د محصلینو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ پیل سوې!

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۵۱
د غشي لوبه


نن ورځ، سه‌ شنبه، د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت او د بدني روزنې کمېټې په ګډو هڅو، د څلورو پوهنځیو ترمنځ د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د غمیزې د قربانیانو په یاد د غشي ویشتلو لوبې پیل سوې.
یادې سیالۍ د محصلینو ترمنځ د ورورولۍ، د هغوی د جسمي او رواني پیاوړتیا، او په ټوله کې د کنړ پوهنتون پر وړاندې د ترسره سوي وحشیانه عمل د غندلو په موخه، د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوې.
په ترڅ کې یې د بدني روزنې کمېټې آمر نوماند پوهنیار ګل‌الرحمن احساس له لوري محصلینو ته وینا وړاندې سوه.
په یاده وینا کې د کنړ د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون پر وړاندې ترسره یوی برید په کلکو ټکو وغندل سو، او دا یې د علم پر کور باندې د هر ډول دیني، اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل وباله.
 همدارنګه د پېښې له قربانیانو سره یې ژوره خواخوږي او غم‌ شریکي څرګنده کړه.
محصلین خپلو مسؤلیتونو ته وهڅول شول، او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د زده‌کړو په برخه کې د شته فرصتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې سپارښتنې ورته وسوې.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ د کمېټې ټولو غړو مولوي مطیع الله(مجاهد) پوهنیار امان‌الله حقیار، نوماند پوهنیار احسان‌الله ویسا او نوماند پوهنیار سید حبیب سعید) په حضور کې د څلورو  (شرعیاتو، ښوونې او روزنې، اقتصاد او زراعت) پوهنځیو د محصلانو ترمنځ ترسره سوې، چې په پایله کې یې د اقتصاد پوهنځي لومړی، د کرنې پوهنځي دوهم، او د شرعیاتو پوهنځي درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
لوبې د پېښې د قربانیانو لپاره په دعا سره پای ته ورسېدې.
نېټه: سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

BACK TO NEWS