داري کارمندانو ته د وخت مدیریت تر نامه لاندې سمینار وړاندي شو

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۶
AS

نن ورځ يکشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په عمومي مديريت کې د اقتصاد پوهنځي اداره او تجارت څانګې استاد نوماند پوهنیار سمیع الله سالک له لوري د مؤسسې و اداري کارمندانو ته د وخت مدیریت تر نامه لاندې سمینار وړاندي شو.

لومړی سمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو پیل شو، ورپسې د اقتصاد پوهنځي اداره او تجارت څانګې استاد نوماند پوهنیار سمیع الله سالک له لوري په عمومي توګه اداري کارمندانو ته د وخت مدیریت پیژندنې، اهمیت، عملي لاري چاري او موډلونه او دوخت مدیریت اړوند څیړنې او نظریاتو په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شو.

د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته سمینار د دعا په کولو سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د زابل پوهنتون  ممتاز محصلین د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شول.


نن ورځ د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت په هڅو سره، د پوهنتون په سطحه د ممتازو محصلینو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حظفه الله تعالی د پنځو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۷:۳
Background image

استادانو ته د کلني څار او دوره‌ يې بیاکتنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو 


د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړاوي آمریت  او د مسلکي پرمختیایې مرکز آمریت په همغږۍ سره استادانو ته د کلني څار او دوره‌يي بیاکتنې تر سرلیک لاندې علمي او روزنیز سمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۷:۱
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان جوړونې تر سرلیک لاندې سمینار ارایه شو

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان جوړونې تر سرلیک لاندې سمینار ارایه شو
نن ورځ د مالي او اداري چارو معاونیت په نوښت، د پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان. . .

BACK TO NEWS