داري کارمندانو ته د وخت مدیریت تر نامه لاندې سمینار وړاندي شو

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۶
AS

نن ورځ يکشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په عمومي مديريت کې د اقتصاد پوهنځي اداره او تجارت څانګې استاد نوماند پوهنیار سمیع الله سالک له لوري د مؤسسې و اداري کارمندانو ته د وخت مدیریت تر نامه لاندې سمینار وړاندي شو.

لومړی سمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو پیل شو، ورپسې د اقتصاد پوهنځي اداره او تجارت څانګې استاد نوماند پوهنیار سمیع الله سالک له لوري په عمومي توګه اداري کارمندانو ته د وخت مدیریت پیژندنې، اهمیت، عملي لاري چاري او موډلونه او دوخت مدیریت اړوند څیړنې او نظریاتو په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شو.

د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته سمینار د دعا په کولو سره پای ته ورسیده.