td

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې د پایلو پر بنسټ زده کړه ـ او شاګرد محوره زده کړه( OBE -SCL ) په هکله سمینار دایر شو

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۵:۴۷
td

 نن سه شنبه چي د ۱۴۰۲ /۷/۶  نیټې سره سمون خوري د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کي د پایلو پر بنسټ زده کړه ـاوشاګرد محوره زده کړه په هکله سمینار د  پوهنیار  محمد خالد افغان له لوري دایر سو  

په یاد سمینار کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې علمي معاون نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام، مالی او اداری چارو معاون قاری صاحب نقیب الله هجرت، د پوهنځيو رئیسانو او ټولو کادري غړو ګډون کړی وو.
د سمینار په پیل کې د مؤسسې علمي معاون نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام پرانیستې وینا وکړه او ټولو ګډونوالو ته يې ښه راغلاست ووایه ورپسې پوهنیار محمد خالد افغان له لورې د پایلو پر بنسټ زده کړه ـ او شاګرد محوره زده کړه (Student Centered Learning- Outcome-based Education)په هکله سمینار ارایه شو، وروسته د سمینار د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
د سمینار په ورستیو شیبو کې د مؤسسې مالي او اداري چارو مرستیال قاري صاحب نقیب الله هجرت د سمینار ګډونوالو ته وینا وکړه، نوموړي د سمینار د وړاندي کوونکې او ګډونوالو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په اینده  کې به په دغه برخه کې نورو سمینارونو او ورکشاپونو لپاره زمینه برابروي تر څو د محصلینو او استادانو علمی سویه ورسره لوړه شی، او د تدریس د ورکولو د ښو میتودنو څخه برخمن شی، همدارنګه سمینار د دعائیه وینا په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۵:۲۰
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې خپل د ۱۴۰۱ــــــــ۱۴۰۵ ل.ل کال پورې تایید شوی ستراتیژيک پلان د موسسې له همکارانو سره شریک کړ

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې خپل د ۱۴۰۱ــــــــ۱۴۰۵ ل.ل کال پورې تایید شوی ستراتیژيک پلان د موسسې له همکارانو سره شریک کړ

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۱۱:۵۴
Background image

خبرتیا

د دویم ظرفیت خالي سیټونو لپاره نوم لیکنه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۵:۴۷
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې د پایلو پر بنسټ زده کړه ـ او شاګرد محوره زده کړه( OBE -SCL ) په هکله سمینار دایر شو

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې د پایلو پر بنسټ زده کړه ـ او په هکله سمینار دایر سو (OBE-SCL) شاګرد محوره زده کړه

BACK TO NEWS