td

ښوونې او روزنې پوهنځی


د ښوونې او روزنې پوهنځي په ۱۳۹۶ هـ ش کال د زابل ولایت د درنو ولسونو د مکررو غوښتنو په پایله کې د کابینې د دریمې مصوبې د پریکړي په اساس د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې د څلورو څانګو (ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي) او ۱۸ کادري بستونو او څو اداري بستونو په لرلو سره تاسیس او په فعالیت پیل وکړ. یاده پوهنځي په ۱۴۰۰ هـ ش کال په خپله لومړنۍ دوره کې د ۷۲ تنو زده کړیالانو په شمير سره فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندي کړل.

اوس مهال نوموړي پوهنځي په یادو څانګو کې د ۴۵۷ تنو په شاوخوا کې برحاله زده کړیالان لري، چې په زیاته کچه د ماسټر استادانو له لوري یې تدریسي چارې مخته وړل کيږي. د نوموړي پوهنځي زیاتره استادانو په بیلابیلو هیوادونو کې خپلې زده کړي بشپړي کړي دي؛ چې ځیني يې لا هم په زده کړو بوخت دي. د ښوونې او روزنې پوهنځي ویاړي چې په پوره صداقت سره هیواد او ټولنې ته د علمي کادرونو د روزلو په برخه کې خدمات وړاندي کوي.

د ښوونې او روزنې پوهنځي په اداري او تدريسي تشکيل کې رئیس، مرستيال، د څانګو آمرين، استادان، تدريسي چارو عمومي مدير، اجرائيه او د لابراتوار مديران لري.

 لرلید:

 د ښوونې او روزنې پوهنځي به د ښه تدریس او غوره څیړنیزو خدماتو په ترسره کولو سره د هیواد په سطحه د مسلکي او وړ ښوونکو د روزنې یو معتبر او معیاري مرکز واوسي.

رسالت:

د ښوونې او روزنې پوهنځي د یو معیاري، ښوونيز او روزنیز چاپیریال د رامنځته کولو له لارې د ټولنې د خدمت او پرمختګ په موخه اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن مسلکي ښوونکي روزي.

موخي:

  1. د ښوونې او روزنې پوهنځي په ټولو څانګو کې د ټولنې د خدمت لپاره مسلکي ښوونکي روزي.
  2. د زده کړیزو موخو د کیفیت د لا ښه والي لپاره پرلپسي هڅې.
  3. د استادانو او کارمندانو ظرفیت لوړونې ته ژمنتیا.
  4. د علمي برنامو ایجاد، پراختیا، او اصلاح.
  5. د مطالعي، تدریس او څیړنې لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کول.
  6. په ټولو اړوندو څانګو کې د څیړنې ترویج او تقویت.
  7. د کیفیت لوړاوي او خدماتو په ارایه کولو کې په ملي کچه رقابت.
  8. د بنسټيزو تاسیساتو  وده او پراختیا.

ارزښتونه:

  1. اسلامي ملي او علمي ارزښتونو ته درناوی.
  2. د لوړو زده کړو  وزارت قوانینو، لوایحو، مقرراتو، طرزالعملونو او د مؤسسي پالیسیو ته درناوی. 
  3. د انساني کرامت  لوړ مقام ته درناوی او متقابل احترام.
  4. عدالت، مساوات او ځواب وینه.
  5. همغږي او ګډ کار ته ژمنتیا.
  6. د زده کړیالانو د پټو استعدانو پنځونه او د هغوی فکري روزنه.

آسانتياوي:

مجهز ټولګي، خوندي چاپيريال، د بريښنا منظم سيسټم، پاکي اوبه، همدانګه سپورټ او وسايل يې.

فعالیتونه:

  1. عصري تعلیمي میتودونه او نوی نصاب.
  2. د باکیفیته څیړنو خدمتونه.
  3. د نورو پوهنځیو او ادارو سره  همغږي او همکاري.
  4. د علمي پروګرامونو د ظرفیت لوړول.
  5. علمي سیمینارونه، کنفرانسونه او ورکشاپونه دایرول.
  6. د مختلفو اکاډمیکو فعالیتونو ترسره کول.

 

څانګې:

  1. بيولوژي څانګه
  2. کيميا څانګه
  3. رياضي څانګه
  4. فزيک څانګه

 

د ښوونې او روزنې پوهنځي غونډې:

د ښوونې او روزنې پوهنځي د ترتیب شوي  مهال ويش  له مخې  په مياشت کې يو ځل د استادانو سره غونډه، د بيلابيلو کميټوغونډي او هم د اړتيا له مخې فوق العاده غونډي لري، چې د اړونده موضوعاتو په اړه  هر اړخيز بحث صورت نيسي او  اړین  تصميمونه پکښي نيول کيږي.

