په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر (Mendeley )کارونې سمینار وړاندي شو

zabu_admin
Thu, May 23 2024 10:31 AM
as

پرون چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ مدیریت په کمپیوټر لیب کې د مؤسسې د ټولو پوهنځيو د څلورم صنف محصلینو ته د نوماند پوهنیار احسان الله سعد له لورې په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر(Mendeley) د کارونې په هکله یو ورځنی سیمینار ورکول شو.

یاد سمینار چې د محصلینو ترڅنګ استادانو هم برخه لرله د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپیل شو، ورپسې د استاد نوماند پوهنیار احسان الله سعد له لورې د ماخذ لیکنې سافټویر (Mendeley) پېژندنه، په دې سافټویر کې پروفایل جوړول، لیبرري جوړول، لیکلي اسنادونه او ماخذونه ترتیبول، د متن ماخذ لیکنه (Citation) او د منابعو او سرچینو ماخذ لیکن(Reference List) موضوعات د عملي کار په کولو سره محصلینو ته یاد موضوعات وړاندي شول.

یاد سمینار د محصلینو و پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره پای ته ورسید. د یادونې وړ ده چې اقتصاد پوهنځی وخت او اړتیا ته په کتو؛ هغه سافټویرونه چې د تحصیلي څانګې او مسلک اړوند دي محصلینو ته د زده کړو او د کار په ساحه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه تدریسوي.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS