د ښوونې او روزنې پوهنځي کتلاک چاپ شو.

zabu_admin
Tue, Jul 23 2024 10:49 AM
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د نشراتو او فرهنګي چارو د فرعي کمیټي له لوري په لومړي ځل سره دښوونې او روزنې پوهنځي چمتو شوی کتلاک چاپ شو.

په یاد کتلاک کې د ښوونې او روزنې پوهنځي لنډه پیژندنه، تاریخچه، لرلید، رسالت، موخې، ارزښتونه، زیربناءيي برخه، د علمي برنامو/څانګو پیژندنه، تحصیلي نظام، د استادانو او ادارې کارمندانو د پیژندنې جدول، په نړیوالو ژورنالونو کې د استادانو چاپ شوي مقالي، تحصیلي نصاب، د آزموینو لایحه او پالیسۍ په منظم ډول ځاي پر ځاي شوي او ترتیب شوي دي.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د ښوونې او روزنې پوهنځي د نشراتو او فرهنګي چارو کمیټي د آمر پوهنیار حکمت الله حقپال او د غړیو پوهنیار انعام الله عابد او نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له زیار او هڅو څخه چې د کتلاک په برخه کې یې تر سره کړي دي؛ مننه کوي.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS