د علمي څیړنو لپاره د پروپوزل لیکنې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د څیړنې آمریت، مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او د څیړنې کمیټې په ګډو همکاریو، د پوهنځیو استادانو ته د علمي څیړنو لپاره د پروپوزل لیکنې درې ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
یاد ورکشاپ چې درې ورځې یې دوام وکړ، د علمي څیړنې لپاره د پروپوزل لیکنې مهم موضوعات د عنوان ټاکل، سریزه پیژندنه، اهداف، د اړتیا دلائل، مخینه، د څیړنې پوښتنې، میتودلوژي، د موادو تحلیل او تجزیه، پایلې، وړاندیزونه او مأخذونه په ترتیب سره یو په بل پسي وړاندي شول.
د یادونې وړ ده، چې یاد ورکشاپ د پنځو استادانو نوماند پوهنیار عبدالنافع همت، پوهنیار انعام الله عابد، پوهنیار ضیاءالاسلام نوبهار، پوهنیار حکمت الله حقپال، پوهنیار عنایت الله حقمل له لوري وړاندي شو.
د پوهنیار انعام الله عابد په همکاري، د ګدونوالو له لوري د عملي کار کولو وروسته یاد ورکشاپ پای ته ورسید.