د علمي څیړنو لپاره د پروپوزل لیکنې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید

zabu_admin
Thu, Aug 29 2024 10:00 AM
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د څیړنې آمریت، مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او د څیړنې کمیټې په ګډو همکاریو، د پوهنځیو استادانو ته د علمي څیړنو لپاره د پروپوزل لیکنې درې ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

یاد ورکشاپ چې درې ورځې یې دوام وکړ، د علمي څیړنې لپاره د پروپوزل لیکنې مهم موضوعات د عنوان ټاکل، سریزه پیژندنه، اهداف، د اړتیا دلائل، مخینه، د څیړنې پوښتنې، میتودلوژي، د موادو تحلیل او تجزیه، پایلې، وړاندیزونه او مأخذونه په ترتیب سره یو په بل پسي وړاندي شول.

د یادونې وړ ده، چې یاد ورکشاپ د پنځو استادانو نوماند پوهنیار عبدالنافع همت، پوهنیار انعام الله عابد، پوهنیار ضیاءالاسلام نوبهار، پوهنیار حکمت الله حقپال، پوهنیار عنایت الله حقمل له لوري وړاندي شو.

د پوهنیار انعام الله عابد په همکاري، د ګدونوالو له لور‎ي د عملي کار کولو وروسته یاد ورکشاپ پای ته ورسید.

 

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS