د 1405کال کانکور ازموینه پیل سوه

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۲
کانکور


نن ورځ په میرویس خان نیکه پوهنتون کې د زابل ولایت له سلګونو زده کوونکو څخه د 1405کال عمومي کانکور ازموینې بهیر  په داسي حال کې پرانیستل سو، چې پر مهال یې، د  پوهنتون رﺉیس مفتي عزیزالله طیب صاحب، د پوهنتون مرستیالانو، د ازموینې عمومي ادارې مسلکي او تخنیکي غړو ګډون درلود.
د ازموینې د پرانیستې په مراسمو کې د  پوهنتون رئیس  زده کوونکو ته هرکلی ووایو او هغوی ته یې د خپلې وینا پر مهال د زده کړو ارزښت، خدمت او روښانه راتلونکې په اړه مهمې سپارښتنې وکړې. نوموړي زده کوونکي وهڅول چې د ازموینې پر مهال له پوره حوصلې، صداقت او اعتماد څخه کار واخلي او خپلې موخې د علم او پوهې له لارې ترلاسه کړي. 
د ازموینې عمومي ادارې تخنیکي ټېم او د پوهنتون رهبرۍ په ګډو هڅو او همغږۍ سره د ازموینې لپاره ټول لازم تدابیر نیولي وو او هڅه یې کړې وه، تر څو ازموینه په شفاف او منظم ډول ترسره شي. 
د یادونې وړ ده چې، د ازموینې عمومي اداري د پلان له مخي به دا ازموینه د نن ورځي په ګډون سبا یعني د جمعې په ورځ هم اخیستل کیږي.
نېټه:1405/2/31
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه
په لومړي ځل د میرویس خان نیکه پوهنتون مجله د (ثالث عمر رحمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د Classroom او Google Drive په اړه معلوماتي سمینار وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت په ګډه همکارۍ، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د Google Classroom او Google Drive د کارونې په اړه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS