د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۶:۲۰
AS

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو منشیانو او ټولو اداري کارمندانو ته د پلان جوړونې او راپور ورکونې اړوند سمینار ورکړل شو.

سمینار د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، وروسته د اقتصاد پوهنځی رئیس نوماند پوهنیار احسان الله سعد له لوري د سمینار لومړۍ برخه چې پلان، د پلان ډولونه، د پلان برخې او د پلان جوړول شامل وو وړاندي شو.

ورپسي د کیفیت لوړاوي امریت آمر نوماند پوهنیار روزی محمد اکبري د سمینار دوهمه برخه وړاندي کړه، چې په کې راپور، د راپور مهمې برخې او د راپور لیکلو جدول اړوند موضوعات وړاندي شول.

د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۷:۳
Background image

استادانو ته د کلني څار او دوره‌ يې بیاکتنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو 


د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړاوي آمریت  او د مسلکي پرمختیایې مرکز آمریت په همغږۍ سره استادانو ته د کلني څار او دوره‌يي بیاکتنې تر سرلیک لاندې علمي او روزنیز سمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۷:۱
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان جوړونې تر سرلیک لاندې سمینار ارایه شو

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان جوړونې تر سرلیک لاندې سمینار ارایه شو
نن ورځ د مالي او اداري چارو معاونیت په نوښت، د پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې په موخه علمي سمینار وړاندې شو 

د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې په موخه علمي سمینار وړاندې شو 
نن ورځ د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې، د څېړنو او علمي مجلې آمریت له لوري د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS