د ۱۴۰۲هـ.ش کال د خزاني سمسټر د نهایي ازموینو له جریان څخه لیدنه وشوه
د شنبې په ورځ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کښې د ۱۴۰۲ هــ.ش کال د خزاني سمسټر د نهایي آزموینو د صحنو څخه د څارنې او ارزونې په موخه دیادې مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، علمي او محصلانو چارو معاون نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام، د محصلانو چارو آمر عبدالحق سبحاني او د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیر احسان الله نصرت په ګډون لیدنه وشوه؛ په ازموینو کې د شفافیت رامنځته کول، د ازموینو له صحنو څخه ځانګړی څار او کنټرول، د استادانو د سوالونو څخه کتنه او د ازموینو په اړه د محصلینو د نظرنو اوریدل هغه مهم موضوعات ول، چې د یادي لیدنې پر مهال ورڅخه څارنه او ارزونه وشوه.