د 1405کال کانکور ازموینه پیل سوه
نن ورځ په میرویس خان نیکه پوهنتون کې د زابل ولایت له سلګونو زده کوونکو څخه د 1405کال عمومي کانکور ازموینې بهیر په داسي حال کې پرانیستل سو، چې پر مهال یې، د پوهنتون رﺉیس مفتي عزیزالله طیب صاحب، د پوهنتون مرستیالانو، د ازموینې عمومي ادارې مسلکي او تخنیکي غړو ګډون درلود.
د ازموینې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنتون رئیس زده کوونکو ته هرکلی ووایو او هغوی ته یې د خپلې وینا پر مهال د زده کړو ارزښت، خدمت او روښانه راتلونکې په اړه مهمې سپارښتنې وکړې. نوموړي زده کوونکي وهڅول چې د ازموینې پر مهال له پوره حوصلې، صداقت او اعتماد څخه کار واخلي او خپلې موخې د علم او پوهې له لارې ترلاسه کړي.
د ازموینې عمومي ادارې تخنیکي ټېم او د پوهنتون رهبرۍ په ګډو هڅو او همغږۍ سره د ازموینې لپاره ټول لازم تدابیر نیولي وو او هڅه یې کړې وه، تر څو ازموینه په شفاف او منظم ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې، د ازموینې عمومي اداري د پلان له مخي به دا ازموینه د نن ورځي په ګډون سبا یعني د جمعې په ورځ هم اخیستل کیږي.
نېټه:1405/2/31
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.