3. د تحصیلي بنسټ په ټولو سطحو کې د عملیاتي پلان له تطبیق څخه نظارت کول.
  4. د مسیر یابي (Tracking Document) اسنادو برابرول په معياري فارمټ کې چې د تضمین کیفیت له ریاست څخه رالیږل کیږي.
  5. د تحصیلي مؤسسې په سطحه د مسیر یابي (TD) اسنادو له تطبیق څخه نظارت کول.
  6. د وزارت د ملي ستراتیژیک پلان له تطبیق او د تحصیلي مؤسسې ستراتیژیک پلان څخه نظارت او په دي برخه کې د ربعوار ګزارش ترتیبول.
  7. په تحصیلي بنسټونو کې د تضمین کیفیت د برنامو او پلانونو د تطبیق لپاره د محافلو دايرول.
  8. د ټولو برنامو تطبیق چې د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لخوا د وزارت څخه عملي کیږي.
  9. د نوي والي او نويو برنامو برابرول او تطبیق چې د کیفیت د لوړوالي سبب کیږي.
  10. د عملیاتي پلان، ستراتیژیک پلان او نورو ټولو پلانونو د تطبیق د مصارفو لپاره د تحصیلي مؤسسې د بوديجي او مرستو څخه نظارت کول.

 

ج- د  اکاډمیکو چارو د نظارت او بررسي په اړه:

د لوړو زده کړو وزارت د (۴۹۳۳/۳۷۸۴) حکم پر اساس او ۱۳۹۲/۸/۱۳ نيټه ټولي علمي او اکاډميکي چاري د اړوند تحصیلي مؤسسې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکووني کمیټي په غاړه دي چې لاندي وظایف لري:

  1. د ټولو نشراتي چارو نظارت او بررسي او د سميسټر په پاي کې د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د رسمي ګزارش برابرول.
  2. د تحصیلي بنسټ په سطحه د علمي تحقیقاتو نظارت او بررسي د سميسټر په پاي کې د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د رسمي ګزارش برابرول.
  3. د تدریسي چارو په ځانګړي توګه د تدریس د کیفیت ارزیابي طرزالعمل د تطبیق نظارت او بررسي، د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست ته د راپور وړاندي کول.
  4. د ورستیو آزموینو د یو واحد طرزالعمل له تطبیق څخه نظارت او بررسي کول او د هر سميسټر په پاي کې د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د راپور برابرول.
  5. له تجهیزاتو، د ضرورت وړ موادو، د علمي کارونو، لابراتواري سامان آلاتو څخه نظارت او بررسي او د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د رسمي راپور برابرول.
  6. د سميسټر په جریان کې د څانګو د درسي میتودونو څخه نظارت او بررسي او د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د  ګزارش برابرول.
  7. د درسي موادو، لکچرنوټونو، د اصلاح او سټنډرډ کیدلو لپاره د ټولو موادو څخه سميسټر وار نظارت او بررسي او د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست ته د رسمي ګزارش وړاندي کول.
  8. د سميسټر په جریان کې په دقیق ډول د کریکولم او مفراداتو د تطبیق څخه نظارت او بررسي کول، د سميسټر په پاي کې د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د رسمي ګزارش برابرول.
  9. د کال په اوږدو کې د تقرر او ترفیعاتو د شفافیت له بهیر څخه نظارت او بررسي او د تحصیلي بنسټ د علمي شورا لپاره د ګزارش ترتیب کول.
  10. د تحصیلي بنسټ د نظم او ډسپلین څخه نظارت او د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کيفيت او اعتبار ورکووني ریاست ته د ګزارش وړاندي کول.
  11. د تدریس په جریان کې د نوي ټکنالوژي له تطبیق او د سميسټر د مهال ویش د تطبیق څرنګوالی.
  12. د څانګو او پوهنځیو د اکاډمیکو فعالیتونو څخه نظارت او بررسي.
  13. د لوایحو، مقررو، طرزالعملونو او په اکاډمیکه ساحه کې د ټولو تقنیني اسنادو د تطبیق نظارت او بررسي.
  14. د علمي خدماتو د وړاندي کولو، تحقیقي او د پوهنتونو د ملي استقلالیت د مقرري مواد مطابق د نشراتو څخه نظارت او بررسي.

 

د محصلانو چارو عمومي مدیریت

  1. د جديدالشمول محصلينو نوم لیکنه اوهغوی د پلان مطابق پوهنځیو او د ليليي مديريت ته معرفي کول.
  2. د فارغ محصلينو لپاره د ډيپلوم او ترانسکريپټ مراحل ترسره کول.
  3. د فارغانو اړوند ټول اسناد ترتيب، تنظيم او په ښه ډول ساتل.

مديريتي دندي:

  1. د اونيز، مياشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتيبول.
  2. د لايحي او مقرراتو مطابق د اسنادو مراحل طی کول (تا جيل، منفکي او تبديلي).
  3. د محصلینو د ثبت نام د ورقو ترتيب او ډيټابیس ته رسول.
  4. جديد الشمول محصلینو ته د هويت کارتونو توزيع کول.
  5. د پیشنهادونو، استعلامونو، مکتبونواو نورو اسنادو منظمول او په تحریري شکل يې راجع کول اړونده ادارو او شعباتو ته د وروستيو کړنو په موخه ليږل.
  6. د ربعوار، مياشتوار او کلني راپورونه له مقاماتو سره شريکول.
  7. د مربوطه ادارو سره د محصلانو ستونزي حل کول.

 

کتابتون مدیریت

د دندي موخه: استادانو، محصلينو او مراجعینو ته د علمي او څيړنيزي مطالعي لپاره کتابتون  او کتابونه د مقرراتو، کړنلارو او اداري موخو ته په پام کې نيولو سره برابرول.

 

د دندي مسؤوليتونه:

  1. موخو ته د رسيدو لپاره کلنی، ربعوار او مياشتنی کاري پلان برابرول.
  2. د لاس لاندي کارکوونکو مديريت او څارنه، تر څو چاري په ښه توګه تر سره شي.
  3. د اداري پروګرامونو د غني کولو لپاره د رياست محترم مقام ته مسلکي مشوري ور کول.
  4.  د اداري پرګرامونو او موخو ته په کتلو سره د نورو  پرمختګونو لپاره هڅې کول.
  5.  د ټولو علمي/ تخصصي خپرونو او کتابونو ترتیب او تنظيم تر څو محصلين او استادان په سالمه توګه ترې استفاده وکړي.
  6. له مرکزي پوهنتونونو، ولايتونو او فرهنګي مؤسسو څخه د مرسته شويو کتابونو کتنه کول، تر څو د هغوی کتابونه په کتابتون کې بشپړ شي.
  7. د وزارت محترم مقام ته  د کتابتون د غني کولو لپاره د کتابونو د ترتيب او اخیستلو  وړانديز کول.
  8. کتاب لرونکو او مامورينو ته د ظرفيت لوړاوي لپار د ښوونيزو سمينارونو او ورکشاپونو وړاندي کول.
  9.  د ظرفيت او راپور ورکولو د سطحي لوړ والي او د کارکوونکو د اجراءتو د کيفيت ارزونه کول.
  10.  د دندي ټولي چاري او کړني د اړوندو ادارو د  کړنلارو (مقرراتو)  او موخو سره سم پر مخ وړل.

 

د مالي او اداري چارو معاونیت

د دندي موخه: د عوایدو، لګښتونو او تادیاتو، مالي او حسابي چارو، ترانسپورت، معلوماتي ټکنالوجۍ، د مالونو ساتنه او پالنه او د منقولو او غیر منقولو ملکیتونو کنټرول.

تخصصي دندي:

  1. د مؤثریت او کاري مؤثریت د کچي د لوړولو لپاره لازمي مالي پالیسۍ پلان کول.
  2. د پوهنتون / د لوړو زده کړو مؤسسې د مالي دندو تنظیم، څارنه او پرمختګ، ساتنه او پالنه، محاسبه، کنټرول او نور اداري مسایل.
  3. د عادي او پراختیایي بودیجي د لګښتونو د چمتو کولو لپاره د اړوندو څانګو په همکارۍ د بودیجي ترتیب او د هغې د تطبیق څخه څارنه کول.
  4. د عادي او پرمختیایي بودیجي د لګښتونو د پوره کولو په موخه په څانګه کې د پوهنتون/د لوړو زده کړو مؤسسې د بودیجې څخه دفاع.
  5. د مالي کال په نیمایي کې د بودیجي د بیا ویشلو په وخت کې د عادي او پراختیایي بودیجي په سکتورونو کې د ستونزو د حل لپاره د تدبیرونو نیول.
  6. د روڼ حساب ورکولو په هدف د قانون او نافذو مقرراتو له حکمونو سره سم د بودیجي د لګښتونو د تحقق څخه څارنه.
  7. د ټرانسپورټ سیسټم نظارت او کنټرول، معلوماتي ټکنالوژي، د موټرانو د بیا رغونې خدمتونه، بشري منابع، خپرونه او ساتنه او پالنه ترڅو په پوهنتون / لوړو زده کړو موسسه کې غوره خدمتونه وړاندي کړي.
  8. د نوماندانو د لیست څارنه او کنټرول او د بشري منابعو ټاکل شوي کمیټي ترڅو وړ کسان وګماري.
  9. د اداري د پاکوالي د چارو څارنه او کنټرول او د پاکوالي د ساتلو په موخه د نیمګړتیاوو د ترلاسه کولو په اړه لارښوونې.
  10. د اداري، مالي او پلان جوړوني په اړه د پوهنتون/د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ته د لازمو مشورو او معلوماتو ورکول.
  11. د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسې د نورو څانګو سره د دوي د اداري عملیاتو د آسانتیا او همغږي کولو لپاره همکاري.
  12. په اړونده مالي اسنادو او طرزالعملونو کې د پوهنتون / لوړو زده کړو مؤسسې د قانوني واک او مالي ظرفیت په حدودو کې د هدف لارښوونه.

 

مدیریتي دندي:

  1. د ریاست ټاکل شویو اهدافو ته د رسیدو لپاره د ریاست د عمومي پلان سره سم د میاشتني، دري میاشتني او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیب کول.
  2. اغیزمنو کارمندانو ته د ورکشاپونو، سمینارونو او د کار جریان روزنې د تنظیم کولو په لاره کې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  3. مدیریت، د فعالیت ارزونه، د روزنې اړتیاوي ټاکل او د کارمندانو او اغیزمنو څانګو ظرفیت لوړول.
  4. د اړونده څانګې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د اړتیا په وخت کې میاشتني، دري میاشتني او کلني راپورونه چمتو کول، ترڅو د څانګې مشرتابه ته خبر ورکړي.
  5. د نورو دندو پلي کول چې د ریاست د قوانینو، مقرراتو او اهدافو سره سم د وړ چارواکو لخوا ګمارل شوي.

 

د همغږۍ دندي:

  1. ​​په ورسپارل شویو چارو کې د نورو اړوندو څانګو سره همغږي کول.

 

د مالي او اداري چارو معاونیت آمريتونه او مدیریتونه

دعوت ارشاد آمريت:

  1. د پوهنتون د ټول پرسونل سره د دیني پوهي لوړوالي په خاطر تدریسي، اداري او محصلینو سره په اونۍ کې څو ځله درسونه وړاندي کول.
  2. د قرانکریم ترجمه او تفسیر د خپل پرسونل لپاره .
  3. د پوهنتون اړوند د ټولو منکراتو په حکیمانه طریقي سره له منځه وړل .
  4. د معروفاتو اقامه او ورته د ټول پرسونل تشویقول.
  5. د معروفاتو اقامه او ورته د ټول پرسونل تشویقول.
  6. د معروفاتو د اقامي او د منکراتو د ازالي څارنه او نظارت.
  7. د لمانځه د اهتمام نظارت او د هغې د مسائلو وړاندي کول.
  8. د کار او چارو د لا ښه والي لپاره د پوهنتونونو یا تحصیلي مؤسسو د کارکوونکو څخه وړاندیزونه اخیستل او هر پوهنتون په داخل کې د یو مشورتي بورډ جوړول.
  9. په میاشت کې یو ځل د خپلو کارونو راپور دعوت او ارشاد مرکزي ریاست ته وړاندي کول.
  10. د محصلینو او اداري کارمندو شکایت اوریدل او د حل په موخه یې اړوند اداري سره شریکول.
  11. په لیلیو کې هم دوه هفتو کې یو ځل د دیني پوهاوي لپاره د دیني او اصلاحي مجلسونو جوړول.
  12. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق او د هغو څخه نظارت.

 

مالي او حسابي مدیریت

د دندي موخه: مالي او حسابي چارو مدیریت د مؤسسې په کچه د مالي، اداري، مصارفاتي، محاسبوي چارو نظارت، همدارنګه د مصارفاتي او عادي بوديجي د مصرف اجراء کول.

د مالي او حسابي مدیریت دندي:

  1. د اداري کارمندانو همغږي تر څو په ښه استقامت کارونه تر سره کړي.
  2. د مؤسسې د بوديجي او  عادي بوديجي ترتیب، د مالي او اداري مرستیال په همکاري تر څو لوړو مقاماتو ته د بوديجي طرحه جوړه کړي.
  3. د یو ځانګړي شفاف سیستم ترتیب کول تر څو د عادي او انکشافي بوديجي څخه مؤثره استفاده وشي.
  4. د عادي او انکشافي بوديجي کنټرول او ترتیب تر څو یوه دقیقه او ښه بوديجه جوړه شي.
  5. د ټولو هغو دولتي او غیر دولتي دفترونو نظارت کول چې نقدي پیسي له هماغه دفترونو څخه ترلاسه کوي.
  6. په میاشتنې شکل د محاسبوي او مصارفاتي حوالو راپور ترتیب کول تر څو پیشکي راپور وزارت ته ورکړل شي.
  7. ټولو هغه فورمونو ته چې انکشافي او عادي پروژي د هغه په وسیله مخ ته وړل کیږی، رسیده ګي کول.

 

مدیریتي دندي:

  1. هفته واره، میاشتني، ربعوار او کلنی راپور مربوطه آمريت ته ورکول تر څو خپل هدف ته رسیدلی یوو.
  2. همغږي د مربوطه اداري او مالي کارمندانو تر څو کارونه په ښه شکل ترسره کړي.
  3. ټول هغه کارونه ترسره کول چې د مؤسسې د ریاست لخوا سپارل کیږي او د لوړو زده کړو وزارت خلاف نه وي.
  4. همغږي کول د حاضري د مدیریت، معاشات، ترانسپورت، معلوماتي ټکنالوژي، محصلان، او ټولو هغه ادارو سره کوم چې په کارونو کې سره ارتباط لري.

 

د بشري سرچینو مدیریت

د دندي موخه: د قوانینو او مقرراتو سره سم د متوقعي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د بشري سرچینو پالیسي او ستراتیژي پلي کول.

 

ځانګړي دندي:

  1. اهدافو ته د رسیدلو لپاره د مربوطه څانګې د فعالیتونو او برنامو سره سم د پوهنتون تنظیمي جوړښت او د دندو ترتیب.
  2. د مربوطه څانګې د اهدافو او پلانونو د بډایه کولو لپاره مالي او اداري مرستیال ته مسلکي مشوري ورکول.
  3. د چارو د ښه سمون او پرمختګ لپاره د لاس لاندي کارکوونکو اداره او پاملرنه.
  4. د استخدام، ترفیع، تقاعد، مجازاتو د ودي لپاره د خپلي څانګې پروګرام د تطبیق مدیریت او نظارت مکافات، مجازات، د کارمندانو انعامونه.
  5. د وړ نوماندانو استخدام، د فعالیت  ارزونه، بدلون، تبادله، ترفیع، مجازات، ورځنۍ حاضري، نظم اداره او شکایتونو پوري اړوند چارو څارنه.
  6. د ثبت شويو ارقامو سموالي د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د ریاست کارمندانو د سوانح د ډیټابيس سیستم څارنه.
  7. د کارمندانو د فعالیت کیفیت ارزونه تر څو د دوي کاري موثریت او ظرفیت لوړ کړي.

 

مدیریتي دندي:

  1. د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اړوندي اداري اونیز، دري میاشتنی، او کلنی کاري پلان ترتیبول.
  2. د نورو دندو تر سره کول چې د قانون سره سم د با صلاحیته چارواکو له خوا سپارل کيږي.
  3. د اړوند فعالیتونو او د لاسته راوړنو په اړه میاشتنی، دري میاشتنی، کلنی او کله نا کله اړین راپورونه تر څو مشرتابه ته خبر ورکړي.

 

د هماهنګي دندي:

۱: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون په همکارۍ د ورکشاپونو او سمینارونو جوړول او د تعلیمي پلانونو طرحه کول د ظرفیت لوړولو په موخه.

۲: د چارو د سم او پر وخت پرمختګ لپاره اړونده څانګو ته د اسانتیاوو برابرول او همغږي کول.

 

 

معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت

نوموړی مدیریت د آي ټي په برخه کې د مؤسسې په کچه محصلینو، کارکوونکو او استادانو ته خدمتونه وړاندي کوي؛ ددي مدیریت موخه د ټکنالوژۍ په برخه کې د الکترونیکي خدمتونو او زده کړو ترتيبول او د مؤسسې یا پوهنتون په ډیټابیس او ویب سایټونو باندې د خوندیتوب د پالیسیو لګول دي.

وظیفوي صلاحیتونه او مسؤولیتونه:

  1. د معلوماتي ټکنالوژي د فني او تخنیکي وسایلو کنټرول او د فعالتیونو د تر سره کيدلو څخه اطمينان ترلاسه کول.
  2. د ارقامو د ثبت لپاره د منظم ډیټابیس ایجاد ،طرح او انکشاف.
  3. د کارمندانو د ظرفیت لوړاوي په موخه د ویب سایټ، ډیټابيس او الکترونیکي کتابتون سره د بلدتیا لپاره ورکشاپونو دایرول.
  4. د مقام د هدایت، د مرستو د جذب او په تحصیلي نصاب کې د بدلون لپاره له مرکز، ولایتونو له داخلي او خارجي تحصیلي نهادونو سره د ویډیو کنفرانسونه برابرول.

مدیریتي دندي:

  1. د هفته وار، میاشتني، او ربعوار پلانونو ترتیب تر څو تعین شویو اهدافو ته ورسیږو.
  2. د هفته وار، میاشتني، ربعوار راپورونه ترتیب او همدارنګه له خپلو فعالیتونو څخه د مقاماتو خبرول.
  3. د قانون او مقرراتو په رڼا کې د هغو فعالیتونو ترسره کول چې د ذیصلاح مقاماتو لخوا ورته سپارل شوي وي.

 

د هماهنګي دندي:

  1. د علمي زده کړو او خبري کنفرانسونو په مورد له چاپي، تصویر او غږیزو رسنیو سره هماهنګي کول.
  2. د پوهنتونونو د رسنیز مرکز او د نشراتو ریاست سره هماهنګي کول.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې پوهنځي

پوهنځي د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې تر ټولو لوړ اداري او تدریسي واحد دی، چې په رأس کې یې د پوهنځي له استادانو څخه یو تن د پوهنتون د ریاست په وړاندیز لوړو زده کړو وزارت لخوا د رئیس په توګه ټاکل کېږي. د پوهنځي رئيس د هماغه پوهنځي له استادانو څخه وي، چې د رهبرۍ، مدیریت او اداري چارو تر څنګ درسي مکلفیت هم لري.

 

د پوهنځي رئیس د دندو لایحه:

  1. د ملکي لوړو زده کړو د قانون پر اساس د پوهنځي رئیس لاندي دندې لري:
  2. د ستراتیژیک پلان پر اساس ټاکل شویو موخو ته د رسيدلو لپاره د پوهنځي د اداري او علمي چارو مدیریت او رهبري.
  3. د پوهنځي د کیفیت د لوړاوي په موخه د تدریسي ميتودولوژي او درسي پلانونو د پلي کولو کنټرول او څارنه.
  4. د پوهنځي د استادانو تر منځ د تجربو شریکولو او د زده کړه ییز بهیر د کیفیت د ښه والي په موخه د پالیسیو جوړول.
  5. د درسي موادو د برابرولو، څيړنیزو چارو او ټاکل شویو موخو ته د رسيدلو په برخه کې له کمي او کیفي اړخه د علمي کادر د غړو د سویي لوړول.
  6. د زده کړه ییزو چارو د ښه والي په موخه د نظم او ډسپلین پالنه او څارنه، د هر سميسټر د درسونو او آزموینو د مهال ویش جوړول.
  7. د کاري بهیر د لا اغیزمنتیا په موخه د قانون د احکامو، مقرراتو، لایحو او د پوهنځي د علمي شورا د پریکړو پلي کول.
  8. له نورو ورته بنسټونو سره سره د علمي تجربو تبادله، چې په بيلابيلو زده کړه ییزو برخو کې د یو بل له علمي او څيړنیزو لاسته راوړنو څخه هم مهاله معقوله ګټه پورته کړي.
  9. د پوهنځي د کارکوونکو د څيړنیزو او تجربي پروګرامونو د ښه والي په موخه د مؤسسو او نورو ادارو د دوامداره همکاریو د جلب لپاره دطرحو وړاندي کول.
  10.  د علمي کادرونو د سمبالتیا او اکمال په موخه د بشري او تخنیکي اړتیاوو کنټرول او څار کول.
  11.  له نورو ورته داخلي او خارجي پوهنځیو سره د علمي څيړنیزو تجربو د تبادلي او کاري اړیکي د درلودلو په موخه د پوهنتون ریاست ته د اغیزناکو طرحو وړاندي کول.
  12.  د کاري کیفیت د لوړاوي په موخه د لاس لاندي کارکوونکو د کار او کړنو څار او کنټرول.

 

څانګه:

  1. څانګه، د آمر او د علمي کادر د غړو لرونکی دی.
  2. د څانګې آمر، د علمي کادر د غړو له منځه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې  د رئیس په وړاندیز او د لوړو زده کړو د وزیر په منظوری غوره کیږي.

 

د څانګې دندې او واکونه:

  1. د څانګې د مجلس د چارو تنظیم.
  2. د زده کړه ييزو، تطبیقاتو او پـروژو، سـتاژ، پـایلیکونـو (مونوګرافونو، د ډیپلــوم د پــروژو، سمینارونو او تيزسونو) او د محصلینو د کنفرانسونو د چارو تنظیمول.
  3. د علمي- څيړنیزو چارو پر مخ بیول، تنظیمول او د خدمتونو وړاندي کول.
  4. د اسلامي علومو متخصصينو په همکارۍ د محصلینو لپاره د اسلامي فکر د انتقال په موخه د علمي مجالسو او سمینارونو دایرول.
  5. د غیر اسلامي  فکرونو او فرهنګونو د ترویج مخنیوي کول.
  6. د زده کړه ییزو پلانونو او برنـامو ترتیب اوکنټرول.
  7. د پوهې د کچي او تحصیلي سويي د لوړيدلو په زمينه برابرول.
  8. تحصیلي بورسونو، زده کړه ییزو برنامو او د څانګې د علمي کادر د غړو علمي او څيړنیزو محفلونو ته د مسـتحقو نوماندانو معرفي کول.
  9. د علمي کادر د غړو د آثارو او هغو آثارو ارزونه چې له نورو مرجعو څخه څانګې ته محول شوي وي.
  10.  په اړوند برخـو کې د علمـي- څيړنیزو اړتیاوو تشخیص او د لنډ مهالو او اوږد مهالو برنامو رامنځته کول.
  11.  د علمي کادر د بستونو د غړو د علمي ترفیع، د علمي رتبو د تثبیت، تقرر او انفکاک وړاندیز.

 

د تدریسي مدیریت د دندو لایحه

د دندي موخه: په استادانو پورې د اړوندو تدريسي چارو، د قوانينو مطابق د پوهنځي د محصلينو او د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو او معيارونو سره سم د هغوي مديريت او تنظيمول.

وظيفوي صلاحيتونه او مسؤوليتونه:

تخصصي دندي:

  • د وروستيو اجراءتو په موخه باندي د جديد الشمولانو محصلينو د حاضرۍ او تقسيم اوقات ترتيب او همدارنګه د نوم ليکني نظارت او کنټرول کول.
  • د آزموينو د جدولونو ترتيب او تنظيم، د محصلينو د اسنادو او سوابقو او د فارغانو د نمرو ټرانسکريپټ او ډيپلومونو آماده کول.
  • د قانون د احکامو، مقرراتو، لايحو او طرزالعملونو او همدارنګه په پوهنځي کې د نظم او ډسيپلين د رامنځته کولو په موخه باندي د علمي شورا د پريکړو تطبيقول/تطبيق کول.
  • د تدريس د نظم او د وخت د ضايع کولو څخه د مخنيوي په خاطر باندي د څانګو د استادانو لپاره د مهال ويش ترتيبول.
  • علمي شورا ته د استادانو د علمي رتبي د اسنادو د ارزونې او تائيد په موخه باندي د هغوي ترتيب، تنظيم او وړاندي کول.
  • د لابرانټ د تجريبوي او مشاهدوي پلانونو د ترسره کولو لپاره څانګو ته په کتلو سره د هغوي لپاره د مهال ويش آماده کول.
  • آزمويني ته د ګډون کوونکو، محروم، ناکام، غير حاضر او تاجيل محصلينو احصائيه ترتيبول. همدارنګه د آزمويني نتايج اړوندو څانګو ته د محصلينو د خبرولو په موخه  دوي ته وړاندي کول.
  • د شپي پوهنځي او د ماسټرۍ برنامو د موجوديت په صورت کې د استادانو لپاره درسي مهال ويش ترتيب او تنطيمول.

 

 

 

مديريتي دندې:

  • د عمومي رياست د پلان مطابق ټاکلو شويو اهدافو ته د رسيدلو په موخه باندي د مياشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتيبول.
  • د لاس لاندي کارکوونکو د استخدام، رشد، تشويق او د زده کړو څخه د ډاډ په منظور باندي د هغوي مراقبت او مديريت کول.
  • د اداري پروګرامونو د ظرفيت لوړولو او تطبيق په موخه باندي د لاس لاندي کارکوونکو ته د تجريبو انتقالول.
  • د چارو د مؤثريت د زياتوالي او د زده کړييزو اړتياوو د معلومولو او ظرفيت لوړولو لپاره د کړنو د ښه والي په موخه باندي د لاس لاندي کارکوونکو د چارو د ارزونې لپاره د انګيزي ايجادول.
  • د مياشتني، ربعوار، کلني او د ضرورت په وخت کې د مقاماتو د خبرتيا په موخه باندي د لاسته راوړنو او فعاليتونو د راپور وړاندي کول.
  • د ټولو هغو اړوندو دندو اجراء کول چې د مقاماتو/پوهنځي رياست له لوري د قوانينو، مقرراتو او د ادارې اهدافو د تطبيق په خاطر سپارل کيږي.

 

د هماهنګي وظايف:

  • د محصلينو په چارو کې د اړوندو ادارو سره د کارونو پر وخت د اجراء لپاره هماهنګي کول.
  • د لاس لاندي کارکوونکو او همدارنګه د اړوندو بخشونو سره د اداري د متوقعي اهدافو د حاصلولو لپاره د همغږۍ ايجاد او د اړيکو ټينګول.

