td

په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر (Mendeley )کارونې سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۷:۴۶

 تیره چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ مدیریت په کمپیوټر لیب کې د مؤسسې د ټولو پوهنځيو د څلورم صنف محصلینو ته د نوماند پوهنیار احسان الله سعد له لورې په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر(Mendeley) د کارونې په هکله یو ورځنی سیمینار ورکول شو.

یاد سمینار چې د محصلینو ترڅنګ استادانو هم برخه لرله د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپیل شو، ورپسې د استاد نوماند پوهنیار احسان الله سعد له لورې د ماخذ لیکنې سافټویر (Mendeley) پېژندنه، په دې سافټویر کې پروفایل جوړول، لیبرري جوړول، لیکلي اسنادونه او ماخذونه ترتیبول، د متن ماخذ لیکنه (Citation) او د منابعو او سرچینو ماخذ لیکن(Reference List) موضوعات د عملي کار په کولو سره محصلینو ته یاد موضوعات وړاندي شول.

یاد سمینار د محصلینو و پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره پای ته ورسید. د یادونې وړ ده چې اقتصاد پوهنځی وخت او اړتیا ته په کتو؛ هغه سافټویرونه چې د تحصیلي څانګې او مسلک اړوند دي محصلینو ته د زده کړو او د کار په ساحه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه تدریسوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۷:۴۸
Background image

د علمي څیړنې لپاره د عنوان ټاکلو تر سرلیک لاندي سمینار وړاندي شو.

تیره چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د علمي څیړنې لپاره د عنوان د ټاکلو تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار د یادې مؤسسې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۷:۴۶
Background image

په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر (Mendeley )کارونې سمینار وړاندي شو.

 تیره چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ مدیریت په کمپیوټر لیب کې د مؤسسې د ټولو پوهنځيو د څلورم صنف محصلینو ته د نوماند پوهنیار احسان الله سعد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۷:۳۸
Background image

د قوشتپې کانال تر عنوان لاندې د واليبال سيالۍ پېل شوې

رون ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د والیبال په لوبغالې کې د یادې مؤسسې د ټولو پوهنځیو د ورزش د ټیمونو تر منځ، د ورزش کميټې له لوري د (قوشتپې کانال ) تر عنوان. . .

BACK TO NEWS