محصلینو ته د املاء او انشاء لنډ مهاله کورس پیل سو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۲۸
د املا کورس


د لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت، د نشراتو او کلتوري چارو کمیټې په ګډه همکاري د پوهنتون محصلینو ته د املاء او انشاء لنډمهاله کورس پیل سو.
د یاد کورس پرانیستې وینا د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ مدیر مولوي مطیع الله (مجاهد) له لوري وسوه، نوموړي محصلینو ته د املا او لیکوالي د اهمیت، اړتیا او د کورس د څرنګوالي په اړه خبري وکړې.
وروسته د لیکوال مولوي محمد اسحاق (مجاهد) له لوري محصلینو ته یاد کورس رسماً پیل سو.
د یادونې وړ ده چې د دې کورس لپاره لسګونو محصلینو په خپله خوښه نوم لیکنه کړې او تقریباً د دوو میاشتو په جریان کې به بشپړ شي، چې په دې سره به محصلین د منوګرافونو، مقالو، کتابونو او لیکنو د لیکلو په برخه کې پوهه او مهارت ترلاسه کړي.
نېټه: 1405/2/8
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۲۸
Background image

محصلینو ته د املاء او انشاء لنډ مهاله کورس پیل سو


د لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت، د نشراتو او کلتوري چارو کمیټې په ګډه همکاري د پوهنتون محصلینو ته د املاء او انشاء لنډمهاله کورس پیل سو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳
Background image

محصلینو ته د مرحوم آمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د دیارلسم تلین په مناسب د هغه د ژوند او کارنامو په اړه سمینار وړاندې سو. 


د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو  او همغږي عمومي مدیریت له لوري د پوهنتون ټولو محصلینو ته د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد  د دیارلسم تلین په مناسب د هغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۹:۵۸
Background image

استادانو ته د علمي اثارو لیکنې لارښود تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.


نن ورځ د څېړنو او  علمي مجلې آمریت د پلان له مخې او د مسلکي پراختيايې مرکز سره په همغږۍ د پوهنتون ټولو استادانو ته د علمي ليکنې د معياري کولو په موخه، د علمي اثارو د لیکنې لارښود تر. . .

BACK TO NEWS