کیفیت د لوړاوي او اعتبار ور کولو مرکز
تضمین کیفیت آمریت لاندي دندي مخته وړي
الف : د تضمین کیفیت او اعتبارورکوونې په مورد:
په تحصیلي څانګه کې د کیفیت لوړولو هڅې.
د تحصیلي مؤسسې، پوهنځیو او فارغ ورکونکو څانګو د ځاني ارزونې د تګلارې نظارت.
د تحصیلي مؤسسې د خودي ارزیابي د ګزارش ترتیب کول.
د فارغ ورکوونکو څانګو او پوهنځیو د ځاني ارزونې د ګزارش بررسي کول.
د بیا کتني له ټیم سره د بيا کتنې په جریان کې همکاري کول.
د لوړو زده کړو وزارت د ملي ستراتیژیک پلان، د اړوند مؤسسې د ستراتیژیک پلان، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکووني په مورد مهمو اسنادو او د تضمین کیفیت او اعتبار ورکووني د لايحي په شمول د ځاني ارزوني د معیارونو سره کاملاً بلدتیا.
د تحصیلي مؤسسې رئيس، معاون سره د پوهنځیو د کیفیت د لوړوالي، د تضمین او عمومي خدماتو لکه لابراتوارونه، کمپیوټر لیب، کتابخاني، محصلانو ته د خدماتو وړاندي کول او د مؤسسې د نورو علمي غوښتنو په اړه مشوره کول.
د تحصیلي مؤسسې د علمي او اداري فعالیتونو څخه د بيا کتني پر اساس د کميټي لپاره د مناسبو اسنادو ترتیب کول او د هري پوهنځي ځاني ارزونه.
د کميټي د تصمیمونو پټ ساتل، د پوهنځیو سره بحثونه، د علمي کادر غړیو، محصلانو، کارمندانو او د مؤسسې نور غړیو سره بحثونه کول.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکووني له ریاست سره د اړیکو ساتل.
د تضمین کیفیت د لوړولو په موخه باندي د ټولو مربوطه وظایفو اجراء چې د لوړو مقاماتو لخوا وړاندي کیږي.
ب : د کیفیت د لوړوالي لپاره د تدابیرو نیولو په اړه:
د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني د ټولو یوولس ګونو معیارونو د ضعف نقطو، فرصتونو او تهدیدونو لپاره د یو عملیاتي پلان ترتیب.
د عملیاتي پلان د تطبیق لپاره د مکانیزم برابرول او د هغه د تطبیق د مخنیوي لارو چارو معرفي کول.
د تحصیلي بنسټ په ټولو سطحو کې د عملیاتي پلان له تطبیق څخه نظارت کول.
د مسیر یابي (Tracking Document) اسنادو برابرول په معياري فارمټ کې چې د تضمین کیفیت له ریاست څخه رالیږل کیږي.
د تحصیلي مؤسسې په سطحه د مسیر یابي (TD) اسنادو له تطبیق څخه نظارت کول.
د وزارت د ملي ستراتیژیک پلان له تطبیق او د تحصیلي مؤسسې ستراتیژیک پلان څخه نظارت او په دي برخه کې د ربعوار ګزارش ترتیبول.
په تحصیلي بنسټونو کې د تضمین کیفیت د برنامو او پلانونو د تطبیق لپاره د محافلو دايرول.
د ټولو برنامو تطبیق چې د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لخوا د وزارت څخه عملي کیږي.
د نوي والي او نويو برنامو برابرول او تطبیق چې د کیفیت د لوړوالي سبب کیږي.
د عملیاتي پلان، ستراتیژیک پلان او نورو ټولو پلانونو د تطبیق د مصارفو لپاره د تحصیلي مؤسسې د بوديجي او مرستو څخه نظارت کول.
ج- د اکاډمیکو چارو د نظارت او بررسي په اړه:
د لوړو زده کړو وزارت د (۴۹۳۳/۳۷۸۴) حکم پر اساس او ۱۳۹۲/۸/۱۳ نيټه ټولي علمي او اکاډميکي چاري د اړوند تحصیلي مؤسسې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکووني کمیټي په غاړه دي چې لاندي وظایف لري:
د ټولو نشراتي چارو نظارت او بررسي او د سميسټر په پاي کې د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د رسمي ګزارش برابرول.
د تحصیلي بنسټ په سطحه د علمي تحقیقاتو نظارت او بررسي د سميسټر په پاي کې د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د رسمي ګزارش برابرول.
د تدریسي چارو په ځانګړي توګه د تدریس د کیفیت ارزیابي طرزالعمل د تطبیق نظارت او بررسي، د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست ته د راپور وړاندي کول.
د ورستیو آزموینو د یو واحد طرزالعمل له تطبیق څخه نظارت او بررسي کول او د هر سميسټر په پاي کې د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د راپور برابرول.
له تجهیزاتو، د ضرورت وړ موادو، د علمي کارونو، لابراتواري سامان آلاتو څخه نظارت او بررسي او د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د رسمي راپور برابرول.
د سميسټر په جریان کې د څانګو د درسي میتودونو څخه نظارت او بررسي او د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د ګزارش برابرول.
د درسي موادو، لکچرنوټونو، د اصلاح او سټنډرډ کیدلو لپاره د ټولو موادو څخه سميسټر وار نظارت او بررسي او د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست ته د رسمي ګزارش وړاندي کول.
د سميسټر په جریان کې په دقیق ډول د کریکولم او مفراداتو د تطبیق څخه نظارت او بررسي کول، د سميسټر په پاي کې د علمي شورا په تائيد د وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارورکووني ریاست لپاره د رسمي ګزارش برابرول.
د کال په اوږدو کې د تقرر او ترفیعاتو د شفافیت له بهیر څخه نظارت او بررسي او د تحصیلي بنسټ د علمي شورا لپاره د ګزارش ترتیب کول.
د تحصیلي بنسټ د نظم او ډسپلین څخه نظارت او د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کيفيت او اعتبار ورکووني ریاست ته د ګزارش وړاندي کول.
د تدریس په جریان کې د نوي ټکنالوژي له تطبیق او د سميسټر د مهال ویش د تطبیق څرنګوالی.
د څانګو او پوهنځیو د اکاډمیکو فعالیتونو څخه نظارت او بررسي.
د لوایحو، مقررو، طرزالعملونو او په اکاډمیکه ساحه کې د ټولو تقنیني اسنادو د تطبیق نظارت او بررسي.
د علمي خدماتو د وړاندي کولو، تحقیقي او د پوهنتونو د ملي استقلالیت د مقرري مواد مطابق د نشراتو څخه نظارت او بررسي.