‏د څیړنې لپاره د مقالو موندلو ماشینونه او نړیوال ژورنالونه تر سرلیک لاندي یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
Thu, Oct 17 2024 12:22 PM
AS

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د یاد مرکز آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له لوري استادانو ته د څیړنې لپاره د مقالو موندلو ماشینونه او نړیوال ژورناله تر سرلیک لاندي یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندي شو.

لومړي سمینار د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت کولو پیل شو، وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز د آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له لوري په پیل کې د څیړنې پر ارزښت د محصلینو او استادانو سره په لنډ ډول خپل معلومات شریک کړل.

وروسته د سمینار په محتوا کې لومړي د څیړنیز ماشینونه او د یو شمیر مشهور او معتبرو ژورنالونه په اړه معلومات شریک شول. سره له دي په عملي شکل سره د وړاندي کوونکی له لوري د څیړنیزي موضوع په تړاو د څیړنیزو مقالو پیدا کول او له مختلفو ژورنالو څخه د مقالو ډانلوډ کولو په هکله کار وکړ.

د سمینار په پاې کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پاې ته ورسید.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS