د مؤسسې رئیس د زابل مرستیال والي سره ولیدل.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۴۴
as

نن چهارشنبه د زابل ولایت مقام د مرستیال والي په کاري دفتر کې د ياد ولایت مرستیال والي الحاج مولوی محب الله حماس او د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال په داسی حال کې سره ولیدل، چې پر مهال يې د مؤسسې ځینو رئیسانو او د ولایت ځینو مسؤلینو هم شتون درلود.

ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، مرستیال والي الحاج محب الله حماس په سرکښې د مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال او نورو ګډنوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د میریس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې پرسونل د کارونو څخه ستاینه او خوښی وښوده، د لا نور کار کولو سپارښتني يې وکړي.

وروسته د مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال د مؤسسې ځیني غوښتني او مشکلات بیان کړه، چې په کښې د اداري لپاره نوی تعمیر جوړول، زراعت پوهنځی ته زراعتی فارم جوړول او د مؤسسې لپاره د دوه کیلومتره سړک جوړل شامل وه.

په پای کې د مرستیال والی الحاج محب الله حماس د مؤسسې رئیس ته ډاډ ورکړ چې د مؤسسې د لاښه معیاري کېدلو او مشکلاتو ته د حل په موخه پر وخت رسېده ګي لپاره ستاسو سره هر وخت همکاره یو او وروسته غونډه د دوعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS