د زابل پوهنتون تاریخچه

ميرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې پيژندنه

ميرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په لرلو سره د یو علمي او زده کړه ییز بنسټ په نوم پیل وکړ؛ چې په تدریج سره په ۱۳۹۸ هـ ش کال د اقتصاد او کرهڼې پوهنځي او په ۱۴۰۰هـ ش کال کې د شرعیاتو پوهنځي منظوري شوي.

 

لیرلید:

 د ميرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي د غوره تدریس، څیړنو او باکیفیته خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد په کچه یو معتبر علمي مرکز واوسي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

 

رسالت:

د ميرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه مناسبو تدریسي، څیړنیزو او باکیفیته خدماتو ته د لاسرسي زمینه برابروي، چې پر مټ یې د نني عصر د غوښتنو مطابق اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن کادرونه د هیواد خدمت او پرمختګ لپاره روزي.

 

ارزښتونه:

  • اسلامي، علمي او ملي ارزښتونو او قوانینو  ته ژمنتیا او درناوی؛
  • د اسلامي، ملي، او اکاډمیکو افکارو وده او ترویج؛
  • نوښت، کیفیت، تخصص، مسلکیتوب او عدالت؛
  • بانظمه، سالمه او مؤثره اداره؛
  • د هر ډول فساد، تبعیض او تعصب مخنیوي او پر وړاندي یې جدي مبارزه؛

 

موخې:

  • د اسلامي، ملي او اکاډمیکو ارزښتونو او معیارونو درناوی، ساتنه او پالنه؛
  • د لوړو زده کړو  له قوانینو سره سم د لیسانس تر کچې پورې د علمي او مسلکي کادرونو روزنه؛
  • د علمی او څیړنیزو پروګرامونو پراختیا او د کیفیت د لوړاوي او اعتبار  ورکولو پروسې پر مخ وړل
  • د بنسټیزو تأسیساتو انکشاف او په کمي او کیفي لحاظ د مؤسسې پراختیا؛
  • د معلوماتي ټکنالوژي وده او پراختیا؛
  • د غوره تحصیلي او تحقیقي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د متخصیصو کادرونو جذب،ګمارنه او پالنه؛