د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۶:۲۰
AS

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو منشیانو او ټولو اداري کارمندانو ته د پلان جوړونې او راپور ورکونې اړوند سمینار ورکړل شو.

سمینار د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، وروسته د اقتصاد پوهنځی رئیس نوماند پوهنیار احسان الله سعد له لوري د سمینار لومړۍ برخه چې پلان، د پلان ډولونه، د پلان برخې او د پلان جوړول شامل وو وړاندي شو.

ورپسي د کیفیت لوړاوي امریت آمر نوماند پوهنیار روزی محمد اکبري د سمینار دوهمه برخه وړاندي کړه، چې په کې راپور، د راپور مهمې برخې او د راپور لیکلو جدول اړوند موضوعات وړاندي شول.

د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۵:۵۰
Background image

د کیفیت لوړاوي کمیټې له لوري غونډه تر سره شوه

د چهار شنبې په ورځ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي معاونیت کې د د کیفیت لوړاوي کمیټې غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې په مهال یې د کمیټې آمر نوماند پوهنیار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د ستراتیژیک پلان کمیټې له لوري غونډه ترسره شوه

سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په ریاست کې د ستراتیژیک پلان کمیټې غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې په مهال یې د کمیټې آمر الحاج روح الله مشال او نورو غړو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۶:۲۰
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS