محصلینو ته د املاء او انشاء لنډ مهاله کورس پیل سو

zabu_admin
Tue, Apr 28 2026 1:28 PM
د املا کورس


د لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت، د نشراتو او کلتوري چارو کمیټې په ګډه همکاري د پوهنتون محصلینو ته د املاء او انشاء لنډمهاله کورس پیل سو.
د یاد کورس پرانیستې وینا د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ مدیر مولوي مطیع الله (مجاهد) له لوري وسوه، نوموړي محصلینو ته د املا او لیکوالي د اهمیت، اړتیا او د کورس د څرنګوالي په اړه خبري وکړې.
وروسته د لیکوال مولوي محمد اسحاق (مجاهد) له لوري محصلینو ته یاد کورس رسماً پیل سو.
د یادونې وړ ده چې د دې کورس لپاره لسګونو محصلینو په خپله خوښه نوم لیکنه کړې او تقریباً د دوو میاشتو په جریان کې به بشپړ شي، چې په دې سره به محصلین د منوګرافونو، مقالو، کتابونو او لیکنو د لیکلو په برخه کې پوهه او مهارت ترلاسه کړي.
نېټه: 1405/2/8
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS