د محصلینو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ پیل سوې!
نن ورځ، سه شنبه، د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت او د بدني روزنې کمېټې په ګډو هڅو، د څلورو پوهنځیو ترمنځ د سید جمالالدین افغاني پوهنتون د غمیزې د قربانیانو په یاد د غشي ویشتلو لوبې پیل سوې.
یادې سیالۍ د محصلینو ترمنځ د ورورولۍ، د هغوی د جسمي او رواني پیاوړتیا، او په ټوله کې د کنړ پوهنتون پر وړاندې د ترسره سوي وحشیانه عمل د غندلو په موخه، د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوې.
په ترڅ کې یې د بدني روزنې کمېټې آمر نوماند پوهنیار ګلالرحمن احساس له لوري محصلینو ته وینا وړاندې سوه.
په یاده وینا کې د کنړ د سید جمالالدین افغاني پوهنتون پر وړاندې ترسره یوی برید په کلکو ټکو وغندل سو، او دا یې د علم پر کور باندې د هر ډول دیني، اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل وباله.
همدارنګه د پېښې له قربانیانو سره یې ژوره خواخوږي او غم شریکي څرګنده کړه.
محصلین خپلو مسؤلیتونو ته وهڅول شول، او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د زدهکړو په برخه کې د شته فرصتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې سپارښتنې ورته وسوې.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ د کمېټې ټولو غړو مولوي مطیع الله(مجاهد) پوهنیار امانالله حقیار، نوماند پوهنیار احسانالله ویسا او نوماند پوهنیار سید حبیب سعید) په حضور کې د څلورو (شرعیاتو، ښوونې او روزنې، اقتصاد او زراعت) پوهنځیو د محصلانو ترمنځ ترسره سوې، چې په پایله کې یې د اقتصاد پوهنځي لومړی، د کرنې پوهنځي دوهم، او د شرعیاتو پوهنځي درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
لوبې د پېښې د قربانیانو لپاره په دعا سره پای ته ورسېدې.
نېټه: سهشنبه ۱۴۰۵/۲/۸
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت
