د څیړنې لپاره د مقالو موندلو ماشینونه او نړیوال ژورنالونه تر سرلیک لاندي یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندي شو.
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د یاد مرکز آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له لوري استادانو ته د څیړنې لپاره د مقالو موندلو ماشینونه او نړیوال ژورناله تر سرلیک لاندي یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندي شو.
لومړي سمینار د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت کولو پیل شو، وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز د آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له لوري په پیل کې د څیړنې پر ارزښت د محصلینو او استادانو سره په لنډ ډول خپل معلومات شریک کړل.
وروسته د سمینار په محتوا کې لومړي د څیړنیز ماشینونه او د یو شمیر مشهور او معتبرو ژورنالونه په اړه معلومات شریک شول. سره له دي په عملي شکل سره د وړاندي کوونکی له لوري د څیړنیزي موضوع په تړاو د څیړنیزو مقالو پیدا کول او له مختلفو ژورنالو څخه د مقالو ډانلوډ کولو په هکله کار وکړ.
د سمینار په پاې کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پاې ته ورسید.