د زابل پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تحصیلي تقویم سره سم د خزاني سمستر ازموینې پیل شوې

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴۲
د زابل پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تحصیلي تقویم سره سم د خزاني سمستر ازموینې پیل شوې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې او هدایت سره سم، د میرویس خان نیکه پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر ازموینې په رسمي ډول پیل شوې. د ازموینو د بهیر د څارنې او ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د پوهنتون محترم رﺉیس صاحب، د علمي او محصلانو چارو مرستیال صاحب، د پوهنځیو محترمو رﺉیسانو، د دعوت او ارشاد محترم آمر د ازموینو له صحنو څخه لیدنه وکړه. د یادې لیدنې پر مهال د ازموینو بهیر له نږدې وڅارل شو او د شفافیت، نظم او د ازموینو د اصولو د سم تطبیق پر ارزښت ټینګار وشو. د زابل پوهنتون مشرتابه ډاډ ورکوي چې د ازموینو بهیر به د ټاکل شوي مهالوېش، اصولو او تحصیلي مقرراتو سره سم، په شفاف او منظم ډول ترسره شي. همدارنګه، له ټولو محصلینو غوښتنه وشوه، چې د ازموینو اصول او مقررات په پام کې ونیسﺉ او په پوره چمتووالي سره په خپلو ازموینو کې ګډون وکړي. د زابل پوهنتون اداره د ټولو محصلینو لپاره په ازموینو کې د بریا او لا زیاتو علمي بریاوو هیله کوي. نېټه:شنبه1405/9/7-1448/6/17 د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د زابل پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تحصیلي تقویم سره سم د خزاني سمستر ازموینې پیل شوې

د زابل پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تحصیلي تقویم سره سم د خزاني سمستر ازموینې پیل شوې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې او هدایت سره سم، د میرویس خان نیکه پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

BACK TO NEWS