د ښوونې او روزنې پوهنځي کتلاک چاپ شو.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۰:۴۹
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د نشراتو او فرهنګي چارو د فرعي کمیټي له لوري په لومړي ځل سره دښوونې او روزنې پوهنځي چمتو شوی کتلاک چاپ شو.

په یاد کتلاک کې د ښوونې او روزنې پوهنځي لنډه پیژندنه، تاریخچه، لرلید، رسالت، موخې، ارزښتونه، زیربناءيي برخه، د علمي برنامو/څانګو پیژندنه، تحصیلي نظام، د استادانو او ادارې کارمندانو د پیژندنې جدول، په نړیوالو ژورنالونو کې د استادانو چاپ شوي مقالي، تحصیلي نصاب، د آزموینو لایحه او پالیسۍ په منظم ډول ځاي پر ځاي شوي او ترتیب شوي دي.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د ښوونې او روزنې پوهنځي د نشراتو او فرهنګي چارو کمیټي د آمر پوهنیار حکمت الله حقپال او د غړیو پوهنیار انعام الله عابد او نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له زیار او هڅو څخه چې د کتلاک په برخه کې یې تر سره کړي دي؛ مننه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د زابل پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تحصیلي تقویم سره سم د خزاني سمستر ازموینې پیل شوې

د زابل پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تحصیلي تقویم سره سم د خزاني سمستر ازموینې پیل شوې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې او هدایت سره سم، د میرویس خان نیکه پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

BACK TO NEWS