 

تدريسي فعاليت او د نورو پوهنځيو او څانګو سره مرسته:

د ښوونې او روزنې پوهنځي تدريسي بهير د نصاب سره سم  په  نظري او په پروجیکتور باندي پر مخ وړل کيږي. د عملي کارونو لپاره  لابراتوار تر اوسه شتون نلری، چې استادان د آزمايښتونو د سرته رسولو په موخه محصلين بوخت وساتي. د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان ټوله په تفاهم او همکارۍ سره د اړوند څانګو مضامینو تدریس مخته وړي او ځيني وخت د اړتيا په صورت کې د کرهڼي او اقتصاد پوهنځيو سره هم تدریسي همکاري کوي.

 

علمي فعاليتونه او د ظرفيت لوړول:

د ښوونې او روزني پوهنځې زیاتره استادان  د درسي بهير ترڅنګ  د څيړنو،  تالیفاتو  په سرته رسولو هم مصروف  دي تر څو په ورسپارل شوو برخو کې څيړنې او تاليفات وکړي، چې دغه کړني د ټولنې پرمختګ کې ستر رول لري. چې اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان په نړيوالو ژورنالو کې يو شمير مقالي هم خپري کړي دي. د ښوونې او روزنې پوهنځي زیاترو استادانو په بهرنيو هيوادونوو لکه: ایران، هندوستان، روسیه او نورو هیوادونو کې خپلې زده کړې بشپړي کړي او بېرته د خدمت په موخه راستون شوي دي او څو تنه نور يې برحاله په چين کې د ماسټري په زده کړو بوخت او همدارنګه نور استادان يې د هيواد په داخل او بهرنيو هيوادونو کې د ماسټري او دوکتورا د زده کړو په موخه د روانیدو په حالت کې دي. 

 

د ورکشاپونو، کنفرانسونو او سمينارونو دايرول:

د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان په منظم ډول کنفرانسونه، ورکشاپونه او سمينارونه ترتيبوي، چې د پوهنځي داخل او بهر اړوندو علاقه لرونکو ګډونوالو ته وړاندي کیږي. همدارنګه ملي او  ولايتي علمي کنفرانسونو، ورکشاپونو او سمينارونو کې فعاله ونډه لري، خپلي تجربې  له  نورو سره شریکه وي  او هم  د نورو له تجربو څخه ګټه اخلي.

 

د پوهنځي په  بېلابېلو شورا ګانو او کميټو کې ګډون:

د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او پوهنځي په  کچه  ټولو کميټو کې  فعال ګډون لري.

 

د استادانو علمي فعالیتونه:

د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د لکچر نوټونو، درسي کتابونو او ممد درسي کتابونو په ترتیبولو او تیارولو کې تل هڅي کوي؛ څېړنې سرته رسوي او د هغوي راپور د مقالو په بڼه خپروي. چې له مجموعي يې د کيميا څانګې استاد پوهنیار بشیرالله دانش یار دوي مقالي په نړيوالو ژورنالونو کې خپري کړي دي. سره له دي ګڼ شمير استادان د څیړنو په تر سره کول او د پاته څيړنو د چاپ په پروسي باندي بوخت دي.

 

محصلينو فعاليتونه:

د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلين هر کال د تدريس زده کړي مضمون لرلو لپاره د عملي زده کړو په موخه مختلفو لیسو ته معرفی شوي/کيږي.

 

تدریسي او اداري آسانتياوي:

ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلينو د تدريس لپاره څو درسي خونې لري چې ټولو خونو کې د تدريس لپاره د سپينو تختو سربيره LCD او پروجکټورونه لري چې استادن ورڅخه د تدریس په موخه ګټه تري اخلي. د پوهنځي د رئیس، مرستيال، استادانو او اداري کارمندانو لپاره  بیلابیلي شعبي موجودي دي چې د دفتر  په حيث ورڅخه ټول ګټه اخلي.

 

 

 

د محصلینو شمير:

د  ښوونې او روزنې پوهنځي کې فعلاً مجموعاً  ۴۵۷ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي، دغو محصلینو ته د ۱۷  تنو استادانو له لوري د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي، چې تر دې مهاله یې دوه دورې فارغین چې د ۱۹۰ تنه کېدل ټولنې ته وړاندي کړي دي. چې عمومي د محصلينو احصائيه په لاندي جدول کې ‌ذکر شوي ده.

شميره

کال

نارینه

ښځينه

مجموعه

۱

۱۳۹۶

۱۱۹

۴

۱۲۳

۲

۱۳۹۷

۲۰۷

۷

۲۱۴

۳

۱۳۹۸

۳۶۹

۵

۳۷۴

۴

۱۳۹۹

۴۱۶

۹

۴۲۵

۵

۱۴۰۰

۴۳۴

۲۳

۴۵۷

د ښوونې او روزنې پوهنځي تحصیلي نصاب:

د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلینو ته بيلابيل مضامین چې ۵۵٪ يې اختصاصي او نور يې مسلکي، عمومي، پوهنتون شمول او اختياري مضامین دي تدریس کیږي. همدارنګه د ښوونې او روزنې پوهنځي نوي کریکولم چې لوړو زده کړو وزارت له خوا  په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې تایید شوي دي تطبیق شوی.

 

اوس مهال نوي کريکولم چې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام لخوا نهايي شوي او وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي د نصاب او کريکولم کميټي له لوري د اسلامي ثقافت د مضمون د کريډيټ د شمير په زياتيدولو سره ترتيب شوي او لاندي نصاب د ۱۴۰۱ هـ ش کال څخه تطبيق شوي/کيږي:  

 

تحصيلي نصاب:

  1. بيولوژي څانګې نصاب

اول ټولګی، اول سميسټر (بيولوژي څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

عمومي بیولوژي۱

Ed.Bio -  0120

اساسي

۴

۲

عمومي کیمیا۱

Ed. Ch - 0120

اساسي

۴

۳

عمومي ریاضي اوحصائیه ا

Ed. Math - 0115

اساسي

۳

۴

عمومي ارواپوهنه

Ed.Psy - 0106

مسلکي

۲

۵

انګلیسي۱

Ed. EN - 0102

پوهنتون شمول

۲

۶

اسلامی ثقافت ( د اسلام اعتقادي نظام )

SL. IC -  01.01

پوهنتون شمول

۲

۷

اسلامی ثقافت  ( تلاوت او تجوید )

SL. IC -  01.01

پوهنتون شمول

۱

۸

د کمپیوټر اساسات

Ed. Com -0103

پوهنتون شمول

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۰

 

اول ټولګی، دوهم سميسټر (بيولوژي څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

عمومي بیولوژي۲

Ed. Bio-  0220

اساسي

۴

۲

عمومي کیمیا۲

Ed.Ch.0220

اساسي

۴

۳

بیو فزيک

Ed. Phy - 0220

اساسي

۲

۴

انکشافي ارواپوهنه

Ed. Psy - 0207

مسلکي

۲

۵

انګلیسي۲

Ed . EN - 0202

پوهنتون شمول

۲

۶

اسلامي ثقافت (د اسلام عبادتي نظام )

SL. IC -  02.01

پوهنتون شمول

۲

۷

اسلامي ثقافت ( سیرت )

SL. IC -  02.01

پوهنتون شمول

۲

۸

د کمپیوټر اساسات

Ed.BC.0203

پوهنتون شمول

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۰

 

 

 

دوهم ټولګی، دريم سميسټر (بيولوژي څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

  غیرفقاریه زولوژي۱

Ed. Bio- 0321

اختصاصي

۴

۲

عمومي نباتات۱

Ed. Bio- 0322

اختصاصي

۳

۳

د نباتاتو تطبیقات۱

Ed. Bio- 0322

اختصاصي

۱

۴

د حجري مالیکولي بیولوژي

Ed. Bio- 0323

اختصاصي

۳

۵

روزنيزه ارواپوهنه

Ed. Psy- 0308

مسلکې

۲

۶

اسلامي ثقافت (د اسلام اخلاقي نظام )

SL. IC -  03.01

پوهنتون شمول

۲

۷

اسلامي ثقافت ( د اسلام ټولنیز نظام)

SL. IC -  03.01

پوهنتون شمول

۲

۸

عضوي کیمیا

Ed.Chm-0315

اساسي

۲

۹

تکنالوژي کاربردي

Ed. Ge - 0324

اختصاصي

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۱

 

 

دوهم ټولګی، څلورم سميسټر (بيولوژي څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

انساني امبریولوژي

Ed. Bio- 0425

اختصاصي

۲

۲

عمومي نباتات۲

Ed. Bio- 0422

اختصاصي

۳

۳

د نباتاتو تطبیقات۲

Ed. Bio- 0422

اختصاصي

۱

۴

عمومي هستولوژي

Ed. Bio- 0426

اختصاصي

۴

۵

د بیولوژي د تدریس میتود

Ed. Bio- 0427

اختصاصي

۴

۶

چاپیریال ساتنه

Ed. Ge - 0404

پوهنتون شمول

۲

۷

اسلامي ثقافت  (فکري پوهنه)

SL. IC -  04.01

پوهنتون شمول

۲

۸

اسلامي ثقافت ( ادیان او مذاهب)

SL. IC -  04.01

پوهنتون شمول

۱

۹

معاصر تاریخ

Ed. Hi - 0405

پوهنتون شمول

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۱

 

دريم ټولګی، پنځم سميسټر (بيولوژي څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

فقاریه زولوژي

Ed. Bio- 0528

اختصاصي

۴

۲

نباتي فزیولوژي۱

Ed. Bio- 0529

اختصاصي

۳

۳

نباتي سیستماتیک

Ed. Bio- 0530

اختصاصي

۲

۴

مایکروبیولوژي۱

Ed. Bio- 0531

اختصاصي

۳

۵

صحت و تربیت بدني

Ed. PS- 0506

اختیاري

۲

۶

د ښوونې او روزنې بنسټونه

Ed. Ba - 0509

مسلکي

۲

۷

اسلامي ثقافت (د اسلام سیاسي نظام )

SL. IC -  05.01

پوهنتون شمول

۲

۸

اسلامي ثقافت  (د اسلام اداري نظام)

SL. IC -  05.01

پوهنتون شمول

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۰

 

دريم ټولګی، شپږم سميسټر (بيولوژي څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

نباتي فزیولوژي۲

Ed. Bio - 0629

اختصاصي

۳

۲

عمومي ايکالوژي

Ed. Bio - 0632

اختصاصي

۴

۳

مایکروبیولوژي۲

Ed. Bio - 0631

اختصاصي

۳

۴

جنتیک

Ed. Bio - 0633

اختصاصي

۴

۵

پرازیټولوژي

Ed. Bio - 0634

اختصاصي

۲

۶

تربیتي ارزیابي

Ed. Ba - 0610

مسلکي

۲

۷

اسلامي ثقافت (د اسلام اقتصادي نظام)

SL. IC -  06.01

پوهنتون شمول

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۰

 

څلورم ټولګی، اووم سميسټر (بيولوژي څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

د انسان اناتومي او فزیولوژي۱

Ed. Bio - 0735

اختصاصي

۴

۲

د انسان د اناتومي او فزیولوژي۱ تطبیقات۱

Ed. Bio - 0735

اختصاصي

۱

۳

بیولوژیکي تکامل

Ed. Bio - 0736

اختصاصي

۲

۴

تدریس زده کړه

Ed. Bio - 0737

ستاژ(اختصاصي)

۴

۵

د بیولوژي تحقیقي روش

Ed. Bio - 0738

پروژه

۴

۶

د دفتردارۍ اصول

Ed.Ge-0711

مسلکي

۲

۷

مونوګراف

Ed.Ge-0735

تحقیقي پروژه

۲

۸

اسلامي ثقافت (قرآن او معاصر علوم)

SL. IC -  07.01

پوهنتون شمول

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۱

 

څلورم ټولګی، اتم سميسټر (بيولوژي څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

د انسان اناتومي او فزیولوژي۲

Ed. Bio - 0835

اختصاصي

۴

۲

د انسان اناتومي او فزیولوژي۲ تطبیقات۲

Ed. Bio - 0835

اختصاصي

۱

۳

بیوټکنالوژي

Ed. Bio - 0839

اختصاصي

۲

۴

مونوګراف۲

Ed. Bio - 0842

تحقیقي پروژه

۲

۵

بیولوژیکل سایکولوژي

Ed. Bio - 0840

اختصاصي

۲

۶

بیوشیمي

Ed. Bio - 0841

اساسي

۴

۷

حل منازعه و صلح۱

Ed. 0842

اختیاري

۲

۸

اسلامي ثقافت  (اسلامي تمدن)

SL. IC -  08.01

پوهنتون شمول

۲

د کريډيټونو مجموعه

۱۹

کيميا څانګې نصاب

اول ټولګی، لومړی سميسټر (کيميا څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

عمومي کيميا I

Ed.Ch.01.20

اساسي

۳

۲

تطبیقات کيميا عمومي I

Ed.Ch.01.21

اساسي

۱

۳

عمومي رياضي I

Ed. Ma. 01.20

اساسي

۲

۴

عمومي بیولوژي I

Ed.Bi.01.20

اساسي

۴

۵

عمومي  ارواپوهنه

PS. GP. 01.07

مسلکي/ اساسي

۲

۶

انګلیسيI

Ed.En.01.02

پوهنتون شمول

۲

۷

اسلامی ثقافت ( د اسلام اعتقادي نظام )

SL. IC -  01.01

پوهنتون شمول

۲

۸

اسلامی ثقافت  ( تلاوت او تجوید )

SL. IC -  01.01

پوهنتون شمول

۱

۹

عمومي فزيک I

Ed. Ph. 02.20

اساسي

۲

۱۰

کمپيوټر I

CE. IE .01.03

پوهنتون شمول

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۱


دوهمه ورقه h

 پوهنځی رئیس
څانګې