د علمي کـادر د غړو دنـدې او مکلفیتونه:

  1. د علمي کادر غړی (د استاد مرستيال) لاندي دندې او مکلفيتونه لري:
  1. د استاد تر نظر لاندي په تدریس کې ګډون د استاد د نشتون په صورت کې د تدریسي چارو مخته وړل.
  2. د تطبیقاتو، تمرینونو او عملي کارونو د اجراء لارښوونه.
  3. د مونوګرافونو، د ډیپلوم د پـروژو، سمینارونو او د علمي کنفرانسونو په برابرولو کې  محصلینو ته لارښوونه.
  4. په کميټو کې فعاله ونډه اخیستنه، په اکـاډمیکو چـارو او د پوهنځي او اړوند تحصیلي بنسټ د خـدماتو د وړاندي کولو په چارو کې برخه اخيستل.                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                               
  5. په هغو موضوع ګانو کې د علمي څيړنو ترسره کول چې د لارښود استاد له خوا ټاکل شوي وي او د څانګې، پوهنځي یا اړوند تحصیلي بنسټ لخوا د تائید وړ ګرځيدلي وي.
  6. په اړوند رشته کې د پوهې د کچي لوړولو هڅه کول.
  7. د عالي سلوک لرل او په اکاډمیک چاپيریال کې د منـل شـویو اسلامي او ملي ارزښتونو پربنسټ د نيکو اړیکو تأمینول.
  8. ورسپارل شویو دندو کې د دي قانون د احکامو، مقرراتو او نورو نافذه قوانینو په رڼا کې د دیني ارزښتونو رعایت.
  9. د اړوندي لایحي مطـابق د نـورو سپارل شویو دندو سرته رسول.

 

  1. د علمي کادر غړي (استاد) دندې او مکلفيتونه:
  1. تدریس، څیړنه او نور اکاډميک فعالیتونه وړاندي کول.
  2. د مرستیال استاد ارزونه او لارښوونه د زده کړي، څیړنې، تدریس او د محصلینو د فعالیتونو د ارزونې په ډګر کې.
  3. د علمي کادر د غړو د علمي آثارو ارزونه او په اړه يې نظر وړاندي کول.
  4. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د څانګو، پوهنځیو او د لوړو زده کړو وزارت په کمیټو، کمیسیونونو او بورډونو کې ګډون او په اکاډمیکو چارو کې فعاله ونډه اخیستنه.
  5. د څانګې په موافقه  او د لوړو زده کړو وزارت په تائید د نورو مرجعو په علمي، مسلکي او انکشافي فعالیتونو کې ګډون.
  6. د درسي موادو (درسي او ممد درسي کتابونه، لکچر، او د اړتیا وړ نور درسي مواد) برابـرول او ترتيبول.
  7. د هغو موضوعګانو په اړه  علمي څیړنه، ژباړه او تألیف چې د څانګې، پوهنځي یا اړوند تحصیلي بنسټ له خوا ورته سپارل کيږي.
  8. د اړوند تحصیلي بنسټ د تحصیلي کیفیت په تضمینولو او ښه والي کې فعال ګډون.
  9. د عالي سلوک لرل او په اکاډمیک چاپيریال کې د منـل شـويو اسلامي او ملي ارزښتونو پربنسټ د نيکو اړیکو تأمينول.
  10.  ورسپارل شویو دندو کې د لوړو زده کړو د قانون د احکامو، مقرراتو او نورو نافذه قوانینو په رڼا کې د دیني ارزښتونو رعايتول.
  11.  د نویو تدریسي میتودونو د بنسټیز کولو په پروسه کې برخه اخيستل.
  12. د برښنايي زده کړو په پراختیا او پیاوړتیا کې برخه اخيستل.
  1. د پوهاند د علمي رتبې لرونکی استاد په کال کې د یوه علمي کنفرانس په جوړولو او په معتبرو بین المللي مجلو کې د یوې علمي مقالې یا په یوه کورنۍ معتبره مجله کې د دوو مقالو په خپرولو مکلف دی.