لیرلید، رسالت او موخې
میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه؛ د یوه پېژندل شوي، لوی او معتبر علمي بنسټ په توګه د مسلکي کادرونو د رزونې په لړ کې د خپلو پرله پسې زیارونو له کبله ځانګړی ټولنیز ځای ځایګی لري، په خپل ټول واک او ځواک سره په بېلابېلو برخو کې په ملي او اسلامي روحیه سمبالو بشري سرچینو د روزنې، د علم او پوهې د تولید او ترویج په برخه کې هڅه کوي.
د ميرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي د غوره تدریس، څیړنو او باکیفیته خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد په کچه یو معتبر علمي مرکز واوسي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.
د ميرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه مناسبو تدریسي، څیړنیزو او باکیفیته خدماتو ته د لاسرسي زمینه برابروي، چې پر مټ یې د نني عصر د غوښتنو مطابق اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن کادرونه د هیواد خدمت او پرمختګ لپاره روزي.
- د اسلامي، ملي او اکاډمیکو ارزښتونو او معیارونو درناوی، ساتنه او پالنه؛
- د لوړو زده کړو له قوانینو سره سم د لیسانس تر کچې پورې د علمي او مسلکي کادرونو روزنه؛
- د علمی او څیړنیزو پروګرامونو پراختیا او د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو پروسې پر مخ وړل
- د بنسټیزو تأسیساتو انکشاف او په کمي او کیفي لحاظ د مؤسسې پراختیا؛
- د معلوماتي ټکنالوژي وده او پراختیا؛
- د غوره تحصیلي او تحقیقي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د متخصیصو کادرونو جذب،ګمارنه او پالنه؛